د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو لمړی پړاو بی له نتیجی پای ته ورسید او ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیدي. د ټاکنو د کمیسون د اعلان مطابق د ټاکنو دوهم پړاو به د جوزا په ۲۴ نیټه چي د جون له ۱۴ سره سمون خوری ترسره او ابتدایي پایلي به د جوزا په ۳۱ اعلانیږی. د ټاکنو لمړي پړاو له یو لړ ستونوو او ننګونو سره مخ ؤ چي څو مهم یي غواړم دلته له تاسو سره شریک کړم:
امنیت: امنیت یوه ستره ستونزه ده چي افغانان ورسره لاس او ګریوان دي، بي امنیتي د ټاکنو په لمړي پړاو کي هم یوه ستونزه وه او په دوهم پړاو کي ډیره جدی بلل کیږی. افغان امنیتي ارګانونه په وار وار ولس ته د امنیت ډاډ ورکوي خو تر اوسه پوري یي د امنیت د ټینګولو په موخه جدی ګامونه نه دي پورته کړي. د ټاکنو دوهم پړاو په داسی حال کي پلی کیږی چي د دولت مخالفین د ټاکڼو د ګډوډولو ګواښونه کوی.د هیواد په ډیرو برخو کي امنیت ورځ تر بلي خرابیږی، د دولت مسلح مخالفین خپلي حملی ورځ تربلي زیاتوی خو له بده مرغه افغان امنیتي ارګانونه د سیاسي مداخلي له وجي جدي تصمیمونه نشي نیولای. په دولت کي دننه او ځیني بهرنی کړي چي په وروستیو نا امنیو کي مستقیما لاس لري او دوی نه غواړی چي د هیواد په ټولو برخو کي آزادي او رڼې ټاکنې ترسره شي. طالبانو د ځینو مشرانو له لوری د افغانستان د خلاصون لار غورځنګ له جوړیدو وروسته دا خبره نوره هم جوته کیږی چي په اوسنیو نا امنیو کي تر ډیره د ګاونډیو او بهرنیو کړیو لاس دي چي نه غواړي په افغانستان کي یو قوي حکومت چي د ملت ملاتړ ولري منتخب او په کار شي. د بهرنیو استخباراتي ادارو له لوري په افغانستان کي مداخله او نا امني پیدا کول هغه لویه ستونزه ده چي افغان دولت په تیرو ۱۳ کلونو کي حل نکړای شوه.
په ټاکنو کي د دولتي مامورینو مداخله او منظمي درغلي:. دا اوس ټولو ته جوته شوه چي د ټاکنو په لمړي پړاو کي د یو منظم پلان پر اساس د یو خاص کاندید په ګټه منظمي درغلې شوی دي چي په دغو درغلیو کي د ټاکنوکمیسون کارکونکو، دولتي مامورینو (ځینی والیان، ولسوالان، د امنیي قوماندانان او داسی نور) او مافیایي کړیو چي د لوړ پوړو چارواکو له ملاتړه برخمن دی، لاس درلود. د ټاکنو په مرکزونو کي د مدني ټولنی د نمایندګانو او آزادو ناظرانو نه شتون په ټاکنو کي د درغلیو یو ستر لامل ګڼل کیږی. په ټاکنیزو درغلیو کي د یادو ډلو لاس لرل ثابت شول خو تر اوسه پوری دولت د دغو کسانو په مقابل کي هیڅ راز اقدام نه دی کړی، نه یي څوک له کاره ګوښه کړل او نه یي هم قضایي او عدلي ارګانو ته معرفی کړل.
د ټاکنو د کمیسون د کارمندانو طرف واقع کیدل بل لامل ؤ چي د ټاکنو په لمړی پړاو کي ډیري درغلي وشوی، د ټاکنو کمیسون وعده کړی وه چي په درغلیو کي ښکیل کسان به له دندو ګوښه او قضایي ارګانونو ته وروپیژني، یاد کمیسون تر اوسه پوری د ۵۳۸۸ کسان له دندو د ګوښه کولو خبر ورکړی. د کمیسون دغه کار د شفافیت په رامنځ ته کولو کي یو ښه پرمختګ دي خو په ورته وخت کي دغه کار ځینی پوښتنی هم راولاړی کړي چي آیا کمیسون به وکولای شي چی د ټاکنو له دوهم پړاو څخه د مخه بیطرفه او دیانت دار کسان په کار وګمار ي او جدیدالتقرر مامورینو ته تربیت ورکړی؟ ددی خبری څه تضمین شته چي نوی ګمارل شوی کسان به په دوهم پړاو ټاکنو کي بیطرف پاتي کیږي؟ کچیری هغه کسان چي خپلي دندي یي له لاسه ورکړي په درغلیو کي لاس درلود آیا هغوی به عدلی او قضایي ارګانونو ته ور وپیژندل شي؟ دا هغه پوښتني دي چي راتلونکي وخت به ورته ځواب ووایي.
د ټاکنو دوهم پړاو ته څو اونی پاتي دی او د امنیتي ستونزو د حل لپاره ډیر څه په کار دي. د تیری اوني د افغانستان، پاکستان او ناټو ترمنځ غونډه یو ښه پرمختګ دی او د یادی غونډی د پریکړي د پلی کولو لپاره د افغانستان حکومت باید خپلی دیپلوماتیکی هلی ځلی ګړندی کړي.
دا ټولو ته معلومه ده چي د اوسني دولت لمړي معاون، د کابینی ځینی غړی، والیان، د امنیي قوماندانان ، ولسوالان او داسی نور د یو خاص کاندید ملاتړ کولو او اوس یي هم کوی. دوی د ټاکنو په لمړي پړاو کي د خپل کاندید د بریالي کولو په موخه د هر راز درغليو زمینه برابره کړه. په ټاکنو کي د دولتي مامورینو مداخله د قانون خلاف عمل دي او ددی کار په مقابل کي د افغانستان دولت باید جدي اقدام وکړي. هغه مامورین چي په درغلیو کي یي لاس درلود باید ژر تر ژره له خپلو دندو ګوښه او یا حد اقل د ټاکنو د دوهم پړاو تر پلی کیدو پوری له خپلو دندو لری شی. په ټاکنو کي د دولت مامورینو مداخلی د ولس غوسه راپارولی او کچیری دغه ستونزی ته جدی توجه ونشی ممکن ډیر منفی عواقب ولری. رڼي او شفافي ټاکني ترسره کول د اوسني دولت مسؤلیت دي او دولت باید هیڅ چاته اجازه ورنکړي چي ملت په سرنوشت ملنډی ووهي او له مظلوم ملت سره یو ځل بیا ستره جفا تکرار شی.