نور می پریږده چی خپل ژوند ته ادامه ورکړم ځان هوساه کړم او دژوند په قدر پوه سم
بسته ملګریه نور دی داتل میړنۍ باتور او غیرتمن په نامه ډیرو غولولم .تازه دپلرونو په توره او دتاریخ په ښکلا ډیر تیریستم داځکه داټوله هغه قدرمنی او منلی کلیمې دی چی افغان یی هیڅ تصور نسی کولای داچی ماتاته دهمدوغو سپېڅلو کلیمو له برکته د رحم زړه درکړی وواو تاته می دیوه صالح انسان او خواخوږی ملګری په سترګه کتلی وه داټول ستا دهمدوغو پاکو او غیرتمنو کلیمو برکت وو چی می د اخلاص غیږه درکړی وه خو تا له ډیره بده مرغه په ډیره ناځوانمردانه ډول زما د ښو څخه منفی استفاده وکړه زما ټولو ښو ته دی یواځی دځان ګټه لټوله هوکې ناځوانه ملګریه تا دغیرت ،توری اوتاریخ په نامه زماټوله شتمنۍ لوټ کړه مګر څه می نه ویل تاماته دیوه ډیرساده انسان په سترګه کتل چون چی په ملګرتوب کښی زه ډیر صادق وم او په اصلی حقیقت نه ومه خبر او زما تاته د دوستی هیله وه خوتادملګرتوب او دوستی په نامه په هغه چالونو کښی راګیر کړم چی ژوند مو پرژوند نه حسابېدی نواوس چی دژوند په پوهیدو او دځان په ګیریدو ښه اګاه سوم نور به ستاددې نجست جاله دخلاصیدو هلی ځلې کوم اوستاددې ستری بې وفایی ټول رازونه به خونثی کوم اوتاته دی هم خیر وی چی دخپلوناځوانه کړونو ثمره به ډیرژر ووینی اوس یی دامید لاره څاره