نن سبا اورو او وینو چې د هیواد یو شمیر سیاستمداران یا د ډاکټر عبدالله عبدالله او یا هم د ډاکټر اشرف غني له ټیم سره یو ځای کیږي او خپله پلوي اعلانوي . د ا سیاستمداران دا کار ددې لپاره دي چې راتلونکي کې خپل سیاسی ژوند ته ادامه ورکړي . خو عجیبه داده چې خيني داسې ټیمونه دي چې مشر یې یو مخکښ کاندید سره یو ځای شوی او مرستیال یې بیا له بل مخکښ کاندید سره یو ځای شوی دی ، د مثال په ډول زلمی رسول له ډاکټر عبدالله سره یوځای شو او احمد ضیا مسعود چې د زلمي رسول لومړی مرستیال ؤ هغه له اشرف غني سره یو ځای شو . ددې خبرې نه دا حقیقت چوت کیږي چې د زلمي رسول او احمد ضیا مسعود ترمنځ اساسی اتحاد یا تفاهم موجود نه ؤ ، که زلمی رسول انتخابات ګټلې وې او احمد ضیا مسعود یې مرستیال وې نو کیدای شو چې په هره لحظه کې او هره مرحله کې سره په کومه موضوع وران شوې وې او په نتیجه کې د هیواد چارې هم ورسره خرابې شوې وې . په هر صورت دا یو مثال ؤ ، نور ډیر داسې مثالونه لیدل کیږي .
اوس دواړه مخکښ کاندیدان هم د سیاسي شخصیتونو مرستې ته ضرورت لري ، خو یوه خبره د کولو ده او او یو ه یره موجوده ده او هغه دا چې خدای مه کړه بیا هغسې حالات پیدا نه شي چې د دولت څوګۍ په سیاسي مشرانو وویشل شي او ولس ته د خدمت موضوع همداسې په هوا کې پاتې شي .
خبره دا ده چې سیاسي ژوند خلکو ته او هیواد ته د خدمت به لار کې خوند کوي ، خپل ځان ته که څوک خدمت کوي ، خپلو شخصي ګټو ته چې څوک فکر کوي د هغه سیاستمدار سیاسي ژوند واقعي ژوند نه دی بلکې یو بې مفهومه ژوند دی چې هیڅ سیاستمدار ته ښه نوم نه په برخه کوي ، هر سیاست مدار چې د سیاست په میدان کې قدم ایږدي او غواړي چې سیاسي ژوند یې ښه شي نو د خلکو خدمت ته او د هیواد خدمت ته دې په اخلاص او ایماندارۍ ملا وتړي. سیاسي ژوند د خلکو لپاره د قربانۍ به ورکولو لذت لري ، سیاسي ژوند هیواد ته د خدمت په کولو لذت لري ، که څوک غواړي چې په ښه نوم یاد شي او نوم یې د تاریځ به پاڼو کې په زرینو کرښو ولیکل شي نو خلکو او هیواد ته دې د خدمت کولو په خاطر د نارینتوپ پټکۍ په سر کړي او د خپلو شخصي ګتو څخه دې لاس په سر شي