هېواد باید پخپله تجزیه نه کړو!‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59647
جمال ناصر اصولي‎
دخبریدو نیټه : 2014-05-24

 

 



د هېواد فدرالي کول د تجزیې مانا ورکوي. ځینې افغانان چې د مادیاتو یا په لاشعوري ډول د ډاکټر عبداله سره یو شوي دي ، پدې نه پوهیږي چې هېواد به د تجزیې نوي پړاو ته داخل کړي. بیا به همغه د سقاو د زوی حکومت وي، چې لومړنی فرمان یې دا و ( بودانه بازي و مرغ جنګي ازاد است ).
هره کوڅه به د لنډغرو او فاشیستانو ډکه وي، څوک به خپل عزت او عفت خوندي نه بولي، پوځ او پولیس به د یوې ولسوالۍ د رهبریت لاندې د نورو قومونو پر ضد جنګوي، حال دا چې نوموړي ځواکونه د هېواد د سوکالۍ لپاره روزل شوي دي.
هغه مړه سترګي افغانان چې د یوې مردارې مړۍ لپاره د داسې یوې ډلې سره یو کیږي چې، په لومړي قدم کې به راته د ډیورنډ مرداره او د زور کرښه په رسمیت وپیژني او هېواد به د یو غیرې متمرکز نظام په لور بوځي، ځان د پوه کړي چې د هېواد اصیل بچیان نه دي، ځکه په لوی لاس خپل ټاټوبی د هغې اژدها په خوله کې ورکوي چې د همدې اصیل ټاټوبي د ورانولو او تجزیه کولو لپاره په کلونو ویښ پاتې شوي دي.
تر کومه چې زما فکر رسیږي، هغه اشخاص چې دغې ډلګۍ سره یو شوي دي، یا د ای اس ای او یا هم د ایران.... لاسپوڅي دي، کنه یو څه یې په اړه پوښتنه وکړئ!!!
موږ ته دا مهمه نه ده چې غني پښتون دی یا تاجک، مګر مهمه دا ده چې غني باثباته یو موټی ، متمکز افغانستان غواړي، ډیورنډ ته یوه توره او د جبر کرښه وایي، او همدا شان اداري فساد د جرړو ایستلو هوډ یې کړی دی. که دا ښیګړې په ډاکټر عبداله کې وای نو حتمي ورسره یو کیدو.
غني د هیواد لوړ او قهرمان شخصیتونه احمدشا بابا، میرویس نیکه، غازي امان اله خان.... بولي او عبداله بیا دا کار نه کوي ځکه، د ده لپاره د سقاو زوی تر احمد شا بابا په لکونو واره بهتر دی، ده ته د خپلې ډلګۍ غل د میرویس نیکه څخه بهتر دی، او دا چې د هېواد ملي او لوړ شخصیتونه ورته د چنګېز او سکندر اولاده ښکاري.
غني د علمیت په دایره کې غږیږي، اما عبداله بیا د ټوپک په شپیلۍ کې ملت ګوري، غني ولسواک نظام غواړي، او عبداله بیا د شورایې نظار سیورې ته ولس کینوي.
اوس هېواد د یوه ډېر تاریخي پړاو څخه تیریږي، هر افغان که په هر قوم او ټبر پورې تړلی وي باید خپل ړنګ او دربدر ټاټوبی د هغو ښامارانو څخه وژغوري چې تل یې د همدې خاورې د ناسور لپاره خوله او ژبه په زهرو ککړه ده، او پرېنږدي چې یو وار بیا مو تورسرې او ماشومان په نورو هېوادونو درویزګري او بوټرنګي وکړي