افغانستان د دیرسو کلونو د جنګ او جګړو ورسته د یو تاریخی ازمون سره مخامخ دی دا هیواد د خپل تاریخ په اوژدو کي د لمړی ځل لپاره د سیاسی قدرت صلحیز لیژدول دیو برحال او حاکم جمهور ریس څخه بل جمهور ریس ته چه د خلکو په مستقیمو راییو انتخاب شوی امتحانوي
زموږ هیوادوالو لمړی دور تاکنیو کی چه د اتو نوماندو تر منځ په سیالی کیدله په پوره میړانه سره پراخ ګډون وکړ او د نهایی نتجو د اعلانولو سره سم هیڅ کوم نوماند 50+1 رایی چه د جمهور ریس کیدو لپاره لازیمی وی پوره نکړای شوي د اساسی قانون د حکم له مخی ټاکني د دوو مخکښو نوماندو تر منځ دوهم دور سیالیو ته ولاړی
اوس خلک او اولس صلاحیت او مسوولیت لری چی د جمهوری ریاست د هغو دوو مخکښو نوماندانو څخه هغه چا ته راییه ورکړي چی چی د هیواد ټولو موجودو ناخوالو بی بندوباریو فسادونو او بی قانونه کړنو ته معقوله ، قانوني د خلکو په ګټه د حل لاره لټولای شي ترڅو داسی حکومت ، قضأ او فضا منځ ته راولی چه د قانونیت د ټینګښت له لاري د یو ازاد ، اباد او سر لوړی افغانستان د بیا جوړولو لیاری او چاري وسنجولای شي فعلې او جاری مافیایی سیستم او د مخدره موادو کښت ، پالنی او قاچاق ته د پای ټکی کیږدي ، د خلکو لپاره یو صادق او خدمتکار حکومت ، منځ ته راوړي چه د ملت په دی ډیرو زخمونو د تداوی ملهم ولګوي ، دوامدار دشمنۍ ختمي کړي ، د ملیتونو او قومونو په منځ کښی د ورورولۍ صمیمیت او اعتماد فضأ منځ ته راوستلای شي. د لوټ تلان او جګړو پر ځای د ودانی ورورولی او سولی یو مدرن د ولت اساس کیږدي
تر څو زموږ هیوادوال په مصوونه فضأ کی خپل ورځنی فعلیت ولري..
هیوادوالو د پورتنیو ذکر شویوهدفونو د لاسته را وړلو لپاره یو کاری او متعهد ټـیم ته ضرورت دی چی قوی اراده او تعهد ولری د خپل علم ، پوهی ،تجربیی او نفوذ له لاری وکولای شي خپل اجتماعي ، کلتوري ، اقتصادي او ملي عالي هدفونه لاسته راوړي . دداسی ټیم او داسی عالم تجربه کاره د یوی شی سابقی درلودونکی جمهور ریس په انتخاباتو کی د پراخ ګډون له لاری، د ښه انتخاب او په تعقل سره راییه اچونی له مخی انتخاب وکړي.
دا ځل د داکتر اشرف غنی او داکتر عبدالله عبدالله تر منځ سیالی ده . البته نظر و اول دور ته انتخاب اسان دی ځکه د دوو نوماندانو تر منځ خپل د خوشی نوماند په تشخیصولو کی لاندی نورمونه ګورو او تصمیم نیسو
لمړی درجه وریانتونه :
1ـــــ تحصیل او تخصص :
اشرف غنی احمدزی دری ماستری یوه په سیاسی علومو بله په بین المللی او انسان پیژندنه او دریمه ماستری په بین المللی اړیکو او یوه دوکتورا په انسان پیژندنه او دوی دوکتوراوی افتخاری لزی . د پر مختللیو هیوادو په پوهنتونو کی د استادی دنده درلوده بانګ جهانی کی لس کاله زیات کار کړی به ورسته پاته هیوادو کی د پر مختګ ډیری پروژی عملی کړی او د بریالیتوب تر کچی رسولی دی چی نمونه یی په افغانستان کی د ملی پیوستون او مخابراتو پروژی دی چی دواړه بریالی او د هیوادوالو په ګټه بروژی وی ، زیات شمیر علمی اثار لری چه تر ټولو ورستنی یی د نړی ناکام دولتونو څنګه کیدای شی اغیرمن شی او په نړیواله کچه استقبال شو د هیواد بریالی دملی وزیر او د قدرت دانتقال د پروژی مشر پاته شوی
دهمګرایی ټیم مشر عبدالله عبدالله د کابل د طب پاکولته په دریم صنف کی خوشی کړی او نرسنګ یی په پاکستان کی لوستی ، د نظار دشوری ویاند او د انتقالی دوری د بهرنیو چارو یو سمت پلوه وزیر تیر شوی
2ــ کاری وړتیا او تجربی :
اشرف غنی د دنیا په معبرو پوهنتونو کی استاد او د کابل پوهنتون ریس پاته شوی به کورنیو جنګونو کی ښکیل نه وه ، د هیواد لپاره یی لس کاله بی معاشه وظیفه اجرا کړی لاسونه او ضمیر یی پاک دی .
عبـد الله عبدالله تنها د کابل د جنګی ډلو د جنګونو او قتلونو ویاند وه په تیرو څوکالو کی په میلیونو ډالر له نا مشروع لارو لاسته راوړی او د افغانانو د بی پوشتنی وژلو اجازه نامه یی له امریکا سره امضأ کړی
3ــ کاری طرحی او پلانونه :
اشرف عنی د هیواد د ابادی لپاره په اقتصادی ساحه کی یعنی زراعتې صنعتې او تجارتې برخوکی د پرمختیایی پلانونه لری هر ولایت د انکشاف لباره ځانګړی طرحی د ځوانانو د تحصیلی وړتیا او کاری فرصتونو په ایجاد ولو کی شه د عملی کیدو وړ پلانونه د مهاجرو د بیرته راتک او ماشومانو د سالیمی روزنی پروګرامونه د یوی ۱۸۵ صفحه یزی برنامی او کړنلاری په توګه وړاندی کوی
مګر عبدالله صیب برته لدی چه اساسی قانون ته تغیر ورکوم چه هغه هم دده په واک کی نشته بلکه د لویی جرګی صلاحیت دی ، د جاغوری ولسوال ولایت ته لوړه وم . کار به اهل کار ته سپارم کاری کادرونه یی هم د محمد خان پشان دی او بس بله کومه برنامه نلري ځکه هم مناظیرو ته له اشرفغنی سره یو ځای نه حاضیریږی
4 ــــ اجتماعی ملاتړ
د اتحول او دوام د ټیم څخه 35 سیاسی ګوندونه او له 80 څخه زیات اجتماعی سازمانونو مدنی ټولنیو استازو قومی شودی ګانو د ځوانانو مختلیفو اتحادیو خپل ملاتړ اعلان کړی.
د همګرایی او ټولپالنی د ټیم څخه دڅو ګوته په شمار ګوندونو او احتماعی سازمانونه او جنګی ډلو د جنګسالارانو پاته شونی پرته کوم ملاتړ نه لیدل کیږی یواځی د متقلبینو او ویری اچونی د وحشت د خپرولو استازی ورسره دي .
دوهمه درجه وریانتونه
.1ـــ د ملی ترکیب له پلوه د ټیم جوړښت : :
افغانی ټولنه د مختلیفو قومونو څخه جوړه ده او په اوسنی فعلی حالت کی ملی ترکیب او جوړښت د انتخاباتی تکت لپاره دیر ارزښت لری . د اشرف غنی انتخاباتی تکت له غنی پشتون دوستم ازبک سرور دانش هزاره او ضیا مسعود تاجک ورونو څخه جوړ شوی . او د عبدالله ټیم کی سوال دادی که عبدالله د خپله قوله پشتون حساب شی نو
د عبدالله ټیم او انتخاباتی تکت د عبدالله پشتون خان محمد پشتون او محقیق هزاره پدی حساب د تاجکو او ترکمن تبارانو کوم څوک د دوی په ټکت کی نشته . او کچیری عبدالله د پنچشیری پلار په حساب تاجک وی ا و تول تاجک ورونه یی تاجک بولی ولی عبدالله د پشتنو بالخاصه قندهاری ورونو د فریب لپاره د خپل نصب څخه انکار کوی نو داسی څوک چه د خپل ځان د مطرحکولو لپاره له پلاره او نصبه بیزار وی د افغانیستان جمهور ریس وړ کس هم ندی
.
2ـــ دجهادی څیرو د ونډی له مخی :
که څه هم زما له نظره د جهادی رهبرانو د سابقی له مخی دا مردود وریانت دی خو زموږ ټولنه کی ډیر تعداد ورته د پام وړ ارزښت ورکوی نو د هغولپاره چي دا وریانت ورته مهم دی ، حضرت صیب صبغتالله مجدیدی ، پیر صیب سیداحمد ګیلانی ، سباوون او همدرد حزب اسلامی حاجی دین محمد د حزب اسلامی مولوی خالص سرور دانش اوخلیلی حزب وحدت ملی احمد ضیأ د شوری نظار څخه د محسنی د حرکت اسلامی څانکی قوماندان اقای انوری او به لسهاو نور د معلوماتو له مخی سیاف اسمعیل خان او هلال هم ورته راتلونکی دی
. مګر د همګرایانو ( همپالنی) په تیم کی د حزب وحدت دوهمه درجه قوماندان محقیق او یو محلی قوماندان خانمحمد دخزب اسلامی څخه قانونی او امرالله صلح برسیره د څمګو غاصب ګم نام الله ګل مجاهد مفسد شیرزی او شلکری ی پرته یو محمد اعطا نور دبلخ والی نور څوک نشته .چه دا ټول د جهاد دوهمه دریمه درجه او یا محلی قوماندانان دی .
د پورته نورمونو په نظر کی نیولو سره هر افغان کولای شي چه پدی مهمه ملی مسله کی د یو مسوول په توګه وړ تصمیم ونیسي، لمړی داچه د موضوع د اهمیت له مخی په ټاکنو کی د یوه مهمه ملی مسله ده په پراخه پیمانه برخه واخلو او بیا د وطن په خاطر د خپل ایمان او وجدان د غږ له مخی هغه چا ته خپله راییه ور کړو چه د افغانستان د روښانه راتلونکی زیری له ځانه سره لري
و من الله التوفیق