بلوچستان د ازادئ په درشل کې !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59585
عبدالقدیر مطفي
دخبریدو نیټه : 2014-05-16


بلوچستان چې ۳۴۷۱۹۰ کیلو متر مربع مساحت لري ۴۲ په سلو کې پاکیستان تشکیلوی ۹۰ په سلو کې  دپاکیستان ګاز دبلوچستان نه استخراجیږي او نور ډير معادونه او منابع لري لکه سره زر  چې دچینایانو او یا هم داسټرالیانو لخوا استخراجيږي .
دبلوچستان مرکز کویټه ښار او یو تر ټولو مهیم او بنیادي بندر دګوادر په نامه هم لري چې پاکیستان ېې دخپل اقتصادي او سیاسي اهدافو لپاره استعمالوي د ګوادر بندر ځکه ډير اهمیت لري چې یاد بندر ددوبی ٫ هانګ ګانګ او سینګاپور بندر سره سیالي کوي .
دیاد بندر امینت او او اجاره دچنیانو سره ده او دا بندر دیو نظامی مرکز په توګه هم استفاده کیږي ځکه ددی بندر نه دهندوستان دابو او هم دهندوستان دحرکتونو نه ډیر ښه کنټرول او لیدل کیږي.
چین دا بندر ځکه دخپل ځان لپاره مهیم او اهمیت ورته لري ځکه دوي دهندوستان سره جدي رقابت لري. او ددي بندر له لیاری د هندوستان ټول نظامي حرکتونه کنترول او لیدلئ شي .
بلوچستان ۹۰۰ مایل ساحل لري چې په یادو ابو کې ډیر غټ معادنونه او دنفتو زخایر موجود دی علاوه ددي نه بلوچستان دپاکیستان داتومي ازمايښتونو مرکز هم وو او تقریبآ په زرګونو  فوځ هم پکې پروت دي.
بلوچستان په ۲۷ د مارچ ۱۹۴۸ د پاکیستان لخوا اشغال شو او مستعمره شو بلوچان په تاریخ کې دا ورځ توره ورځ بولي او په کليو او کوڅو کې دغه ورځ په تورو بیرغونو او پدي شعارانو لمانځي دوي واېې چې دا د تاریخ یوه توره ورځ ده.
 بلوچستان د اشغال نه مخکې ۷ نیمو میاشتو لپاره ازاد او مستقل وو دوي خپله ازادي په ۱۳ اګست ۱۹۴۸ په لمړي ځل یو غښتلئ جشن لمانځلئ وو چې پدي جشن کې یو ازاده او مستقله جرګه چې دوه برخې ېې درلودي د دارالامرا و دارالعوام په نوم نومول شوئ وي چې دا اصل دبریتانیا دمجلس نه کاپې وه !
بلوچستان په هغه وخت کې چې دانګلیس مستعمره وه د ریاستی بلوچستان او ګورنر اینجټ تجزیه په دوه برخو تجزیه شوئ وو او ډيره اسماعیل خان او ډيره غازی خان تري جدا شوي وو او له یوی بلې صوبې سره یو ځاۍ شوۍ وو.
په اپریل ۱۹۵۲ م کې دبلوچستان په اتحادیه کې غټ ریاستونه لکه  کلات ٫ خاران ٫ مکران او لسبیلا شامل شول. او خان کلات ددي ریاست عهده په غاړه واخیسته او خلکو به خان کلات د ولسمشر په نامه یادولو پاکیستان دري کاله بعد دبلوچستان په تجزېې شروع وکړه او د ازادي خوهانو د ځپلو لپاره ېې په لمړي قدم کې خاران او مکران په وین یوڼټ وتړلو او په دوهم قدم کې لسبیلا ېې دبلوچستان جدا کړو او کراچئ پوري وتړلو .
۱۹۵۸ ام کې دپاکیستان نظامې قوو دکلات ښار په توپ وتړلو چې ددي کار سره خان کلات ( میری  کلات ) شدیدآ خساره ولیده او د کورنئ غړي ېې زخمیان شول او خپله دپاکستان دنظامیانو لخوا ونیول شو او کویټې ته راوستول شو.
او دپاکیستان پدي اقدام سره ولسې قیام په ټول بلوچستان کې را پورته شو او شروع شو او سردار نور محمد خان داسپلنج غره ته وختلو او ددي قیام رهبري ېې په غاړه واخیسته او عملآ ېې نظامې مبارزه دپاکیستان دفوځ په خلاف شروع کړه ورسته ورسره د میر نیک محمد خان مینګل او نواب نوروز خان زرکزی هم ورسره یو ځآئ شول او مبارزه ېې پیل کړه.
پدي موقع کې میر مستی خان او میر بهادر خان یو تعداد امریکایان ونیول او دهغوي له لیاري ېې خپل غږ نړیوالو رسنیو او نړیوالو ته ورسولو او او ازادئ غږ پورته کړو.

 


د ازادي غوښتونکو دا تحریک په ډيره تیزئ سره پياوړئ کیدو او او هم اوج ته رسیدلو خو د ازادئ غوښتونکو پلویان هم په نړیواله سطحه او هم په داخلې سطح ډير کم او بطی وه نه هم چا ورسره مرسته کوله او نه هم د ازادي غوښتونکو سره دومره امکانات وو چې دا مبارزه په غټ قوت سره مخکې بوځي .
او په همدي دلیل  دا ازادئ دا حرکت وخت په وخت ضعیفه کیدلو لکه څرنګه چې په کال ۱۹۰۸ کې د انګلیسانو په خلاف جهاد شدت واخیستو نور محمد مشهور په نورامینګل ورسته له دي چې انګلیسانو سردار شکر خان او میر نورالدین خان ونیول او د ګوریلا په نوم نظامي قوت ېېد انګلسیانو باندي یرغل وکړو دغه مبارزه په کال ۱۹‍۱۷ کې دانګلیسانو لخوا ونیول شو او په عمری بند محکومه شو او بیا په زندان کې مړ شو .
پاکیستانیانو د انګلیسانو سره په ګډه بلوچانو ته فریب ورکړو او په همدي فریب په اساس ۱۴ اګست ۱۹۴۷ خان کلات د ویسرا مونت بیټن سره یو ځائ په دهلی کې دمحمد علی جناح سره ملاقات وکړو او په ۱۱ داګست دپاکیستان حکومت دکلات ریاست د یو ازاد او خودمختاره ریاست په نامه وپيژندلو او دنورو ریاستونو نه ېې یو جدا ریاست خطاب کړو چې بیا پدي اساس هغه تعهدات او تعلقات چې برتانیا دنورو ریاستونو سره درلوده  انګلسیانو وویل چې باقې موضوعات به په کراچئ ښار کې دبحث لاندی راولو .
په ۱۹۴۸ کې یوه جلسه دایره شوه چې د اکثریت په پریکړه دبلوچستان ازادي رای ورکړل شوه او په هیڅ صورت کې دپاکیستان فدرایسون بلوچانو ته دمنلو وړ نه وو.
د ۱۹۷۳ – نه تر ۱۹۷۷ جنګونو  کې دپاکیستان ۸۰ زره نظامې فوځيان او دبلوچستان ۵۰ زره ګوریلا په خپلو کې سره وجنګیدل او ډير شدید جنګونه د بلوچانو او پاکیستانیانو ترمنيځ وشول چې په نتجه کې بلوچانو ته ډير زیات زیانونه ورسیدل.
پاکیستان خپل سیاست او زور په بلوچستان ډير کړو ترڅو بلوچستان کنترول او دخپل یو نظامې مرکز په توګه تري استفاده او ګټه پورته کړي. د Asian legal recourse Center د راپورونو په اساس د ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۰۵ کاله پوري تر څلور زرو پورته کسان وژل شوي وو چې دا تعداد په ورستیو کلونو کې څو چنده زیات شوئ دی او په ډيره کچه بلوچان دپاکیستان د فوځ لخوا شهیدان  کیږي او داسلسه دوام لري .
پاکیستان په تیرو اخیرو کلونو کې خپل سیاست دبلوچستان د ازادئ غوښتونکو په خلاف ډير وحشیانه کړئ دی او دازدي غوښتونکو د تښتونو او ووژل له لیاري غواړي چې دبلوچستان د ازادئ دا موضوع دفن کړي لکه څرنګه چې دپاکیستان دفوځ لخوا داګست ۲۰۰۶ کې دنواب محمد اکبر بګټی چې دبګټیانو دقبیلې مشر او دجمهوری وطن ګوند ریس هم ووژلو پدی وخت کې دپاکیستان ولسمشر پرویز مشرف وو چې دفوځ مشر هم وو په ترتیب سره د څه وخت ورسته میر بالاچ ( دبلوچ لیبریشن آرمی ) هم د سپور سیکورتی گارد (SSG) په لاسو ووژلو .
پدي ورستیو کې پاکیستان دبلوچستان زیاد مشران او رهبران او دازادئ غوښتونکو ډلې ډير کسان وژلې او یا هم تری تم کړيدی او ډير هم شکنجه شویدي او تر ډيره زیات ازادي غوښتونکې دپاکیستان په جیلونو کې په مخفي شکل ساتل کیږی او ورسره ډير بد سلوک کیږي ترڅو دازادئ دا نوم دخلکو د فکر نه وباسي.
ډير خلک ورک شویدي او آن مسولیت ېې تراوسه هیچا ندي اخیستې دځینو دکورنئ غړي ورک شویدي چې هیڅ احوال او درک ېې نشته او ډير بلوچان دخپلو خپلوانو پسې سرګردانه ګرځي.
پدي ورستیو کې یو کمیسون د هغه بلوچانو دپیدا کولو لپاره جوړ شو کوم چې په ورستیو وختونو کې ورک شویدي او یاهم له مینځه تللې مګر دپاکیستان فوځ او استخباراتو لخوا د ډير توند او جدي غبرګون سره مخ شو .
)آی ایس آی دپاکیستان دجاسوسئ دا سازمان په سیمه او حتی په نړیواله کچه یو پیاوړی سازمان دی چې ساری ېې لږ موندل کیږي دنده ېې دتوطیو او دسیاسو زیږونه ده د درغو او غولوونکو اطلاعاتو خپرول نارکو تروریزم او ترهګرئ خپرول قتلونه او ورته نور غیر انسانې عملونه او کارونه ٫ وسیله ېې داسلام ٫ مسلمانانو او ازادۍ غوښتونکو نهضتونو پرخلاف او ځپلو لپاره داسلام له مقدس دین څخه ناوړه ګټه او نامقدسه استفاده  (
1 -میر غلام محمد بلوچ د بلوچو ملی حرکت Baloch National Movement (BNM)
۲ـ میر لالا منیر بلوچ
۳ـ شیر محمد بلوچ Baloch Republican Party (BRP)
کله چې کچکول علی د ازادۍ غوښتونکو د ددسیو دکتلو لپاره کار پیل کړو نو دپاکیستان د استخباراتو لخوا Pakistan Intelligence Service لخوا ونیول شو او بیا ورسته په نامعلوم ډول ووژلو شو او بیا به د استخباراتو کسانو دا بهانه کوله چې ګواکې یا هم دا ورک شوي خلک دوبی او یاهم افغانستان ته تللي دی.
نیویارک ټایمز د امریکا ۲۰۱۰ کال د نومبر ۲۳ تاریخ ګزارش په اساس لیکي چې دپاکیستان امنیتې ارګانونه اکثره سیاسي او ازادۍ غوښتونکې شکنجه کوي ددي شکنجې په وجه دا کسان خپل ژوند دلاسه ورکوي .
دیادونې وړ ده چې د اګست په ۲۰۰۹ دوخت داخله وزیر رحمان ملک اقرار وکړو چې ‍۱۲۹۱ کسان بلوچان له زندانه ورک شویدي او دویکلکس د اسنادو په بنسټ ۸۲۰۷ کسان له زاندانو ورک شویدي
د ضیا الحق په دوران کې هم تر ۸ زرو زیات  بلوچان ژوندي ورک شول او بلوچان د نړیوالئ ټولنې غواړي چې ترڅو دپنجابیانو او فارسیوانانو ( ایران ) باید دبلوچانو دوژلو لاس واخلي او دبلوچستان د ازادۍ دا لښکر ورځ تربلې ستر کیږي.
دبلوچانو په باور پدي مسله کې دبلوچانو وژل نور هم دبلوچانو د ژوندي پاتي کیدلو لپاره دا مبارزه پیاوړي کوي او بلوچان مجبوره دی چې خپل ځآن قرباني کړي او حتې ازادۍ غوښتونکو اعلان کړئ چې هیڅکله به دمذاکراتو میز ته حاضر نشي ځکه منابع د بلوچانو او بلوچان خپله وږي او تږي ګرځي.
اوس مهال ډير بلوچان د سیاست په برخه کې فعاله شویدي او The Government of Balochistan in Exile تشکیل ېې جوړ کړئ او خپل سیاسي فعالیت له دي لیاری کوي.
۵ زره  کلن تاریخ لرونکې بلوچان نور نه غواړي چې د یو داسي ملت غلام وي چې په تاریخ لحاظ هیڅ هم ندي ددوي د ورسته پاتي کیدو یو علت بلوچانو تر مینځ غټه بې اتفاقې ده او حتې په ځينو وختونو کې دوي سره خپلو قبیلو کې جوړ نه راځي. او راهبران له یو بل سره چندانه جوړ ندي لکه د ۱۹۸۹ کال انتخاباتو کې د بلوچستان بابا میرغوث بخش یزنجو ناکامي غټ ثبوت دي .