زما ځوانه زما دسترګوتوره زما دګران اولس دزخمي زړونو ټکوره او زما دګران هیواد دپرتمیني غېږي اتل بچیه دنورو غوندي مو مه مایوسه کوه .
او زموږ ژوندي امیدونه او ویښي ارادې په اوبو مه لاهو کوه ځکه ته ځوان یې ته دیوه ډیري لوي ټولني رامنځته کوونکی یې او ته دنړۍ درنګینیو پرسترمخ واکداره یې.
ځوانه ستا ځوانی داور کوه ده دلېونتوب مرحله ده او د عشق فلسفه ده چی همدا درې علتونه دي مغرور نکړي او مه هم دخپل ځان لپاره تراولس اوخاوري برتري ورکوه ولي چی ستاخوار او مظلوم اولس ستادخدمت لپاره لاره څاري او ستاهیواد ستالپاره دتل پاته افتخاراتو غوښتونکی دی نو ځوانه خپل د ګران اولس او پرتمین هیواد تقاضاوي مه مړاندي کوه .
ځکه ته اوس دنړۍ پرمخ دباچاه رول لری ته دنړۍ پر غېږه دیوه لویې امپراطوري د کنټړولر حیثیت لری نو قربان دي سم مه مغروره کېږه او دژوند څخه مه بېځاره کیږه چی خلګ دي یو وخت هم په ښویاد نه کي .
بلکی ځوانه د زړونو خواخوږې او دانسانی زړونو شهینشاته نور زړونه خپل کړه ته نور ژوند ته تغیر ورکړه اوته دیوه نوی بدلون او قوی حرکت پرلور خوزښت وکه ترڅو نوم دي تل پاتی او یاد دی تل وي .
ګرانه او معززه ځوانه ته که دنړۍ پرهره ګوښه یې او دیوې لوېشتي ځمکي غوندی احاطه دي هم نیولې وي بیاهم ځان دانسانی قرامت پراساس شرف او عزتمن وساته خلګوته کاروکه ، خاوري ته سوکالي راوله او ژوندته مثبت بدلون وروبخښه چی دا ستره بریابه ستاپه ژوند کښی یونوی انقلاب رامنځته کوی.
ته دهغه خلګو غوندي چی دژوند څخه مثبته استفاده نه پورته کوي ، اولسونه ورته احترام نلری ،خاوره چی دمور حیثیت لری ورته کوم ارزښت نلری او تردې ټولو ورته مالي امتیازات دخپل ځان لپاره ښه وي او دخپل ځان لپاره یی وړبولي ځان ترې جلا او لاره ترې بېله کړه ترڅو یو وخت هم په ژوند کښی په منفی پدیدو نه وې یاد سوی.
ځوانه :ــــــــ اې ځوانه :ـــــــ دځوانۍ ډیره ستره مرحله مي درباندي پېرزو ده خو په دې امید چی ته به زړونه ټکوروې ته به وحشت اوبربریت له منځه وړې اوته به یوه لویه او مهربانه څېره له ځانه جوړوې ترڅو زموږ پاک او سپېڅلی امیدونه سم تعبیر سوی وي او هم مو په راتلوونکی کی سمه تقاضادرڅخه کړې وي .
نو ګرانه او ښاغلې ځوانه نور به موږ درته مبارکی وایو چی ته ځوان یې کارکولای سی او دخدمت کولوښه وړتیا لرې نو درته مبارک دي وی دهیواد واګی په لاس کی واخله او حقیقی هدف ته لاره پرانیزه چی په دې برخه کی به دي موږ ملګري یو ستابه ملا درتړو او موږبه دي ترشاولاړیو ترڅو زموږسترامیدونه اوستاپاک هدفونه په ښه توګه سره بریالي سوي وي چی داکار به دژوند دتل پاته کیدو امید راته راوبخښي چی همداسي به وکړو هوکې ته یې اوس امادګي ته ځان چمتوکړه