عطاء الله خان حيران
که خپل تاريخ ته زير شو له پيل نه تردې دمه له پښتو سره ظلم پښتنو کړى دى له پښتون سره ظلم پښتون کړى دى همدانن هغه وزارتونه چې وزيران يې پښتانه دي پښتو يې له خپل دفتره شړلې ده يو مکتوب هم په پښتو نه ليکل کېږي
او نه د يادو وزارتونو پښتانه چارواکې ورباندې خبرې کوي، خو ناست د پښتون پرځاى دي دغه پښتانه وزيران ډيراى وخت دا استدلال کوي، زه دخپلې وړتيا پراساس تردې چوکۍ را رسېدلى يم، سمه ده موږ دې په وړتيا شک نه لرو خو دا هم بايد هېره نه کړئ که تاسې پښتون نه وى، نوتر دې ځايه مو راتګ به مو يو خيال و اوبس.
که موږ د نور ورڼو قومونو ښاغلي وګورو چې ددوى سيلان دي البته د موقف له پلوه که نا زموږ يوچارواکى دهغو نه سيال ول او نه به شي، هغوى که مرکې کوي په خپله مورنۍ ژبه يې کوي که ليکل کوي په خپله مورنۍ ژبه يې کوي زموږتش په نامه پښتانه چارواکي نه مرکې په خپله ژبه کوي او نه ليکل زه څنګه او د کوم عدل پربنسټ په دې لس کلنه دوره کې يو پښتون چارواکى دهغوى له چارواکوسره پرتله کړم دا هېڅ د پرتلې وړ نه دي دغه مظراحتيط کاره پښتانه چارواکي چې کله له دندې ګوښه شي بيا پښتانه شي،بيا به ځانونه داسې پښتانه پښتانه کوي چې ته به وايې له کوم بلې نړۍ څخه راغلې دا خو بيخي هغه وزير يا والي نه و کوم، چې د خپل د پښتون په جامه کې د پښتو په مرۍ غلى و،دغه مظراحتياط کاره پښتانه چارواکي هم پرون ذهني غلامان ول او نن يې هم د ذهني او روحي د غلامۍ داوياړلى هار ددوى په غاړه کې لکه د لمرځليږي،دوي د خپلې چوکۍ په خاطر د خپل موقف په خاطر د ځان ساتنې په خاطر له پيل نه تردې دمه د پښتو دښمنان پاتې شوي او دي، موږ نه حق نه تاجک ورور خوړلى اونه هزاره، ازبيک، تکرمن او… له موږ سره ظلم هم خپل پښتون کړى دى له موږ نه حق هم خپل پښتون خوړلى دى او زما د پښتو په مرۍ هم نن او پرون زما پښتون ناست و اوناست دى زه ولې له بله ګيله وکړم ؟ ګناه مې هم خپله ده، زه که دغوظالمانوته ظالم وايم زه خپله هم ظالم يم ځکه که دغه تش په نامه پښتنو چارواکو ز موږ له قوم زموږ له ژبې سره يې ظلم کړى خيانت يې کړى خوماورته هېڅ نه دي ويلي زه چوپه خوله او لاس ترځنې ورته ناست يم او کنځلې مې نوروته کړي که ظالم ظلم کوي او د ظلم نوم ورکول کېږي نو هغه چې ظلم زغمي او سريې همدې ظلم ته ټيټ کړى دي او ظلم يې په ځان منلې دى نو دا خو هم له ده څخه کم نه دى زه نور ظالم نه شم جوړېداى زه نور چوپه خوله نشم پاتې کېداى زه نور ټول هغه اخلاق چې دغه ظالمان يې په پام کې نه ساتي زه يې هم نوره پروا نه لرم ، بس دې ډېر مې دا جبر په سر وګرځولو نوربس دى، موږ ته تل ويل شوي تاسې احساساتيان ياست تاسې نه پوهيږئ ځوانان ياست او س دې ته کوم کلى ورکړم،
د مخابراتو د وزير په پاڼه کې مې ولوستل: “اوسمهال زموږ ګران هېوادوال کولای شي چې د دغه سپوږمکۍ کې له طريقه لس افغانى ټلويزيونه ملي، اريانا، اريانا نيوز، خورشيد، يک، نګاه، شمشاد، لمر، طلوع او طلوع نيوز او دوه نړيوال تلويزيونونه بي بي سي فارسی او فرانس ۲۴ په ټول افغانستان، مرکزي آسيا او منځني ختيځ کې په شفاف ډول وګوري.
عجبه ده، په لسو ټلويزينونوکې يوازې يو پښتو، دې ته وايې انصاف دې ته وايې ملي يوالى يو خوټول د ګوتو په شمار پښتو چينلونه لرو اوله بل خوا مو د مخابراتو محترم وزارت محترم وزير داسې انصاف راسره کوي زه افسوس کوم .
ښاغلى وزير! پښتو ټلويزيون، ژوندون ټلويزيون، کابل نيوز ټلويزيون او وطن ټلويزيون ولې دوى په کې نه ځايدل؟ که اجازه يې نه درکوله چې خيال به کوې چې ملي يوالى په نظرکې وساتې څنګه دې زميرمني څنګه ځان ته پښتون وايې او څنګه به ځان ته افغان وايې او په کوم ايمان ځان ته مسلمان وايې ستا دا کړنه په هيڅ چوکاټ کې نه راځي اوس ته هم د مظلوم او دچوپ اکسريت له خاموشۍ نه ګټه پورته کوې ؟
ښاغلى وزير په اساسي قانو کې راغلي چې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي که کوم حقوقي مشاوير لرې ورنه وپوښته چې ولې پښتو او درې او ددې حقوقي اړخ را وسپړه څه مانا؟
خو ستا ټولې مخابراتي شبکې چې ښه ورباندې خبريې وايي( د خپلې خوښې ژبه وټاکئ د دري لپاره ١ تڼۍ ته زور ورکړئ او د پښتو لپاره ٢ همه تڼۍ ) ولې ښاغلى وزير؟ څه ځواب لرې کنه؟
دې ته ورته ډېر شيان دي چې تا ورباندې سترګې پټې کړي دي خوهغه وخت موږ ويل چې خير دي وزير پښتون دى پروانه کوي موږ نه وخبر چې ته د پښتون په جامه کې داسې يوڅوک يې چې زموږ په خيال اوفکر کې نه ګرځيدې زموږه همغه چوپتيا اوستاهمغه زړه نن دې دا کانه هم راوکړه.
په دې هکله به يو پښتون هم چوپه خوله نه پاتې کېږي موږ د خپل حقه حقوقو لپاره له سر او ماله تېريږو
خو خپل حق به دهرظالم له ستوني او باسو دا حساب به هم درسره کوو او دپرون حساب هم. څوک چې ستا په دې نا انډولي سترګې پټوي هغه که ستا مامور هم وي زما ورباندې غږ دى چې همدانن راپاڅه هغه ژبه ته چې ورته مورنۍ ژبه وايې او ته چې پرې خبرې کوې له دې ظالمانو نه يې وژغوره
موږ به خپل مدني حرکت ته دوام ورکو او تاسره به ددې حساب کو
دفتري کار ټول په فارسي دى
خواره پښتويمه جګړو ته مې ساتينه