په زغرده ويلائ شم. چى پاكستان او ايران دواړه د عبدالله د كاميابولو په كوشش كى دي. ځكه
- د عبدالله راتگ به د طالبانو جنگ ته د قانونيت بڼه وركړي. جنگونه به وغزيږي.
- د ډیورند کرښه به درته په رسمیت و پیژني. تاسو به لا د فیل په غوږ ک بیده یاست.
- پدى نا امنيو كى هم د شمال ټلوتله اقتصادي گټه او همسايه، بسیج او سپاه او اى ايس آي معافيايي كړى به غوړ غوړىگرزي. د كانونو ايستل به وي او حساب كتاب به نوي
- دا رانبيل او چانبيل بچيان به دوا ړو خواوو ته مري.
- د عبدالله راتگ به د جنوب خلک ذليله شي.
- عبدالله ، د فاشيست، پرچمي، شعله، سيكولارانو نه د خارجه وزات ډك كړ. په ٣٠٨ كسانو کی ٩٨ فيصده د شمال او پرچم نمايدگان مقرر كړل.
- په وزارت خارجه كى او د عبدالله وخت كى د حزب اسلامي په كسانو مكمل بنديز وو. اوس يي په نوم څو د اي ايس اى اجيران چى هم ځان ته حزبيان او هم د پاكستان شناختى كارډونه لري د اي ايس اى په مين ځگړتوب د عبدالله سره د گوتو په شمير را يو ځای شول. او دابه ملت يو بل ناورين ته دننه كړي. دى حزبيانو دا كار د خپلو يا خپلو بچيانو د كار ساتلو او يا دوى ته د كار ضمينى مساعدولو پخاطر كړى.
- افغانستان كى جنگ غزيدل، پاكستان ته أمن راوستل. د ايران توكى په مافيا يي توگه بازار كى خرڅول او افغانستان نه د پاكستان بكيارد جوړول.
- د پاكستان هيلىكوپترى به په ازاده د افغان مناطقو چى طالبان به يي نيسي گرزي.
- زابل جلال اباد او كندهار كى به كلداره. هرات او هغه منطقه كى به په تؤمن خريد كوى.
- تجاران به پيسي بيرته اوباسي. یان جی او ګانی به په یوه بهانه او بله بهانه یوه یوه خپلی پښی سپکوي.
- وهلم جراً. د صفر نه به لاندى رالويگو او همدا څو كسان به درته مزى او چړچی كوي.
- امرکایان به نیغ نیغ په هرځای کی درته ګرزي.
فقر او بد بختي به بيرته د ملت په نصيب شي. د عبدالله راتګ به د افغانستان ناامنیو لپاره یوه بله مقدمه وي. نور مو خپله خوښه.