څو ورځي وړاندي مي دطلوع تلویزیون دیوخبریال څخه ډېرزړه موړسو اوپرپښتوژبي باندي ډېره ژړا راغله، افسوز د پښتون پرحال باندي، چي اکثریت مړه دي ځني په روهي تکلیف اخته سوي، ځني شعوري اوغیرشعوري خرڅ سوي اوځني نور ړانده اوګونګیان سوي دي، که دګوتو په شمارڅوک وي هغه خواران په یواودووتنوباندي څه کولای سي، پوښتنه ئې د ښاغلي امرخیل صاحب څخه داسي وکړه چي تاسي ولي په فارسي ژبه خبري نه کوي (جواب نه وائې)؟ هغه په جواب کي ورته داسي وویل: چې زه دا مسلم حق لرم چې په خپله مورنۍ خوږې ژبې باندې وغږیږیم. دامرخېل صاحب په جواب ډېرخوښ سوم دداسي خلګوسیوری دي الله تعالی دپښتوڅخه نه اخلي! اما داخبره مي زیروي چي ولي یوپښتون دداسي ګواښونوسره مخ دی؟ ایا داد پښتنوهیوادنه دی دلته موږهیڅ ددې هیواد یوه لویه نه تشکیلوو...؟ دافغانستان اساسي قانون پښتوژبي ته رسمي ژبه وایې اویودبل په لمسون راپارېدونکی بیاخلګ دپښتو ویلوڅخه راګرځوي، دافغانستان اساسي قانون لومړی فصل شپاړسمه ماده: دپښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي، نورستاني، پامیري اوپه هیوادکي دنورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو اودري د دولت رسمي ژبي دي.(د شپاړسمي مادې لومړۍ حصه). که چیري یوافغان چي خپل وجدان اوغیرت ئې خرڅ کړی وي، اوداسي پښتني مطرح کوي، نوپه جواب کښي ورته وویل سي چي: دري اوپښتو دواړي رسمي ژبي دي، ته ولي په پښتونه ږغېږې؟
زه دیونالوستي اوکشرپښتون په حیث بایدووایم چي نن هغه ورځ رارسېدلې چي ټوله پښتانه په یواتفاق اویوآوازسره دخپلي مورنۍ خوږې ژبي دفاع دخپل وس مطابق وکړي، اوچاته دومره حق ورنه کړي چي پرپښتوباندي نیوکي وکړي اودپښتو وینا څخه خلګ منع کړي، ددوی موخه داده چي په دې شان په کراره کراره پښتوله منځه یوسي اوپردې باندي کارڅه دپاسه ۱۱ کاله دمخه شروع سوی دی.که څه هم ترډېره بریده دوی بریالي سوي چي د دولتي کتابونوڅخه پښتوژبه لیري کړي، اوموږپښتانه صرف په دې خبره خوشحاله واوسوچي ملي سرودپه پښتواورئیس جمهورموپښتون دی، که داسي کړني رواني وي اوموږهم داسي چپ پاته وو، هغه وخت به هم راسي چي داهم له منځه ولاړسي. ځکه چي هغوی موږدپښتو ویلو څخه منعه کوي په دې اساس چي هرڅه مخکني اړیني کړني هغوی ترسره کړي اواوس غواړي چي پرپښتوویلوڅخه موراوګرځوي ځکه چي په موږکي هغه جوش اوجزبه نه ویني چي دخپل حق غوښتنه وکړو، موږاکثریت هغه سرټمبه پښتانه پاته یوچي تراوسه لاپه خپل منځي اختلافاتوبوخت یو، هغوی ددې موقې څخه په استفادې سره خپلونااهله اونارواو مقاصدوته ښه بې تکلیفه ورسېږي اورسېدونکي دي. موږ پرېږده چي پخپل منځ کښي پر خپلولهجوباندي وجنګېږو، څوک وای ستالهجه معیاري نه ده، ښه که زه ووایم سهي داستالهجه معیاري ده تاتراوسه څه دفاع دپښتو څخه کړې اوڅه شی ترمازیات په ذهن کښي لرې چي په هغي سره د داسي ناوړه ګواښونو مخه ونیول سي؟ خدای ته وګورئ نوربس کړی داپالتواختلافات! اوس وخت ددې نه دی، لومړی خوپښتوخپله کړئ دانوري مسئلې به په خپلومنځونو کي په کراره حل کړو.
راځئ چي نن داهوډ وکړوچي نورهرڅه به هېرکړولومړی ددې ناروابه هیرچي پرموږ راروان دی اوخپله مورنۍ خوږه ژبه موراوژني، ددې دفاع په پښتني غروراوپښتني غیرت سره ټوله یوشان وکړو.
ستاسي کشرورور مسعوداغا هاشمي