د پښتو ورځ په مناسبت
دا دپشتون سره د ځینو خلکو دشمني او زړه بدي د څه لپاره ده . پشتون خو چاته تاوان نه دی رسولی . زه خو حیران یم چې دا خلک دومره نفرت ولی کوي ، آیا دوي په مینه نه پوهیږي ؟ آیا دوي اسلام نه پیژني ؟ ایا دوي ایمان نه لري ؟ دا څه دي ، دا څه غضب دی . ای الله ته پخپله رحم وکړه . زه دې پښتون بیدا کړی یم نو پښتون یم ، هغه بل دې تاجک پیدا کړی او هغه تاجک دی ، هغه بل بیا ازبک دی ، دا ټول تا پیدا کړي دي او خلق کړي دي ، زه ولې تعصب وکړم ، زه ولې نفرت وکړم ، زه ولې بخیلي وکړم . زه تعصب نه کوم ځکه چې زه مسلمان یم ، زه نفرت نه کوم ځکه چې زه مسلمان یم ، زه بخیلي نه کوم ځکه چې زه مسلمان یم . زه خپله ژوند کوم او نور ژوند ته پریږدم . زه پښتو وایم ، تاجک او ازبک پریږدم چې خپله ژبه ووایی ، زه خپل عادات او تقالید ساتم او نور قامونه دې هم خپل تقالید او عادات وساتي ، زه خپله پښتو ساتم ، نور دې هم خپله ژبه وساتي ، زه خپل دین ساتم نور دې هم خپل دین وساتي ، له ماسره د چا څه کار دی؟ ولې مې له ژبې سره نفرت لرې ؟ ولې مې له پشتنو وروڼو سره تعصب لرې ؟ زه خو ستا له زبې او ستا له قام سره تعصب نه لرم ، ځکه چې زما په خټه او وینه کې تعصب ځای نه لري ، ځکه چې زما په مذهب کې تعصب ځای نه لري ، ځکه چې زما انسانیت اوشرافت ماته د تعصب لپاره اجازه نه راکوي . زه یو مسلمان پشتون یم چې خدای خلق کړی یم ، خدای پاک هست کړی یم . آیا هغه څوک چې زما له ژبې او قام سره تعصب لري ، کولای شي ما نابود کړي ؟ که غواړي چې ما نابود کړي نو د څه لپاره ؟ آیا څوک کولای شي چې د الله پاک له خوا خلق شوي بندګان نابود کړي ؟ آیا څوک کولای شي چې د الله پاک له خوا خلق شوی قامونه نابود کړي ؟ . دا کار صرف د الله باک په لاس کې دی . یو الله پاک دی چې قامونه نابود کولای شي ، یو الله باک دی چې د یو قام هستی او نیستي هر څه له منځه وړلای شي . مونږ ولې د تعصب په کولو ځانونه ګنهګار کړو ؟ څومره ګنهګار یو ، نو آیا لازمه ده چې د بل چا د زبې او د بل قام سره د تعصب په کولو نور هم ځانونه ګنهګار کړو او د جهنم اور ته ځانونه واچوو. تاجکه خپله ژبه دې وساته او هغه وپاله ، ازبکه وروره خپله ژبه وساته او هغه وپاله او پښتونه ته هم خپله ژبه وساته او هغه وپاله ځکه چې دا دې حق دی او دا حق الله پاک درکړی دی . ازبک ، هزاره ، تاجک پشتون ټول د یو ملک خلک دي ، او د افغان هیواد په خاور کې سره اوسیږي . دا خاوره د چا ده ؟ آیا دا خاوره د الله پاک خاوره نه ده ؟ هو! دا خاوره د الله پاک ده او الله پاک خلق کړې ده . نو آیا نه شوکولای په دې پاکه خاوره کې ټول سره به سړیتوب ژوند وکړو ، آیا نه شو کولای له یو بل سره مینه وکړو ، محبت وکړو ، یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو ، یو بل ته غاړه ورکړو ؟ هو ! کولای شو خو به یو شرط او هغه دا چې خپل ایمان ټینګ واتو ، په دې شرط چې د اسلام لار ونیسو ، په دې شرط چې د الله په لار روان ووسو ، په دې شرط چې له مینې محبت څخه کار واخلو ، په دې شرط چې انسانیت او اخلاق د ژوند لارښود وګڼو