خلک غني مني خو باید؟؟؟؟؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59660
ماخان
دخبریدو نیټه : 2014-05-25


 له څه مودې راهیسی مې زړه کیده خپلې ځینې تجربې د ډاکټر صیب اشرف غني له ټیم او پلویانو سره شریکې کړم خو د یو لړ نزاکتونو او محدودیتونو له امله زړه نازړه وم اوس چې دویم پړاو ته ټاکنې اوښتي او ټاکنيز کمپاینونه هم پيل شوي نو ځان ملکف ګڼم چې یو څو مهم ټکی له تاسې سره شریک کړم.
دا چې د ۲۰۰۹ کال ټاکنو پر مهال مې لومړی د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې او بیا د ټاکنيزو شکایتونو په کمیسون کې دنده لرله، غواړم خپل آواز د غني پلویانو ته ورسوم، ګوندې غوږونه پرې کاڼه نه بلکې وای وري؛
 له تمهیدي خبرو تیریږم، رسا موضوع ته ځم او خبرې لږ سپینې وایم، څوک دې خوا نه پرې بدوي.
د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د ډاکټر صیب غني د ټیم ډیری غړي بې کفایته او ضعیفه وه خپله د ډاکټر صیب تصمیمونو ډیری نواقص او ستونزې درلودې، د بیلګې په توګه به د نوموړي د ټاکنيز کمپاین له مسؤلینو او کارکونکو څخه یادونه وکړو، دې ښاغلي هغه مهال زیاته تکیه په خامو خشتو ځوانانو او په ځانګړي ډول په فرهنګیانو کړې وه، نوموړي په شمال کې د خپل ټاکنيز کمپاین چارې د ذبیح الله احساس په نوم ځوان ته ورکړې وې، په کندهار کې یې واګې محمد یار یار سره وې او په لویه پکتیا کې، چې د جرګو او مرکو ټاټوبی ګڼل کیږي، د ټاکنيز کمپاین مشري د ماهره احمدزی په نوم یوې میرمنې کوله او همداسې نور درواخله.
زه ددې ښاغلو او آغلې په وړتیا کې شک نه کوم خو زمونږ ټولنه قبایلي او په دودونو ولاړه ټولنه ده، دلته د ځوان خبره خلک سمه نه اوري د هر ډول پریکړو واک د دکورنۍ او خېل له مشر سره وي، ښځو خوارانو ته خو د لومړی درجې په انسانیت هم ندی څوک قایل ولو که له عقل نه ویښته ولې برمه نکړي.
دویم د ډاکټر صیب غني ټیم له مسلکي پلوه ډیر له ضعیفو او کم تجربه خلکو نه ډک وه، نه یې سیاسي کمپاین خوندور وه او نه یې عامه پوهاوئ، نه د شکایت کولو په طریقه پوهیده او نه یې له خپلو شکایتونو څخه د دفاع توان لاره، دا چې کمیسون کې به شکایتونه پخپل وار څیړل کیدل، کله به چې د غني د ټیم د یوه شکایت د څیړلو وخت راغی او ورسره به دې اړیکه ونیوله، اول خو به دې ټلیفون ته چا ځواب نه وایه که به یې ټلیفون پورته هم کړ نو په دومره بې تفاوتۍ به یې خبرې کولې لکه یوې غلطې شمیرې ته دې چې زنګ وهلی وي.
تجربو ثابته کړی، د یوه هیواد د اکثریت ملیت بې ځایه غره توب او د ځینو مهمو مسایلو چې ددوی بود او نابود ورپورې تړلی وي، په وړاندی ددوی بې پروایي ددغه قوم په نابودۍ کې عمده رول لرلی. د دوی په مقابل کې د هیواد نور اقلیتونه بیا ډیر فعال او منظم وي او د یو ډول بېځایه محرومیت احساس کوی، د واک وږي وي، له وسه ډیره هڅه کوي تر څو له خپل حقه حقونو څخه ډیر ترلاسه کړي.
بل لور ته زه ددې بلې ډلې د بیساري فعاله توب شاهد یم، ډاکټر عبدالله یادوم، دده د کمپاین ټیم د شکایتونو کمیسون لپاره څلور تنه موظف کړي وه، د ۲ وو وظیفه به سهر له ۸ نه تر ۱۲ پورې او د ۲ نورو به له غرمې تر رخصتۍ پورې وه، لکه رسمي دنده یې چې وي له سهره به تر ۴ بجو پورې دفتر کې ناست وه، د هرې ټاکنیزې مسلې سره به یې ډیر په جدي توګه برخورد کاوه، کارونه یې خورا منظم وه، له هر شکایت سره به یې یو کتاب هومره حمایوي اسناد، دروغ یا ریښتیا خو ضمیمه کړي وه.
دغه ډول ډاکټر عبدالله په دواړو کمیسونونو کې خپل خلک درلودل، له کمیشنرانو نه نیولې تر اجیرانو پورې یې په کمیسون کې د بهرنیو وزارت په څیرخپل خلک ورننویستي وه او هره ورځ به یې ورسره منظمې غونډې او ناستې پاستې لرلې، پخپلو ټاکنيزو چارو کې به یې له دوی څخه حتمي مشورې غوښتې، دوی د دواړو کمیسونونو له راز او نازه خبر وه، د کمیسون هره غټه او وړه پریکړه به ددوی ځرو دده د ټیم غړو تر غوږونو رسوله، دا چې د دواړو لورو دا ډول کړنې به څومره د قانون خلاف وې، زه یې په اړه څه نه وایم خو ګټه یې دواړو ته وه.
دغه ډول ډیری نورې ډیرې ستونزې وې، نه غواړم په ټولو خبرې وکړم، اوس چې ټاکنې دویم پړاو ته اوښتي، خدای دې پخیر تمامې کړي خو زما د غني پلویانو او لارویانو ته څو مشورې دي؛
 په لومړي قدم کې راځئ خپل کمپاین تر فیس بک محدود نکړو، هره ورځ وینو زمونږ ملګري د ډاکټر صیب غني یو تصویر له یوه پوسټ سره چې زیاتره مدحې او ستاینې وي، پورته کوي، تاسې خبر یۍ انټرنیټ او فیس بک ته د ګوتو په شمار خلک لاسرسی لري. فیس بک کارونکو کې ډیری ځوانان یانې له ۹۰ فیصده نه زیات په شعوري او غیر شعوري توګه د ډاکټر صیب پلویان دي، زمونږ وظیفه داده چې له فیس بک نه وراخوا په عملي میدان کې د ډاکټر غني د بريا لپاره کار وکړو.
مخکې مې یادونه وکړه، مونږ په یوه دوديزه او وروسته پاتې ټولنه کې ژوند کوو، د زده کړې کچه پکې خورا ټیټه ده، نسلونه مو په جنګونو کې رالوی شوي، تقریبآ دې یوې نیمې لسیزې ولسواکۍ هم د عامو خلکو په ژوند کې چندان بهتري رانه وسته، او مهمه یې دا چې زمونږ په زیاترو سیمو کې نا امني ده، نو په دومره ناخوالو او توطیو کې د ډیری هیوادوالو سر په ګټه او تاوان چندان نه خلاصیږي.
ملګري باید له نن نه دا هوډ وکړي او د غني بابا د بریا لپاره عامه ذهنونه جوړ کړي، د کمپاین لپاره له فیس بک نه وراخوا له نورو وسیلو او فرصتونو څخه کار واخلي، له خپلې کورنۍ څخه پیل تر دفتر، جومات، دیرې حجرې، موټر او د سفر پر مهال خلکو ته قناعت ورکړي او د غني د پلانونو ګټې په ورپه ګوته کړي.
یو وخت مې د افغان ملت ګوند یوې مشهورې څیرې ته ویلې، د افغان ملت مرام او اهداف د هر افغان او باالخصوص د هر پښتون ځوان غوښتنه او هیله ده مګر بدبختانه افغان ملت په دی ندی توانیدلی چې خپل پيغام په سمه او روښانه توګه د خلکو تر غوږونو ورسوي.
دغه ډول د ډاکټر اشرف غني پلانونه او برنامې د هر چاته د منلو دي نو راځۍ د ټولنې له هر قشر ( باسواده او بېسواده، فقیر او امیر، دهقان او صاحب منصب، ملا او معلم او نورو ) ټولو سره کینو او قناعت ورکړو چې دا مهال یواځینی کس چې کولی شي هیواد له اوسني بحران څخه راوباسي اشرف غني دی. د هیواد د پرمختګ لپاره د ډاکټر صیب غني د پلانونو، وړتیاوو، سپيڅلتوب، مسلیکیتو ب، لاسته راوړنو او نورو په اړه خلکو ته ووایو، د مقابل لوري بې کفایتي، ضعیفې نقطې وپړسوو او د هغو احتمالي پيښو په اړه وغږیږو چې شاید ددوی د واک پر مهال رامنځته شي.
ما داسې فکر کاوه، د ښاغلي غني ټیم به له تیرو دوو انتخاباتو څخه زده کړي وي او د پام وړ اصلاحات به یې راوستي وي، خو چې وینم او اورم یې او د ټاکنو پایلو هم وښوده دا ټیم له تیرو ټیمونو نه هم ضعیفه وه، لنډ مثال یې د اپریل د ۵ انتخابات دي چې پکې د جمهوري ریاست کاندیدانو پر خلاف ۷۱ شکایتونه ثبت شوي وه، له دې جملې څخه یو د ګل آغا شیرزي ټیم او پاتې ۷۰ د ډاکټر عبدالله ټیم ثبت کړي وه، د غني ټیم باید ټولو ممکنه لارو نه کار واخلي، ټاکنيزه پروسه په ډیر دقت وڅاري، د رای ورکولو مرکزونو څخه قوي نظارت وکړي، له دواړو کمیسونو سره ښه چلند او اړیکې ولري، د هر تقلب او تخلف په وړاندې شکایت ثبت کړي، دشکایتونو د دفاع لپاره پوره اسناد، شواهد او مدراک په لاس کې ولري، نو خدای خو مهربانه دی خواري به مو که خیر وي رنګ راوړي، ستاسې د بریا په هیله