آيا ډاکټر عبدالله عبدالله رښتيا پښتون دی؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59716
انجنير نصير احمد اڅکزی، کندهار پوهنتون
دخبریدو نیټه : 2014-05-31

له کومې ورځې راهيسې چې انتخاباتي منډې ترړې چټکې شوي، نو ځينې کانديدان او ملګري يې ولس ته ځان داسې ښيي چې دوی د عقيدې، کلتور، کرکټر او بالاخره په ټولو کړو وړو کې ولسي خلک دي او له ولس سره ولاړ دي. هغه کانديد يا د ټيم مهم ملګري يې چې ښه نوم، علميت او ښه سياسي سابقه نه لري، نو په درواغو تاريخ ته پناه وړي، څوک ځان ته پرونی مجاهد، څوک ځان پښتون او څوک ځان کندهاری بولي چې په ډې ډول شخصيتونو کې يو هم د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله له مور او پلار دواړو څخه تاجک او د پنجشير ولايت اوسېدونکی دی، خو په درواغو ځان ته پښتون او د کندهار اوسېدونکی وايي او غواړي په دې ډول د پښتنو له قبيلوي ذهنيت څخه سياسي ګټه واخلي.
ډاکټر عبدالله دوه وروڼه لري چې دواړه يې تر اوسه پورې نه چا دده ترڅنګ ليدلي او نه هغوی ځانونه تاجکان او پنجشېريان بولي. دده يو ورور جنرال عبداللطيف نومېږي. دی وايي چې ډاکټر عبدالله عبدالله زموږ له موره دی، خو له پلاره مو نه دی. ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل پلار نوم (محی الدين ننګيالی توخی) معرفي کوي، حال دا چې حقيقت بل ډول دی.
ارواښاد علامه رشاد صاحب په دې موضوع ډېر ښه خبر و. هغه ويل چې محی الدين ننګيالی يو ډېر شريف سړی و. ننګيالی اصلاً د زابل د سيوري ولسوالۍ اوسېدونکی او په خټه توخی و چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې اوسېده.کله چې ارواښاد محمد هاشم ميوندوال د ميوند ولسوال و، نو هلته يې له ننګيالي سره وپېژندل. بيا چې کله ميوندوال کابل ته راغی نو ښاغلی ننګيالی يې هم له ځانه سره کابل ته راوست او په کابل ښاروالۍ کې يې مقرر کړ.
له ښاغلی ننګيالی سره  ارواښاد عبدالروف بينوا هم انډيوالي درلوده. عبدالله عبدالله د يو نيم کال و چې پنجشيري پلار يې د هغه پنجشيرۍ مور طلاقه کړه. د طلاقولو په جريان کې يوه ورځ د عبدالله عبدالله پلار د هغه له مور سره محکمې ته ولاړل چې د طلاق مسئله حل وفصل کړي. په هغه ورځ تصادفا محی الدين ننګيالي د عبدالله عبدالله مور وليده او خوښه يې شوه. ښاغلي ننګيالی بينوا صاحب ته وويل چې زه غواړم له دې ښځې سره واده وکړم، ته مرسته راسره وکړه. هغه و چې بينوا صاحب د ننګيالي له خوا د عبدالله مور ته په مرکه ورغی، هغې هم ومنله، بېنوا صاحب له خپله جېبه پيسې مصرف کړې او د عبدالله مور يې محی الدين ننګيالي ته په نکاح کړه. په نکاح کې يو شرط دا هم و چې ښاغلی ننګيالی به عبدالله ياني اوسنی ( ډاکټر عبدالله عبدالله) چې هغه مهال د يونيم کال و، پالنه او روزنه به يې د محی الدين ننګيالي پر غاړه وي، نو په همدې اساس ډاکټر عبدالله عبدالله د محی الدين ننګيالي په کور کې رالوی او ظاهراً د هغه زوی وبلل شو.
کله چې ارواښاد ميوندوال د کودتا په تور بندي شو، نو دده په ملګرو کې يو هم محی الدين ننګيالی و. کله چې له بند څخه راخوشي شو کندهار ته ولاړ او هلته د يو څه مودې لپاره د کندهار په ښاروالۍ کې مامور و. تر يو څه مودې وروسته بيرته  کابل ته راغی او تر اخره پوري په کابل کې پاتې شو. همدا دلايل وو چې عام خلک تر اوسه پورې داسي فکر کوي چې ګواکي ډاکټر عبدالله عبدالله پښتون او کندهاری دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله د نظار شورا وتلې څېره او ددې شورا د بنسټ ايښودونکي احمد شاه مسعود له ډېرو اعتمادي ملګرو څخه و. مسعود چې له پښتنو ، په تېره بيا له کندهاريانو سره يې ښکاره تعصب درلود دومره ساده سړی نه و چې پر يوه کندهاري پښتون دي دومره اعتماد وکړي. ټولو ته معلومه ده چې ډاکټر عبدالله عبدالله په عام ډول د شمال ټلوالي او په خاص ډول د تاجکانو کانديد دی او دا ټلواله خو هم ټولوته معلومه ده چې له پيله د پښتنو پر ضد جوړه شوې ده او اوس هم هماغه کړنلاره تعقيبوي. دا کار د دې لپاره کوي چې د پښتنو له قبيلوي ذهنيت څخه ګټه واخلي او هغوی د ځان ملګري کړي.
دلته دا پوښته پيدا کېږي چې ايا پخوانۍ نظار شورا چې اکثره غړي يې تاجکان او پنجشيريان دي دومره ساده خلک دي چې تر خپلو خلکو دي لاس واړوي او يو کندهاری پښتون دي د خپل قومي سياست په محراب کې ودروي؟
ځواب دا دی چې هيڅکله نه! هغوی ډاکټر عبدالله عبدالله ډېر ښه پېژني چې نه يوازي يې فکر د تاجکو او پنجشېر سره تړلی، بلکې خپل ټوله ژوند يې هم له پښتنو سره په دښمنۍ او تاجکوته په خدمت کې تېر کړی دی. د ډاکټر عبدالله عبدالله سياسي لارښود احمد شاه مسعود هم د پښتنو له کمزورۍ څخه دغه ډول ګټه اخيستې وه چې دلته يې يوه لنډه يادونه کوو:
علامه رشاد بابا ويل چې د احمد شاه مسعود اکا چې (کاکا قدوس) يې باله  زما ځای ته همېشه راته او ويل به يې چې زموږ نيکه د تاجکستان له (ده بيد) سيمي څخه پنجشېر ته راغلی دی . علامه بابا زياتوي چې  يوه ورځ د رباني د واکمنۍ پر مهال د تره کو د قبيلې څو سپين ږيري چې اکثره يې د غزني او زابل ولايتونو اوسېدونکي وو، زما کره راغلل . دوی ويل چې موږ احمد شاه مسعود مېلمانه کړي وو. يو يو راډو ساعت او څو څو لکه شنې افغانۍ يې هم راکړې. موږ ته يې وويل چې زه اصلاً پښتون او (نوروزي خېل) ( تره کی ) يم، زموږ نيکه پخوا له مقر څخه پنجشېر ته تللی او هلته پاته شوی دی. دوی وويل چې احمدشاه مسعود دا مېلمستيا د ملي امنيت د پخواني مشر اسدالله خالد په مديريت جوړه کړې وه، دا کار يې ځکه ښاغلی خالد ته سپارلی و چې د تره کو مشران پوره باور وکړي، ځکه چې اسدالله خالد هم د غزني تره کی او تازه د قوماندان شېرعالم پر لاس نظار شورا ته معرفي شوی و.
د يادونې وړ ده چې په تاجکو کې يوه پښه (نوروزي خېل) نومېږي چې احمد شاه مسعود هم همدې پښې ته منسوب دی او تصادفاً په تره کو کې هم يوه پښه نوروزي خېل نومېږي. احمد شاه مسعود دغه ټکی موندلی او له هغه څخه يې استفاده کوله . علامه بابا وايي چې دغو سپين ږيرو ويل چې احمد شاه مسعود موږ ته وويل چې که رښتيا تاسي تره کي ياست نو زما ملګري وکړئ، ځکه چې زه تره کی او حکمتيار خروټی دی. 
د نظار شورا يو بل مهم غړی او د بلخ والي عطا محمد نور هم دې ته ورته تقلب کړی او غواړي چې پښتانه وغولوي. دی وايي چې دی په خټه پښتون سليمان خېل دی، دی وايي چې نيکونه يې له زابل څخه بلخ ته تللي او هلته ميشت شوي دي. موږ او تاسي وليدل چې عطامحمد نور په ډاګه په تذکرو کې د افغان او اسلام له نوم سره مخالفت وکړ، نو څوک چې پښتون او لږ تر لږه افغان وي، ولي به د افغان او اسلام له نوم سره مخالفت کوي؟ اصلي خبره مو د ډاکټر عبدالله کوله چې ځان ته توخی پښتون وايي او غواړي چې يو ځل ځان د پښتنو پر اوږو د اقتدار بام ته وخېژوي او بيا د پښتنو پر مرۍ چاړه کېږدي.
ډاکټر عبدالله عبدالله که د نورو سيمو له پښتنو سره هر ډول وي، له کندهاريانو سره د طالبانو په خاطر هيڅکله هم نه جوړېږي. موږ يې وينو چې ځينې کندهاريان چې اکثره يې پخواني ټوپکسالاران دي دپيسو لپاره ډاکټر عبدالله عبدالله ته کمپاين کوي او دا دليل راوړي چې ډاکټر عبدالله کندهاری او پښتون دی. زه دغو ښاغلو ته وايم چې د خدای پر پار دلته خبره د کندهاري، پښتون او تاجک نه، بلکې د افغان ملت او افغانستان د سرنوشت ده. ډاکټر عبدالله عبدالله هغه څوک دی چې د افغانستان له نوم سره هم حساسيت لري. موږ نه تعصب کوو او نه يو قوم تر بل قوم لوړ او يا ټيټ ګڼو، خو له بده مرغه چې ډاکټر عبدالله په دغه ناروغۍ اخته دی، يوازي دی نه، بلکې مفکوره يې پر قومي، ژبني او سيمه ييز تعصب ولاړه ده. د جمعيت يوه مهم غړي حفيظ منصور له ( بهار ) ورځپانې سره په مرکه کې ويلي چې د ثور کودتا د اقليت قومونو لپاره يو ښه فرصت و، له دې فرصت څخه په استفادې سره اقليت قومونو ته  وسلې په لاس ورغلې او اوس د دې توان لري چې د پښتنو پر ضد راپورته او ځانونه د هغوی له دوه نيم سوه کلنې واکمنۍ څخه خلاص کړي.
ځينې پاک زړې او ساده خلک جمعيت يو اسلامي ګوند او ډاکټر عبدالله مجاهد بولي، خو حفيظ منصور  د جمعيت اصلي پروګرام روښانه کوي او د زړه خبره کوي، حافظ منصور خپل جنګ ته جهاد نه ، بلکې قومي جنګ وايي،  دا خبره يوازې د حفيظ منصور نه، بلکې د جمعيت ايډيالوژي ده. که تاسې رسنۍ وګورئ، نو د جمعيت د ملګرو دې ته ورته په زرګونو خبرې او ليکنې به ووينئ. که جمعيت په رښتيا يو اسلامي ګوند وي، نو ولي ډول ډول تعصبونو ته لمن وهي او ځينې يې خپل نسب بدلوي؟
نسب بدلول د اسلام سپېڅلي دين هم په کلکه ردوي. د بل اولاد په خپل نوم کول يا ځان د بل قوم او نسب ته منسوبول پخوا په عربو کې د جاهليت له وختونو راهيسي يو رواج پاتې و، خو د اسلام سپېڅلي دين دا جاهلانه او خرافاتي رواج رد کړ او دا ايت شريف نازل شو: ( وَ مَا جَعَلَ اَدعِيائکُم اَبنَائکُم ذَلِکُم قَولکُم بِاَفوَاهِکُم وَ الله يقُولُ الحَقّ وَ يهدِی السّبيل اُدعُوهُم لِاَبَائِهِم هُوَ اَقسَط عِندَ الله فان لَم تَعلَمُوا آبائهم فإخوانکم فی الدِين و مَواليکُم).
 [ د احزاب سوره]
ترجمه: خدای ( ج ) هغه زامن ستاسې نه ګڼې چې په حقيقت کې ستاسې نه دي او تاسې يې خپل ګڼئ. دا ستاسې چټي خبرې دي چې واقعيت نه لري، خدای (ج) حق او رښتيا وايي او تاسې رښتيا ته رابولي. هغه کسان چې تاسې په زوی ولۍ نيولي خپلو اصلي پلورنو ته يې منسوب کړئ چې دا کار عدالت او رښتونولۍ ته نژدې دی او که يې اصلي پلرونه نه پېژنئ، نو ديني وروڼه او دوستان يې وګڼئ.
په يوه حديث کې راغلي چې: « لعن الله داخل النسب و هو خارجه وخارج النسب و هو داخله» ترجمه: پر هغه چا دي د خدای (ج)  لعنت وي چې د چا په نسب پورې اړه نه لري، خو دی ځان ورګډوي. امام مسلم د ابوبکره او سعد ابن ابي وقاص (رض) څخه روايت کوي چې د اسلام ستر لارښود داسي وفرمايل: ( من ادعی الی غير ابيه فاالجنة عليه حرام ). ترجمه: هغه څوک چي خپل واقعي پلار پېژني، خو دی ځان بل پلار ته منسوبوي، پر هغه جنت حرام دی.
 د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) د ( زيد بن حارث) په نوم يو مريی درلود او ډېر ورباندې ګران و، آن دا چې د زوی په سترګه يې ورته کتل، کله چې يې ازاد کړ، نو خلکو به د محمد (ص) زوی  باله. د اسلام ستر لارښود د دې لپاره چې دا خرافاتي رواج په بشپړ ډول رد او صحابه وو ته عملا يو مثال شي، نو له هغې ښځې سره يې واده وکړ چې (زيد بن حارث ) طلاقه کړې وه.
د اسلام سپېڅلي دين د انسان فضيلت په تقوا کې ګڼي او هر ډول تعصب ردوي، نو په دې اساس موږ هم وايو چې هيڅ افغان تر بل افغان لوړ نه دی او هيڅ افغان تر بل افغان ټيټ نه دی، هر افغان يوه اصيل او شريف قوم ته منسوب دی او د افغانستان ټول قومونه اصيل او يو له بل سره وروڼه دي، خو پوښتنه دا ده چې ولي يو څوک ولس وغولوي او خپل نسب د بد نيت له مخې بدل کړي؟ يوه ورځ ځان يوه قوم او بله ورځ يې بل قوم وبولي او يا ځان په خټه يو څوک بولي او عملاً بل قوم ته کار کوي؟ موږ له هيڅ يوه قوم سره ستونزه نه لرو او ټول قومونه مو سر او سترګې دي، خو هغه څوک چې قومي مسايلو ته لمن وهي، خلک غولوي، د خلکو له ناخبرۍ، سادګۍ او قبيلوي ذهنيت څخه ناوړه ګټه پورته کوي، هم يې د خدای (ج) امر او هم يې ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.موږ له ټول ملت څخه هيله کوو چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې دواړو کانديدانو ته د قوم، نسب، ژبې او سيمې له امله رايه ور نه کړي، بلکې د کانديد  تقوا، منشور، شخصيت، مديريت، زده کړې او کاري سابقې ته وګوري او بيا وجدانا قضاوت وکړي چې څوک د دې بېچاره ملت درد دوا کولای شي؟  هغه څوک چې پرون يې کابل په کنډوالو بدل کړ، په ټولو جنګونو کې يو طرف و، د دوی له لاسه پېغلو نجونو له څلورم پوړ څخه ځانونه راواچول، په ملت کې يې د قوم، سيمې او ژبې په نوم د کرکې او نفاق تخمونه وشيندل، ښکاره خبره ده چې سبا به خامخا همدا کارونه کوي، خو که داسي دا وار  د ولس په رايو بريالي شي، نو ټوله پړه به يې د ولس پر غاړه وي.