بس داسي وبوله دعمر مي لا شپه ولاړه
دژوند جونګړه مي د صبر په تکيه ولاړه
د ژوند په ټکنده غرمه چي جل وهلی نشوم
د مور دعا مي وه پر سر لکه سايه ولاړه
خلګ تروخته مخته ځغاستل چي منزل ته لاړل
موږ شاته تللي يو دا نه چي زمانــه ولاړه
موږ بس په ژوند کي تش تمثيل دارادو کوو خو
دا نړۍ ټوله ربه ستا پـــــــه اراده ولاړه
که زموږ په نيت را رسيدلای اوس به څه حالت وای
زموږ تر اعمالو دادنيا لا ګــوره ښه ولاړه
ای مسافره! د نجـــــات لارې قسمت تړلې
چيرته ماڼو ولاړ دي چرته سفينــــه ولاړه؟
دنظر درست جاغور زما پر دا سينــه ووُله
تر څو به ماته يې ته ګوته پر ماشــه ولاړه
چي حلميار به هم دچا د خوب تعبير يم کنه؟
دغه پوښتنــــــه مي په زړه کي هميشه ولاړه