دا هغه پوښتنه ده چی د ډیرو افغانانو سره ده او ډیرۍ په دې فکر کښی دی چی هغه به کومه ورځ وی چی ددی پرتمین هیواد پر پاکه
غیږه ټوله افغانان دخوښیو شیبی څاری او ټوله یو وبل ته دهیواد دحقیقی مینی مبارکی وایی .
هوکې درنو افغانانو دا ورځ ستاسو په لاس ده او تاسو کولای سی خپل دې پاک او مقدس هدف ته په ډیره اسانی سره
ورسیږی تاسو که په هیواد کښی دخپلو وړونو سره د ورور ولی کار وکړی او په ګډه ددې هیواد په ابادولو کښی ونډه واخلی دابه مو
له یوه اړخه ددی هیواد هغه هیوادنۍ رسالت سرته رسولی وی کوم چی ستاسو پر زیمه دی او هم به مو په دی مشترک اتفاق سره ځان واقعی افغان معریفی کړی وی .
پتمنو افغانانو د افغانستان ډیرونامرادو دوښمنانو او خرڅ سوو غلامانو ددی تاریخی هیواد هرڅه داور خوراک وګرځول او زموږ
دګران هیواد ډیرۍ هغه هستی یی له موږ څخه په ډیره ناځوانمردانه ډول واخیستې کوم چی زموږ دنوی نسل روښانه راتلوونکی یی
تضمینوی او اوس هم داهڅه کوی چی خپل دا ډول کرغیړنی کړنی سرته ورسوی خو که دافغانستان غیرتی میړنی او باتور اولس د
خپلو نیکونو او پلرونو پرپوله قدم کښیږدی او هغه پلرنی برم راژوندی کړی چی دهرغلیم په مقابل کښی یی ځانونه سپرکړی وه اوهم
په یوه خوله دهرهغه چامخه ونیسی کوم چی زموږ جنت غوندی هیوادته دخرابی تمه لری بیانو افغانان کولای سی پخپل ټاټوبی کښی داسی ژوند وکړی چی پسرلی یی و میلمه توبه لبیک ووایی .
هوکې معززو افغانانو افغانستان په دې اورستیو څولسیزو کښی داسی سترافتخارات ودرلودل چی دنړی د هیوادونو ورته دمینی او
عاطفې هیله پیداسوه په تعلیمی برخه کښی دافغانستان دځوانانو لاسته راوړنی دنړی په سطحه په سپورټیز ډګر کښی د افغانانو هلی ځلی
او لاسته راوړنی اوهمدارنګه په نورو برخو کښی دنړی دهیوادونو څخه دافغان ځوانانو ځیرک تیا هغه څه دی چی افغانستان یی دنړی
دسیالو هیوادونو په لیکه کی ودروی چی ددی هیواد داستره بریا ځینوخود غرځه هیوادونو نه سوای زغملای او نه یی هم ددی هیواد دا
تاریخی اوتل پاتې سرښندنی پرافغانانو پیرزو وې چی د ډیرو ممکینه لارو څخه په استفادې یی خپل دچل او فریب دامونه وغوړول او
لاهم پخپل دی نجس کاروبار اخته دی خو ددوی دی په دې ښه سرخلاص وی چی افغانانو اوس خپل دوښمن پیژندلی دی او هم یی اوس
ددوی په ناروا کارونو ښه سرخلاص دی اوس افغانان په دی ښه خبر دی چی پردی ولی دڅه لپاره او په کوم مطلب ددوی ژوند ګواښی
خو دهیواد نامراده افرادو ته دی دایاد وی چی انشاالله افغانان به ډیرژر په خپل اسلامی اعظم افغانی هوډ او حیقیقی غیرت سره دې
ناولو او نجسو اشخاصو ته داسی درس ورکړی چی ددوی دنسلونو سلسلې ته به خاتمه وی او هم به ددوی په ژوند کښی لوی چلنج وی .
هوکې هغه ورځ راتلوونکې ده افغانان یی راتګ څاری