استاد اشرف غنی اوس هغه پخوانی استاد نه دی چی د ټولنیزو علومو په برخه کی یی د هیواد تنکیو ځوانانو ته د کابل په پوهنتون کې د افغانستان پیژندنی لوست ورکوه.
هغه اوس د هیواد ټولو خلکو ته لوست ورکوي ، دده د پوهی او استعداد څخه نه یوازی د افغانستان خلک به استفاده وکړی بلکی یو شمیر هیوادونو له پخوا دده پوهی څخه د خپلو ستونزو په حل کی استفاده کړی ده او کوي یی.
هغه اوس نه یوازی یو ښوونکی او استاد دی بلکی یو سیاسی او ملی مشر هم دی. هغه د یوه داسی اولسی ملی غورخنګ مشرتوب کوي چی په هیواد کی پراخ او مثبت بدلون را منځته کوي،
هغه افغانستان تر ټولو ښه پیژنی ، د هیواد ستونزی او امکانات ښه ورته جوت دی او دا فوق العاده استعداد لوی څښتن ورکړی دی چی د ستونزو د حل لاری پیدا او عملی کړي.
داغورځنګ د استاد اشرف غنی اولسمشری څوکی ته په نوماند کیدو سره پیل ، دا غورځنګ په شیبو او ورځو سره ځواکمن کیږی او د وري د میاشتی په ټولټاکنو کی پوخ او د راتلونکو ټولټاکنو په تر سره کولو سره د بری په لور روان دی.
اوس په هیواد کی ټولټاکنی دوهم پړاو ته ولاړي چی د غبرګولی په میاشت کی به ترسره شی.
پخوانیو ټولټاکنو چی د وری د میاشتی په شپاړسمه تر سره شوی د هیواد خلکو ته نوي تجربی ور په ډاګه کړي.
دا تجربی عبارت وي له :
لومړی : د افغانستان خلک په هیواد کی د بدلون غوښتونکی دی او هڅه کوی چی دا بدلون په سوله ایزه توګه تر سره شي.
دوهم : واکمنو کړیو د خلکو د رایو د ویشلو او جعلکاریو د پاره مهم پروګرام تر لاس لاندی نیولی و. دا پروګرام عبارت و د اولسمشری څوکی د پاره:
• د مختلفو کاندیدانو رامنځته کول ، تر څو د هیواد د اکثریت خلکو رایی وویشل شی .
• د درغلیو او جعلکاریو د پاره د پیچلی سیستم را منځته کول
• په واکمنو کړیو پوری تړلو کوماندانانو ، والیانو او ولسوالانو د خپل قدرت څخه په استفادی سره د صندوقونو ډکول
• د زرو په شاوخوا کی د رایو مرکزونو تړل.
• د زور او تهدید د خبرو په کولو سره د ټولټاکنو ، شکایتونو د اوریدلو د مستقلو کمیسیونو او خلکو ویرول
• ګاونډیانو په ځانګړی توګه په غیر مستقیمه توګه د واکمنو کړیو د کاندید څخه ملاتړ
خو د پورتنیو تاکتیکونو په وړاندی د افغانستان خلکو ، ټولټاکنو او د شکایتونو د اوریدلو کمیسیونو په میړانه سره مقاومت وکړ د خلکو په قول که څه هم واکمنو کړیو د خپل نوماند په ګټه نږدی یو میلیون رایو جعلکاری وکړه خو بیا هم هغه وړ ددی نه شو چی بریالی شي.
په هیواد کی یو نوی خوځښت را منځته او ورو ځواکمن کیږی .د بدلون له پاره د خلکو هڅه روانه ده. خلک بدلون غواړی ، هغه هم مثبت بدلون.
ددی بدلون د پاره هڅه کومه ناڅاپی خبره نه ده .
خو عمده دلیل یې په هیواد کې اوسنی دیکتاتوري فاسد نظام دی چی په هیواد کی د خوارۍ او بد مرغی سبب شوی دی.
په دی نظام کی اولس په بشبړه توګه د د دموکراتیکو حقوقو څخه بی برخې او ټول واک د متعصبو فاسدو کړیو په لاسونو کې متمرکز دی.
دا نظام په ظاهری بڼه دموکراتیک دی ، ټولټاکنی کیږي، د بیان ازادی ده ، قانون شته . خو په واقعی مانا سره پخوانی ټولټاکنی په جعلکاری باندی ولاړی ترسره شوی او تش په نام د بیان ازادی موجوده ده . واکمنې کړۍ خپل ځانونه د نافذه قوانینو په وړاندې مکلف نه ګڼي.
بشری حقوق ، د ښځو حقوق ، د ماشومانو حقوق په منظم ډول تر پښو لاندی کیږی هیواد د خلکو له پاره په لوی زندان بدل شوی دی.
په افغانستان کی بشپړ اکثریت خلک د فقر د کرښې لاندی ژوند کوی او نږدی اویا سلنه خلک د اړتیا وړ ډوډی نه لری. د هیواد اکثریت ځوانان او د کار قوه وزګاره ده.
په هیواد کی د غلو ، وسله والو جنایتکارو ډلو او زور زیاتی څخه په تنګ دي.
بډی ، اختلاس ، د عامه شتمنیو لوټ لوړی مرحلی ته رسیدلی دی چی په خپله زیاتره لوړ پوړی دولتی چارواکی په کی ککړ دي.
خلک بدلون غواړي ، داسی بدلون چی دیکتاتوری فاسد نظام ړنګ او په ځای یی په رښتینی دموکراسی ولاړ نظام رامنځته شي.
که څه هم د ټولټاکنو په لومړی دور کی نوماندان اته تنه و. دوی هر یوه د خپلو امکاناتو څخه په استفادی سره غونډی جوړولی او خلکو ته یی راز راز ژمنی ورکولی .
هر یوه د سولی ، ابادی ، عدالت او وروری خبری کولی .
چی دی حالت زیات شمیر خلک په فکر کی واچول . خو بیا هم د خلکو څخه لاره ورکه نه شوه .
دوی د هریوه نوماند په هکله معیارونه رامنځته کړل: استعداد او نووښت ، زده کړه ، کاری تجربه ، د هیواد په مسایلو کی فعالیت ، په فساد کی نه ښکیلتیا، په کورنیو جګړو کی نه ښکیلتیا ،ټولنیز برخورد ، د ټول هیواد د خلکو سره یو شانته چلند.
باید ووایو چی ددی معیارونو څخه مختلف یی په مختلفو نوماندانو کی موجود و. خو په ټولو کی د خلکو د پاره مناسب نوماند دکتور اشرف غنی احمدزی و.
داکتر اشرف غنی په نړیواله سویه د فوق العاده استعداد او نووښت ، لوړو زده کړو او پوهی خاوند، د ښه نوم څښتن ، د هیواد په سویه د مهمو پروګرامونو طرح کونکی او عملی کول،د فساد څخه پاک او د جګړو څخه لیری والی او بلاخره د ټول افغانستان توکمونو ، ژبو ویونکو ، او اوسیدونکو سره یو ډول چلند او د ټولو د نیکمرغی او هوسایی د پاره د کار کو لو خاصیتونه پکی موجود و.
نو له همدی امله د هیواد زیاترو مدنی او سیاسی ډلو او ګوندونو د نوموړی د کاندید کیدو څخه ملاتړ وکړ. د هیواد بشپړ اکثریت روڼ اندی او پوهان دده په شاوخوا راټول شول او د هیواد په مختلفو برخو کی دده په ویاړ غونډی جوړی شوي .
د یوه عینی شاهد په وینا یوازی د خوست په ولایت کی نږدی دری سوه زره تنه خلک دده د وینا د اوریدو له پاره د ډیرو لیرې سیمو څخه راغلی و. همدارنګه په کندز ، بدخشان، او دهیواد په نورو شمالی ولایتونو کی دده د پروګرامونو د اوریدلو د پاره بی ساری غونډی جوړی شوی وی.چی د هیواد په تاریخ کی ساری یی نه دی لیدل شوی.
اوسمهال د نورو کاندیدانو( هغوی چی په سیالی کی برخه نه اخلی ) نوی سلنه ملاتړ کونکو د استاد اشرف غنی د پاره رایه ورکولو او کمپاین کولو ژمنی کړی دی.
اوس اشرف غنی یو وګړی نه دی بلکی یو غورځنګ یی شاته دی . داسی غورځنګ چی په کوم توکم ، ژبی او مذهب پوری تړلی نه دی بلکی سراسری پراخ ملی غورځنګ دی چی په هیواد کی رښتینی دموکراسی او ابادی غواړي.
هغه لا واک ته رسیدلی نه دی او نه یی خپل پلانونه عملی کړی دی چی د هیواد د تنکیو ځوانانو له خوا ورته د بابا لقب ورکړل شو.
دا لقب کوم ناڅاپی خبره نه ده بلکی د هیواد ځوان نسل په دی باوری دی چی استاد اشرف غنی کولی شی دا غورځنګ د بری خواته رهبری کړي.
استاد اشرف غنی څخه نه چا روپی ولیدلی او نه د څوکیو کومی ژمنی او نه کوم د مبایل تلیفونو سیټونه.
هغه یوازی خلک کار او فعالیت هڅوی هغه خلک او ځوانان دی هڅوی چی د ټولنی په ژوندانه کی فعال شی .
د ویلو وړ ده چی اولسی مشرتوب په خپله نه رامنځته کیږی او نه څوک په زور ځان په خلکو تپلی شی . بلکی اولسی مشرتوب د خلکو له خوا رامنځته کیږي.
کله چی یو وګړی د ټولني د معیارونو سره سم برابر شی او خلک په دی باوری شی چی دا کولی شی د هغو موخو دپاره چی خلک یی غواړی په صداقت او رښتینوالی سره کار کوی او په دی لاره کی ځانګړی استعداد و لری . بیا نو خلک د هغه شاته ودریږی .
باید ووایو چی یو اولسی مشر یی د خلکو څخه زده کوی او خلک هم دده د لارښوونی سره سم مخته ځي ، یو ټکی مهم دی چی خلک تل خپل مشر څاری او خپلو تیروتنو ته یی پام را اړوي . خو که بیا هم سم نه شو بیا خلک هغه ته شا کوي.
استاد اشرف غنی د خلکو له خوا را وړاندی شو، د خلکو ملاتړ ورسره دی او د خلکو له خوا هڅول کیږی چی د ستونزو په وړاندی په کلکه مقاومت وکړي .
خلک هیله لری چی د خلکو په رایو ټاکل شوی مشرتوب باید د دوی غوښتنو او هیلو ته ځواب ورکړی په هیواد کی د رښتینی دموکراسی رامنځه او د هیواد د پرمختګ له پاره اغیزمن ګامونه پورته کړی.
که څه هم د وری د میاشتی په شپاړسمه خلکو په ډیره میړانه او هوشیاری سره ټولټاکنو ته ولاړل ، مګر د جوتو علتونو له امله ونه کولی شول چی د اشرف غنی د بری اعلان واوری .
اوس خبره تر پخوا جدی ده . د یوی خوا:
• پنجاپ په کلکه په دی لټه کی دی چی په افغانستان کی په مختلفو سیمو کی د رایوو ورکولو بهیرپه وسلوالو تهدیدونو سره ګډوډ کړي .
• پنجاپی پوځ به بیا د افغانستان سرحدی سیمی تر بریدونو لاندی ونیسی
• پنجاپی رسنۍ به بیا د پخوا په شان د ټاکلی وګړي له پاره کیمپاین وکړي.
ښکاری چی زیات شمیر طالبان نه غواړی چی د خلکو د غوښتنو په وړاندی ودریږی او خلک هم د دوی څخه غواړی چی د ټولټاکنو په ورځ د وسله والو فعالیتونو څخه ډډه وکړي.
همدارنګه د افغانستان وسله وال پوځ باید د هیواد سرحدونه په کلکه وڅاری او د پنجاپی پوځیانو ناوړو فعالیتونو ته وړ ځواب ورکړي.
اوس د خلکو د پاره د نوماند په غوره کولو کی ستونزه نه شته دوی دواړه نوماندان ښه پیژنی :
الف : هغه نوماند ولاړ دی چی د کابل اداری زیاتره لوړپوړی چارواکی او د قدرت شریکان د هغه ملاتړ لری .خو د زیاتو کتونکو په باور که چیری هغه واک ته ورسیږی په هیواد کی به داسی ستونزی را وزیږی چی بیا به یی د مخه لیری کول ستونزمن او یا ناممکنه وي.
ب : استاد اشرف غنی نوماند دی چی د واکمنو کړیو ملاتړ ورسره نه شته خو په میلیونو خلک غواړی چی هغه د هیواد مشرتوب واخلی. د دوی په نظر د هغه له خوا وړاندی شوی پروګرامونو په پلی کولو سره کیدای شی په هیواد کی روانی تراژیدی ته د پای ټکی کیښودل شی.
د خلکو په ګومان استاد اشرف غنی ملی فکر لری او د هغه د پاره د هیواد ټول وګړی چی په دی جغرافیا کی ژوند کوی برابر دی نه څوک د چا څخه زیات او نه څوک د چا څخه کم دی.
د بلی خوا د خلکو په ګومان ، استاد اشرف غنی به ملی اداره را منځته کړي . داسی اداره چی د هیواد ټولو خلکو د پاره د منلو وړ وي.
د ملي ادارې په رامنځته کیدو سره په هیواد کی ثبات را منځته او سوله ټینګيږي .
یا په بله مانا د اولسمشر په توګه د ملي او زړه سوانده شخصیت ټاکل کیدل په افغانستان کی د زیاترو ستونزو د حل کیلي ده .
راتلونکی ادارې ته اړینه ده چې:
• سراسری احتساب تر سره کړي ټولې هغه شتمنی چی د غیر قانونی لارو راغونډې کړل شوي وي مصادره کړي.
• حکومتی دندې د وړتیا او هیواد ته د صداقت له مخی ورکړي .
• په ټول هیواد کې د وګړو تر منځ د برابرو حقوقو تامین وکړي.
• په ټول هیواد کې د متوازن انکشاف له پاره زمینه برابره او ډیرو وروسته پاتې سیمو ته لومړیتوب ورکړل شی.
• ټولوزده کونکو ته په مورنیو ژبو زده کړي برابرې کړي.
• ټول هغه کسان چی تر دی وروسته جرمونه او جنایتونه تر سره کوي محکمی ته و سپاري
• ملی یووالی تامین او د ګاونډیانو مداخلی شنډی کړي.
• د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو ګټو تر لاسه کولو د پاره په جدیت کار او فعالیت وکړي.
• ټول افغان اولس سره متحد کړي.
په افغانستان کی شرایط د بدلون په لور روان دی ، اوسنی شرایط د تیرو لسو کلونو د شرایطو سره د پرتلې وړ نه دي. که د یوی خوا واکمنې ، فاسدې ، متعصبه او په جنایتونو تورنې واکمنې کړۍ هڅه کوي چی خپل واک ته دوام ورکړي . نو د بلی خوا د افغانستان خلکو د پاره اوسني شرایط د زغم وړ نه دی او د یوه ژور بدلون او انقلاب غوښتونکی دي.
اوسني ورځې او شپې د هیواد د برخلیک له پاره ټاکونکی دي. دا د خلکو په سیاسی پوهې او راټولیدو پورې تړلی ده چی څنګه به وکولی شی د خلکو او وطن په ګټه بدلونونه رامنځته کړي.
د ټولټاکنو په بهیر کی ځینی ګواښونه موجود دي:
• کیدای شی یو ځل بیا دولتی چارواکی او یا د ټولټاکنو د کمیسون کسان په ټولټاکنو کی درغلیو ته لاس واچوي ..
• هغه سیمی چی په کی د استاد اشرف غنی ملاتړي زیات دی په قصدی او پلان شوی توګه ( د ګاونډیو هیوادونو او واکمنو کړیو له خوا) نا ارامه کړل شی
په هیواد کی هر وګړی دا حق لری چی په ټولټاکنو کی برخه واخلی یا د کاندید په توګه او یا د رایه ورکونکی په توګه.
دا دولت مسوولیت دی چی د هیواد هریوه وګړی ته په ټاکنو کی د برخه اخیستلو زمینه برابره کړي.
دا ځکه چی ټولټاکنی باید سراسری واوسی.
د وری د میاشتی په شپاړسم په ټولټاکنو کی نږدي زر د ووټ ورکولو مرکزونه تړلی و. په دی ډول د کابل اداری په میلیونو وګړي د رایه ورکولو څخه بی برخی شول.
ډیر داسی ګومان کیږی چی په دی هکله کومه تخنیکی ستونزه نه وي . د افغانستان وسله وال پوځ دا توان لری چی په دی مرکزونو کی هم امنیت ټینګ کړي.
ځینی کسان د رایو ورکولو د مرکزونو تړلو ته د شک په سترګه ګوری او فکر کوی چی د کابل اداره غواړی له دی لاری چی د ټاکلی نوماند رایی له دی امله راټیټی کړل شي.
یعنی دا چی د ټولټاکنو مرکزونو تړل کومه تخنیکی او امنیتی ستونزه نه ده بلکی د کتونکو په باور دا یوه سیاسی موضوع ده چی واکمنی کړی غواړی له دی لاری سیاسی موخو ته ورسیږي.
له دی امله باید د افغانستان د اولسمشر څخه خلک په کلکه وغواړی چی په هیواد کی د ټولټاکنو ټول مرکزونه پرانستی وساتل شی او خلکو ته دا زمینه برابره شی چی په ډاډه زړه په رڼو ټولټاکنو کی برخه واخلی.
همدارنګه د وري د میاشتی د شپاړسمی ټولټاکنو وښودله چی یو شمیر چارواکی په ټولټاکنو کی په درغلی کولو ته زمینه برابروي له دی امله خلک هیله لری چی :
• په واکمنو کړیو پوری ټول ټړلی وزیران ، والیان ، رییسان ، کوماندانان ، او د ټولټاکنو کارکونکی چی کیدای شی د ځانګړی نوماند په ګټه کار وکړی د دندو لیری او په ځای یی ملی وطندوسته وګړي وټاکل شي.
• په هیواد کی باید په مختلفو پلمو سره حتی یو وګړی د رایی ورکولو د حق څخه بی برخه نه شی بلکی ټول د رایو ورکولو مرکزونه دی پرانستی وساتل شی.
• د هیواد په ټولو سیمو کی د هیواد هر وګړی ته د رایی ورکولو کارتونه وویشل شی.
• په واکمنو زورواکو کړیو پوری تړلي پټې ملیشاوی باید بی وسلی کړل شی تر څو و نه کولی شی سیمه نا ارامه کړی.
• مخالفه وسله والی ډلی باید د ځانګړو نوماندانو په ګټه د خپل پوځي زور څخه کار وانخلی.
اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی که چیری یو وطندوست او ملی شخصیت ټولټاکنی وګټی او هغه د یوې ملی اداری را منځته کولو د پاره ملا وتړي په هغه صورت کی به د اوسنیو واکمنو کړیو غبرګون څه وي؟
په دی کی شک نه شته چی په یوه ټولنه کی مثبت بدلون په وړاندی د پرمختګ ضد کړیو له خوا منفی غبرګون رامنځته کیږي او داغبرګون مختلفی بڼی ځانته نیسی چی کیدای شی دا غبرګون پوځی ، کارشکنی ، اقتصادی بحران را منځته کول ، د امنیت اخلال او یاغی ګیري واوسی .
د وری د میاشتی د شپاړسمی نیټی ټولټاکنو وروسته د ټاکلی نوماند دولتی لوړ پوړو چارواکو سخت سخت ګواښونه د ټولټاکنو کمیسیون ، د شکایتونو د اوریدلو کمیسون او د افغانستان خلکو ته وکړل ، چی تر یوی اندازی یی خلک په تشویش کی واچول .
مګر له بده مرغه د کابل د اداری مشر په دی هکله چوپ پاتی شو او په دی هکله یی کوم اجرات ونکړل . چی دده نوموړی عمل د ګواښ کونکو څخه د ملاتړ په مانا تعبیر کیدای شي.
په دی کی شک نه شته چی د یو پراخ اولسی خوځښت په وړاندی دریدل ډیر مشکل دی او فاسدی کړۍ باید دا ټکی په ژوره توګه درک کړی .
دا اولسی خوځښت کیدای شی د یوه ملی ، وطندوست او ترقي غوښتونکی د اولس مشری څوکۍ ته نوماند څخه د ملاتړ له پاره رامنځته شی.
دا خوځښت د خپلی خوښې نوماند په بریالیتوب سره کولی شی په هیواد کی د سولی ، امنیت ، پرمختګ له پاره زمینه برابره کړي .
که چیری اوسنی واکمنی کړۍ د خلکو د ارادی احترام ونکړی د جعلکاری او یا کومی بلی غیر قانونی لاری د خلکو د ارادی خنډ شی په هغه صورت کی نوموړی خوځښت په ملی ستر پاڅون باندی اوړی داسی پاځون لکه د مصر ، یمن ، تونس ، او نور
په هغه صورت کی به د راتلونکو ټولو تراژیدیو مسوولیت هم د واکمنو متعصبو کړیو په اوږه وي.
ددی متعصبو ، فاسدو کړیو په وړاندی د هیواد پراخ اولس ولاړ دی ، دا اولس په یوه توکم ، ژبې ، مذهب او سیمی پوری نه دی تړلی بلکی دا اولس د ټولو توکمونو څخه تشکیل شوی دی چی نوره نه غواړی په استبداد او فساد ولاړ دیکتاتوری نظام په هیواد کی واکمن واوسي.
په هیواد کی نیږدی نوي سلنه وګړي د مثبت او دموکراتیک بدلون غوښتونکي دي . د حالاتو په څیړلو سره داسی ښکاری چی د دیکتاتوری فاسد نظام د ختمولو له پاره ، اولسی خوځښت به د روانو ټولټاکنو په مهال پیل او کیدای شی تر هغه دوام ومومی تر هغه چی د ظلم ، فساد ، جرم او جنایت جرړې یی د بیخه نه وي ایستلی .
د افغانستان خلک دا توان لري چی د پرمختګ ضد کړیو د هر ډول توطیی مخنیوی وکړي او هم د بهرنیو مداخلو او تیریو په وړاندی په کلکه ودریږي.
نو لدی امله دا به ښه وي چی اوسنی واکمنی کړۍ او ګاونډی افغان دښمن حکومتونه د افغانستان خلکو ارادی ته غاړه کیږی او هیواد پریږدی چی د ستر بدلون په رامنځته کولو سره د دیکتاتوری فاسد نظام د ړنګ او د هغه په ځای دموکراتیک نظام جوړ کړی.
په هیواد کی د پراخ اولسی ملی غورځنګ په واسطه ، یو لوی مثبت بدلون رامنځته کیدونکی دی.
دا غورځنګ اولسی غورځنګ دی چی په کی د هیواد ټول توکمونه ، د ژبو ویونکی ، د مذهبونو پیروان ، نارینه او ښځی ، سپین ږیری او ځوانان سره یو شوي او په مخ روان دي. ددی غورځنګ مشرتوب د لوی استاد اشرف غنی له خوا کیږي.
خلک خپل ملاتړ ته په کتو سره ، استاد اشرف غنی ته د راتلونکی اولسمشر په توګه ګوري.
یادونه : دا لیکنه د استاد اشرف غنی د کیمپاین سره کومه اړیکه نلری