الم سوره وکیلان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59636
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2014-05-22


 
  وکیل هم غلا کوي هم یې وي کڼه غزا
 هم د بل حق خوري هم یې وي هاها
 ددې الم سوروتورلمي دي خدای ساته
 ګونډې د بل په نس کې لا دده وي واویلا
***
د دولت په مال دلته د غلو شورشر دی
 دوکیل او قاضی په رشوت اشر نشر دی
 ددې نظام تهداب ایښی دی کوم جنوب
 ځکه د ملت په غنمت مالوګډ غر پر دی
***
غله وکیلان سوي خورامعتبر
 ځانونه یې غصب ته کړي خورا ببر
 لستوڼې یې بډ وهلي دچور لپاره
 وایي همدا وخت دی خورا برابر
***


هریو ترخپلي ګټې د بل دی یار
 چې ګټه یې نه وي بد دی تر اغیار
 په جار او قربان دچا مه ختا وځه
 د دې فریبي دنیا دی دا کاروبار