فقيرغني (٢)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59657
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2014-05-25


د تېرې جمعې په ورځ ډاکتر اشرف غني د جمعې د لمانځه د ادا په پاره يوه عادي او سيميز مسجد ته ننوت نه ورسره يو لښکر ساتوونکي ول او نه هم ډله ژورنالسټان او کيمرې تر ډېره يې په څنګ کې ناست لمونځ کوونکي نه ول خبر چې دومره ستر شخصيت يې تر څنګ ناست دی ، غني د خپلو فقيرانو وروڼو او اولادونو په څېر و نه يې جامو کې کوم خاص توپير محسوسېده او نه يې کوم بل څيز تر خپلو خوارو غريبو وروڼو فوق العاده برېښېده ، نو ځکه يې تر څنګ ناست لمونځ کوونکيو پرې د ځان په شان د فقير ګمان کاوه ، نه غني لومړي صف کې کښيناست او نه هم د غني په خاطر د جومات لارې او کوڅې چا بندې کړې٠
 د غني سياسي رقيبانو او يا د يو موټي افغانستان دښمانانو چې د غني دغې روا کړنې ته هر ډول سياسي رنګ او توجې ورکړه او يا يې ورکوي دا د هغوی خپله اخلاقي او انساني نيمګړتيا ده ، شرعه ظاهر ګوري باطن د خالق تعالی کار دی٠
 مګر يو حقيقت بايد هير نه کړو او هغه دا که فرض کړو چې د غني سياسي رقيب او د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ښاغلی ډاکتر دوځلې عبدالله د لمانځه د ادا دپاره کوم مسجد ته تللای څومره ساتوونکي ، موټران ، ژورنالسټان ، کيمرې او٠٠٠٠٠ به ورپسې وای ، ايا په مسجد کې به له لمونځ کوونکيو د ډاکتر عبدالله ساتوونکي او محافظين ډېر نه وای ؟
 ايا لومړي صف ته به راښکل شوی نه وای ، د مسجد لارې او کوڅې به تړل شوې نه وای او ايا د معطر ډاکتر صاحب دوځلې عبدالله د لوکسې دريشۍ ، نيکټايۍ ، بوټانو او٠٠٠ او د خوار غريب لمونځ کوونکي د لباس تر منځ به ځمکه او اسمانونه دومره توپير نه وای ، ايا ډاکتر عبدالله به د خپل څنګ غريب ، خيرن او د خولو ډک لمونځ کوونکی لکه د ډاکتر اشرف غني غوندې په خپلې سينې پورې جوخت نيولی وای٠
 د ډاکتر اشرف غني دغه نيکه کړنه که سياسي رقيبان د کمپاين برخه بولي ، دا د هغوی خپله ګنا ده مګر په ښه کار کې نه شرم شته نه عيب ، فقيرغني هماغه بې ريا انسان دی چې وايي \" که د ماموريت په وخت کې مې کالي او جامې له پينځو جوړو زيات شول نو پوه شئ چې غني خيانت کړی٠