دافغانستان جمهور رئيس حامد کرزی د آسیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اعتماد د پیدا کولو یا \"سیکا\" په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره د چین هیواد تللی. درسینو له قوله چی دی به د دغه څلور ورځيني رسمي سفر په لړ کې د چین له جمهور رئيس او د هغه هېواد له نورو چارواکو سره وګوري او له هغوی سره به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ټينګښت او پراختیا او سیمه ییزو مسایلوهم په اړه بحث وکړي.
دیادولو ده چې ( سیکا ) یا دآسیایی هیوادونو ترمنځ دهمکاری او باور پیداکولو سازمان غړي هېوادونه عبارت دی له آزربایجان ، بحرین ، چین ، مصر ، ایران ، عراق ، اردن ، قزاقستان، قرغیزستان ، تاجیکستان، پاکستان ، فلسطین، اندونیزیا ، ، جاپان ، مالیزیا، متحده عربی امارات، ازبکستان، ویتنام ، بنګله دیش څخه چی مالیزیا، قطر ،فلپین ، سریلانکا اوکراین او امریکا په کی دڅارونکو په توګه ګډون کوي .
غړي هیوادونه په خپل مینځنکې ګډې ګټې او ګډې ننګونې لري. په دې سیمه کې چېرته چې دغه هیوادونه موقیعت لري ستر فرصتونه شته او داسې ښکاري چې ۲۱مه پیړۍ به دآسیا دغړو هېوادونو پیړۍ وي ځکه چې په دې سیمه کې ستره انرژي پرته ده، روزل شوي او په کار پوه ځوانان لري چې دښه ځواک خاوندان او ستر نوښتونه یې رامنځته کړي دي، له دې امله ټول دغه هیوادونه باید په یوه موټیتوب سره له دغو فرصتونو څخه دخپلو هېوادونو او خپلو خلکو په ګټه کار واخلي.
دغه هیوادونه کولای شي چې دیوبل له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره په سیمه کې په ګډه امنیتي ننګونې له منځه یوسي ځکه چې په سیمه کې دثبات ټینګښت په نړۍ کې دثبات دټینګښت لاملونه برابروي او دبشریت دبقا سبب کیږي.
یاده دی وي چی په ټوله نړۍ او په تیره بیا په آسیا او سیمه کی داسی ننګونی لکه لوږه، بیکاري او دهوا دبدلون وجود لري چې که په اړه یې دهیوادونو ترمنځ ګډه همکاري ونه شي او پروړاندې یې په یو موټي توګه عمل ترسره نه شي نو له شک پرته چې زموږ سیمه او نړۍ به دښې راتلونکې زیری له ځان سره ونه لري.
تراوسه پوری چی د(سیکا ) له جوړښت څخه لس کاله تیریږي داسی بدلون چی ددغو هیوادونو په ملموسه ګټه وي او په سیمه کی دسیاسي ثبات او ودی سبب شي په نظر نه راځي خوپه هرصورت دغه ډول غونډی دهیوادونو ترمنځ داړیکو دپیداکولو لپاره زمینی مساعدوي. چی ښه بیلګه یی دافغانستان او چین دهیواد ترمنځ اړیکی دي . په اوس وخت کی چی په افغانستان کی نوی سیاسی بدلونونه په لاره دي ، نوی حکومت به دټاکنو په پایله کی جوړیږی او دناټو هیوادونو جګړه ییز ماموریت به دسږنی عیسوی کال ترپایه پوری ختمیږی نو له چین سره دافغانستان اړیکی ډیری دپام وړدي . دهیواد چارواکی په نړیوال سیاست کی دانډول درامینځته کولو او دسیمی دمهمو هیوادونو له فرصتونو اوامکاناتو نه داستفادی په موخه په دی اړوند کلک ګامونه باید واخلی .
چین هغه هیواد دی چی اقتصادی شنونکی یی دنړۍ راتلونکی ستراقتصادی توان بولی او ان چی اوس دغه هیواد دلویدیز او ختیز بازارونه اشغال کړي دی په همدی توګه له افغانستان سره دیوه ګاونډی هیواد په توګه ستر اهمیت لري. دوریښمو دلاری دبیا رغیدو، دعینکو دمسو دکان دچارو دعملی کیدو او استحصال او ګټی اخستنی او په نورو اقتصادی پروژو کی دچین هیواد ګډون دافغانستان لپاره ډیر مهم دي چی ددغه هیواد همکاري په دی برخو کی باید نوره هم راجلب شي.
په هغه کتنه کی چی دهیواد جمهور رییس دچین هیواد ددولت له مشر سره شوی په ډیرو برخو کی دهمکاری ژمنی شوي چی دعملی کیدو په صورت کی ښی پایلی درلودای شي . خویو ټکی چی دافغانستان لپاره ډیرمهم دی هغه دادی چی دغه اړیکی په داسی حد کی باید وی چی افغانستان یی هضم کړای شي یعنی داسی نه شی چی خدای مکړه موږ ته په راتلونکی کی سرخوږی جوړ کړی . دچین هیواد سره له دی چی اقتصادی پراخ امکانات لري او د واټن له اړخه نورو سترو هیوادونو په پرتله له موږ سره نږدی دی خو دغه هیواد کی اوس یو ایدیالوژیکی ګوند مسلط دی او دچین کمونست ګوند ددغه هیواد رهبری په غاړه لري سره له دی چی دوی په خپلو تګلارو کی بدلون راوستی خوبیاهم دغه ګوند او په ټوله کی دچین هیواد دځان لپاره خاصې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې او برنامې لري چی دافغانستان دولت باید ورته پام وکړی اوخپلی اړیکی په داسی حد کی وساتی چی خدای مکړه زموږ پخوانی تجربی کومی چی مو له شوروی اتحاد سره په اړیکو کی درلودی بیا تکرار نه شي او دا دهیواد په سیاستمدارانو پوری اړه لري چی څه ډول کولای شی په دی اړه دافغانستان په ګټو ولاړ یو سیاست غوره کړي