ددر ويش پر پټکي تېر نه سئ يارانو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59698
را استوونکی: فیضان
دخبریدو نیټه : 2014-05-28

 

ددر ويش پر پټکي تېر نه سئ يارانو
دغه کس په ملنګي کي لوى سړئ دى
دزړه خبره به راوسپړم ، او په دې راپرانيزم چي يارانه په مسخره نه کېږي يا په بله معني :
ياري په تلو راتلو زياتېږي
کله راځه کله به زه درځم مينه
زه چي دپښتني شعر په معاصر و ويونکو کي د (( دروېش )) له نامه سره مخ کېږم نومي تر ستر ګو دکندهار ښار شراف الدين (( دروېش )) دکوټي عبيدالله درويش درانئ او يا هم ددې ټولګي شاعرفقيرالله دروېش تر سترګو سي ؛ د درو واړو دشعرونو سمپلونه په خپله کورنۍ کتابخانه را سره سته او هډو له هر يوه سره يو يا څو ځلي مخ سوى يم چي په دې سره دهر يوه درنښت دهغه دشخصيت او علميت په تله کېږي
خبره چي ددې درو له جملي ديوه له شعري ټولګي ((له سنگره تر هنره )) سوه نو ور سره تر څنګ چي ددې ټولګي پر شاعر هم يو څه ليکم .
دزابل ولايت دفرهنګپالو خلګو پالنه او مننه او يادونه ددې څرګندونه کوي چي دشيخ متي پر ټبر ، دميرويس او شاحسين دزوکړي پر غولي ، دسلطان ملخي نازو او حاجي عادل پر نغري ، دمحمدشا کلات وال پر پخواني ټاټوبي يې دبادام ګل دمشاعرې دځلاپړک دنارنج ، نشتر ، غاټول ، ريدي او انار ګل دمشاعرو په شان فرهنګي دود پيل او کال په کال ديما دجمشيدي تخت په ساري تر سره کول يې له فرهنګ پآلني سره ددې سيمي دخلګو مينه ده .
ددې مشاعري په تېرو څو ځلي دايرېدو کي دزابل دنورو درنو فرهنګيانو ترڅنګ مي له درانه دروېش سره دمازديګري ګودرلنډئ مازيګرئ شناخت سوى خو په تير ((١٣٩٢)) لمريز کال کښي دافغانستان په غزنه کي دسلطان محمود غزنوي ددورې دبرم دجشن دتر سره کېدو او نوموړئ هيواد په نړيواله کچه د فرهنګي جشن په لړۍ کي دګډون په موخه له کندهاره دغزني پر لور مي په زابل کي ددروېش ملګرتيا يو ښه شګون سو .
دنوموړي ملنګه طبعه ، خړپښتني ډول ، کليوالى طرز او ساده شاعري يو اړخ او دافغانستان دازادۍ په موخه دشوروي لښکرو په وړاندي ديوه مجاهد صفت بل اړخ يې زما پر زړه ښه ولګېد ،او مينه مي ورسره پيدا سوه .
دنوموړي دشاعرۍ دغه ټولګه چي په لمړي ځل دبازار تر ګوتو راغلې په دې ارزي چي څه پر وليکل سي . دکتاب په لمړي سر کي دشاعر پيژند ګلوي راځي خو روښانه نه ده جي دا پېژندګلوي خپله شاعر کښلې که بل ليکوال ور پسې دمجاهد ليکوال حبيب ګل ((ستانيزي)) لنډه او دپام وړليکنه کړېده بيا د((غرني او ملنګ شاعر)) په نوم ځوان ليکوال او شاعر ښاغلي بشيراحمد(( فيضان )) يوه ليکنه کړېده چي ددرويش دشاعرۍ رنګ يې درزمي او ياغي تورو په کُرنګ ځغلولى ياد کړېدى، درېيمه ليکنه ښاغلي ايمل ((اميدي)) کړې چي دنورو په پرتله اوږده او دمنتخب غور چاڼ ډول لري .
دشعر طوله او جوله يې دلرغوني زابلستان دپلازغولي زابل دبډاى فرهنګ او ژبي وړاندينه کوي چي داپخپله پريادو درنوليکونکودنوموړي دشعرداغيزي اوجذابيت يوڅرک په لاس راکوي .
موږ ته دنوموړي سليسه شاعرانه نړۍ ، دسادګۍ په لفافه کي انځور ، پيغام او تنقيد له ورايه ښکاري داستعارو رنګ يې عام خو پوخ دى.
وګورئ د((سنګره تر هنره )) کتاب ٤٦ صفحې ته :
داده دابرهه پر فيل سپرو باندي
کاڼي داسمان غوندي را واوره !
زما دزړه دروېش دزړه پرخرابه باندي
زما دزړګي توان رنګه را واوره !
په يوه اړخ کي يې دحضرت رسول مقبول (صلي الله عليه وسلم) دزوکړي څخه يو کال مخکي د((فيل)) دپېښي يو مثالي انځور دعصر پر ناخوالو تمثال کړى ، بيا يې دخپل زړه مظلوميت دتقويې په موخه دتوان استدعا کړېده .
دمعاصرو سياسي ګډوډيو او ګران افغانستان دډيرکي خو محروم ولس په اړوند کوکاره پورته کوي ،وايي چي بايد ددې جغرافيې پرمخ دې وګړو ته دانسانانو په سترګه وګوري او هم دوئ ته پر ټغر دارام ژوند کولو فرصت جابران ورکړي وايي :
ډېر مو بېګناه خلګ را ووژل
اوس يې په قبرو لاسونه مه وهئ
خير دى که ژوندى ومه بياد مي دي
زما په زولنو لاسونه مه وهئ
اې دروېشه ! څوک به ورته ووايي؟
بس په پښتنو لاسونه مه وهئ
هغه له مکنيوي استعارو کار په ځينو مواردو کي اخلې ، داسي شاعرانه تر تيب بندي کوي چي مخاطب او متکلم په ښکاره دشاعرانه الفاظو په رنګ پوهوي خو کنايتاً خپل محبوب مخاطبوي ، ور سره په بل اړخ کي بېتونو ته شاعرانه رنګيني ورکوي خو دهوس او عياشۍ رنګ نه په کښي څرګندېږي :
غونچه وې تګه سره وې غوړېدل درته په کار وه
راسته وې ښايسته وې ښکاريدل درته په کار وه
ښاغليه ستړى مسې د((اُکتُب)) مکتوب په لاس کي
دحق او عدالت بيانول درته په کار وه
((دروېش)) يم دور اندېش يم فکر وړى يم وځانته
حضورته دي دغه رنګه غزل درته په کار ده
شعار او حماسه ددر ويش په شعر کي :
دنوړي دشعر ديوان چي ګورو دعاشقانه او شاعرۍ تر څنګ يې ملي غرور ځاى ــــ ځاى پر غالب دى او دې ته يې اړيستى دى چي په خپله شاعرۍ کي دافغان اصيل تېر تاريخي برم انځور په ساده او ولسي الفاظو را ونغاړي :
دلته داسي نور خلګ راغلي دي
سره وسپين و تور خلګ را غلي دي
هيڅ چا رانه هيڅ سوبه ونه کړله
هرڅه چي په زور خلګ راغلي دي
يا لکه چي په شعاري برخه کي وايي :
عشقه زه پښتون يمه خوښ په دې افسون يمه
سربه مي تر داره ځي پوه په دې قانون يمه
تر پورته شعرونو را لاندي ددرويش دکتاب په ((٢٥٢مخ کي يو تاريخي او حماسي قصيده چي دافغان اسلامي او ملي اوږد پاڅون انځور په لنډ انداز کي را نغاړلى دى ويې ګورئ .
دميني په قانون کي هرڅه شاته بولي او خپل محبوب ته دخريدار په سترګه ګوري:
خوله دي له ګفتاره سره ښه ايسي
غاړه دي له هاره سره ښه ايسي
هغه دجانبازي په نړۍ کي ځان له منصور حلاج سره سارئ بولي او خپل دميني سيمبولته ځان رسول غواړي :
ږغ دانالحق چي مي تر ياره ځي
هلته سر له داره سره ښه ايسي
تر شخصي نزاکتونو نه دى تېر سوى او په دې اړونديې يو ځلي دانساني فرشتې ((مور)) په اړوند هم خپل دزړه بړاس نه دى پريښئ ويې ګورئ دنوموړي دچاپي اثر ٢٣٦مخ :
دښاغلي در وېش په شاعرۍ کي هر څه تر سترګو کېداى سي خو په دې شرط چي دنوموړي شعر له عمېقو عينکو مطالعه سي اې کاش چي زموږ ددغو سپين ږرو قدر څه ډول چي ښايي هغسي مو کړى واى؛ نه مو وکړ او نه مو يې دژوند له تجاربو کار واخيست ، موږ تېري حماسې دنورو مورخينو په حواله ليکلي خو دتېر يوه عظيم جنګ چي په پايله کي يې افغانانو له شوروي اتحاده ځان فارغ کړى دهمدې جګړې دژونديو قهرمانانو په ذهن کي پاته تاريخي رښتوني واقعيتونه مو دقلم په څوکه ددوئ له مغزونو نه وليکلې، نه مو وړاندي کړلې که مو دا ليکلي او بيا مو تر راتلونکو نسلونو پرېښي واى ، دتېري جګړې دګمنامو سپاهيانو دايثار، ملي او اسلامي غرور هرڅه به مو ورته پرې يښي واى .
دهغي ورځ په اميد چي ښاغلى دروېش دشعر ترڅنګ دخپل تېر مبارز ژوند ټوله زيرمه د داستاني او تاريخي اثر په توګه دخاطراتو يا تحقيقاتو په ډول پرېږ دي په ځانګړي ډول دتېري جګړې هغه فصل چي دزابلستان (قلات) پر سيمه په تېره دوره کي تېر سوى دى .
په ورورولي
ن قرانمل
دمحمود طرزي عالي لېسې داجتماعياتو ديپارټمنټ آمر
١٣٩٣لمريز کال ثور ١٣ نېټه