افغانستان! او دترقی اوبدلون یو بل ښه چانس:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59679

دخبریدو نیټه : 2014-05-26

افغانستان چی په منځنئ اسیا کی پروت هیواد ده دخورا لرغونی تاریخ لرونکی ده،په دی اوږده تاریخی بهیرکی زرین چاتسونه هم لری خوزیاتره فصلونه یی له جنګونواوبدبختیوډک دی له سکندره نیولی بیا ترمغل انګریزاو روس سره په جنګونوکی پاتی شوی خو هر بهرنی دوښمن ته یی په میړانی سره ماتی ورکړی ولی متاسفانه دسیاسی بصیرت او علمیت دکمی دوجی بیا دهماغه دښمن ددسیسو ښکار شوی، په خپل منځی جګړو اخته شوی اوله دی بی اتفاقی نه یی دښمن دځان په ګټه فایده پورته کړی.
دموضوع دلنډوالی په خاطرکه په معاصر تاریخ نظرواچوو دډیروناخوالی سره سره مونږ ښه مشران هم پیدا کړی داحمدشا بابا نه د حبیب الله خان تردور پوری پدی هیوادډیری ناخوالی تیری شوی په دی دور کی شازمان او امیر شیرعلی خان دابادی او بدلون ښی نمونی وی دوئ ډیراصلاحات راوستل خوانګریزی ښکیلاک دداخلی ګوډاګیانو په مرسته دوی دهیواد ترقی ته پرینښودل.
ترامیرحبیب الله خان وروسته غازی امان الله خان په خپلی واکمنی سره یونوی باب پرانیست دی ځوان پاچا ملت ته په لومړنی ویناکی افغانستان ازاداوخپلواک اعلان کړاو ویی ویل چی دلته به ډیر بنسټیز اصلاحات راځی ترڅوداوطن په نړی کی خان ته مناسب ځای ومومی. غازی امان الله خان دخپلی پوهی اوتدبیرپه مټ ددی هیواد دآبادی اوپرمختګ دپاره ډیرکارونه وکړل اساسی قانون یی جوړکړ،دبهرسره یی اړیکی مضبوطی کړی،اقتصاداوبهرنی تجارت رشد وکړاوتعلیم ته یی خاصه توجووکړه ډیری ځوانان یی دتعلیم دپاره بهرته واستول. خودوخت دښمن انګریزدغه بدلونونه ونشوزغملای اوددی وطن په ابادیدلوسره یی خپلی ګټی په خطرکی ولیدی نوهماغه ووچی ددی ځوان اوباتدبیره بادشاه په وړاندی یی دسیسی پیل کړی دهیواد په داخل کی یی ګوداګیان پیدا کړل اوددوی په مرسته یی دخلکوذهنونه خراب کړل اودخلکوپه ذهنونوکی یی کافراودهیواد درسم اورواج دښمن معرفی کړ. په دی طریقه انګریزانو دخپلوافغانی مزدورانو پرمټ ددی باتدبیره پاچا دولت نسکور کړاوداهیوادیی پرینښودچی دترقی طرف ته لاړ شی.
تر ده وروسته دابادی او بدلو نښی ملی رهبر سردار محمد داود خان سره هم ورته کار وشو ، داچی داودخان په دهیواد کی ژوربدلونونه راوستل شاهی نظام یی په جمهوریت تبدیل کړ اوداقتصادی ثبات لپاره یی اوږدمهاله پلانونه جوړ کړل او په خپلو پلانونو سره یی داوطن ثبات اوترقی ترکچی رسوئ شوی خودده په وړاندی هم خپل افغانان دپردیو په اشاره راپورته شول.
دده درژیم پاکستان سرسخته دښمن وو په هغه وخت کی ربانی، حکمتیار او یو څه نور په پاکستان کی وو او دده په وړاندی یی فعالیتونه کول حتآ وجنګیدل بعضی ملایانو پرده دکافرټاپی ووهلی کله چی داودخان ملی سرود جوړ اودبیرغ نښه یی دمحراب په ځای عقاب کړه نودی نه دوی(بعضی ملایانو) لویه ډنډوره جوړه کړه دوی به ویل چی په ملی سرود کی داسلام نوم نشته او بل دا چی بیرغ کی یی دمحراب په ځای دمردارټپوس نښه لګولی. بلخوا روس دخپلو ګوډاګیانو پر مټ دده پر وړاندی خنډونه جوړکړل تر دی چی دخلقیانو او پرچمیانو پرمټ یی دده دولت نسکور کړ او داودخان اوفامیل په ډیر ظلم سره شهیدان کړل.
دی ولس له دی چانس نه هم دوطن په ګټه استفاده ونکړه. دداود خان دمرګ نه وروسته په دی وطن دبدبختیو سیوری خپور شو او ترننه دابدبختی روانه ده .
خو
 نن دښمن کوشش کوی چی پورته تجربی په دی وطن کی یوځل بیاتکرارکړی ولی چی نن یوځل بیا دا ولس دغازی امان الله خان او داودخان په شان پوهه او باتدبیره مشر ډاکټراشرف غنی احمدزی نه برخمن شوی داسی مشر چی دهغه فکرته نړی ځان محتاجه بولی او نړیوال مفکر، سیاست پوهه او اقتصادپوهه ده. دامشر ځان سره داسی پلانونه او طرحی لری چی په تطبیق سره به یی دا هیواد دسیالی تر کچی ورسیږی.
خوزمونږ دهیواد ابدی دښمنان زمونږ دنورومشرانو په څیر دا مشر هم نشی زغملی اودده په وړاندی هم له هماغه شان دسیسو نه کار اخلی کله یی کافر بولی او کله متعصب او په دی طریقه غواړی چی دده پروړاندی دخلکو ذهنونه خراب کړی.
نوپدی حساس وخت کی ولس ته ویده پاتی کیدل نه دی پکار اوبایدپری نږدی چی یوځل بیا ددښمن ددسیسو ښکار شی او خدای ناخواسته داوطن بیا له تباهی سره مخ کړی، راځی دا ځل له دی چانس نه استفاده وکړو او دا وطن په ګډه دترقی طرف ته سوق کړو.
ډاکتراشرف غنی داوړتیا لری چی دخپلی پوهی پر مټ دهیواد له موجوده بحران نه وباسی او داسی پلانونه مونږ ته په میراث پریږدی چی دهغوپه تطبیق سره به داهیواد یو سیال هیواد شی. نو راځی دپورته اشتباهاتو دتکرار مخنیوی وکړو او په خپله رایه دافغانستان ورانوونکی په ځای دافغانستان ابادوونکی قدرت ته ورسوو.
غنی افغانستا دهر افغان ارزو