پښتون تر استعمار لاندې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59618

دخبریدو نیټه : 2014-05-20

 

 

په تېر ۱۲کلن تاريخ کې چې د پښتون له قوم سره کومه جفا او زياتی شوی، دا به د تاريخ پاڼې ليکي، خو په هغه صورت که د تاريخ لیکوونکي مو د لاندې ذکر شويو اشخاصو، او ګروپونو څخه ژوندي پاتې شي.

 

پښتون قوم، چې همېشه يې د اکثريت نارې وهلي، د لاندې ذکر شويو څو اشخاصو له لوري په تېر ۱۲ کلن تاريخ کې تر استعمار لاندې و، پښتون د همدوئ له لاسه ترور شوی، مشر يې بې ابرو شوی، ميندې يې په سرو سترګو کښېنولي، ځوانان يې ټوپک راخيستو ته مجبور کړي او خپله يې د زمردو او یاقوتو قچاقبري کړې، شرکتونه يې جوړ کړل، بلندمنزلونه يې واخيستل، نسلونه يې تعليم يافته کړل، د نړيوالو څخه يې لوی قراردادونه پدې نوم واخيستل چې دوی (پنجشيريان) دي.

 

لاندې ليست په غور وګورئ او لږ شان تم شئ، چې آيا په تېر ۱۲کلن تاريخ کې پښتون قوم دومره مشرانو په دې حکومت کې دنده اجراء کړې؟

 

1.مرحوم محمدقسيم فهيم ته ستره د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه، څو کاله د دفاع وزیر و، او شاوخواء ۴ کاله د جمهور رئیس لومړی معاون


2.احمدضياء مسعود پوره پنځه کاله د جمهور رئيس حامدکرزي لومړی معاون


3.امرالله صالح څو کاله د ملي امنيت د لوی رياست عمومي رئیس


4.عارف سروري څو کاله د ملي امنيت د لوی رياست عمومي رئیس


5.محمديونس قانوني لومړی د کورنيو چارو وزیر، د پوهنې وزیر او اوس د جمهور رئيس لومړی مرستيال


6.د محمديونس قانوني ورور شريفي د تفيش د ادارې رئیس


7.جنرال حسام الدين حسام د ملي امنيت لوی رياست لومړی معاون (دکالونو راهيسي)


8.جنرال بسم الله خان محمدي د کورنيو چارو پخوانی او د ملي دفاع اوسنی وزیر


9.جنرال کرام الدين د پنجشير پخوانی والي او د المپيک اوسنی لوی رئیس


10.ډاکټرعبدالله عبدالله د بهرنيو چارو پخوانی وزیر


11.مستور د ډاکټرعبدالله عبدالله خوريې د مالي وزارت معين


12.نور ډېر زيات سفيران، جنرالان، څارنوالان او معينان لري.

 


دوی د پښتون پر سر قدم کېښود او ځانونه يې تر اسمان څلو ورسول، ولې زموږ مشران يا له منځه ولاړل يا په کور ناست دي، څوک يې پاڼه هم نه اړوي، زموږ کدرونه په کور زاړه شول ولې د دوی ترجمان (صالح) د ملي امنيت لوی رياست تر څوکۍ ورسېد، موږ که کوم پښتون وزیر لرو، د پنجشيري معين په مخ کې تيزه خبر نه شي کولای، ځکه چې هغوئ هويت لري، پنجشيريان اوس د هېواد اصلي مشران ځانونه بولي، د اف قدرې ورته تر خولې نه شي وتی، که ووځي بيا د لومړي معاون نيولې تر بسم الله خان محمدي ټول پاسېږي او دا ټاپه لګوي، چې فلانی د ملي يووالي په زیان دی، ملي يوالي ته صدمه رسوي، ولې که ددوی ولسوالۍ (پنجشير) ته وکتل شي په تېرو دريو ځلو ټاکنو کې دوی د خپل نفر (عبدالله عبدالله او له ده مخکې يونس قانوني) نه بغير يې بل چاته رايه نه ده ورکړې، پوښتنه دلته پکار ده، چې څوک د ملي يوالي خلاف دي، پنجشير که پښتون؟

 

زه د پنجشيريانو پر وعدو اعتبار نه کوم، ځکه دوی همېشه د بل له سر څخه سپر جوړ او ځانونه يې پرې ويستي، د بن په غونډه کې يې استادبرهان الدين رباني يوازې د مشر په صفت ومنلو او ټول هغه امتيازات چې بايد رباني تر لاسه کړې واي دوی تر لاسه کړل او ځانونه يې مطرح کړل، دوی (پنجشيريانو) نه يوازې دا چې پښتون قوم سره جفاء کړې، بلکه ازبک، تاجک او هزاره قومونه هم ترې نه دي پاتې هغوئ يې هم شاربلي.

 

ای پښتونه! ويښ شه، راتلونکی وټاکه کنه تر عمره به معدون پاتې شې.

 

وېښ پښتون