ښکلې که پښتو نه وای حجاب سره
نه به وای سرحد زموږ پنجاب سره
مور غوندې ملکې درسپارلې ده
وپاله پښتو ژبه محراب سره
هسې ګلستان په غيږ کې نه نيسو
مينه لرو موږ له هر کتاب سره
تا پسې هر قتل ليکل شوی دی
پاک به عداوت شي د حساب سره
مونږ باندې يې بلکل حرام کړی دی
خپله دوی جنت غواړي رباب سره
راشه د اټک په شعر خړوب کړه ځان
څو پورې به تږی يې درياب سره