لکه ځنګه چی د افغانستان ټول خلګ د بدخشان د ارګوی د غمجنی پشی څخه خبر دی، ډیر خلګ یی ځانی او مالی تاونی کړل، دی پیشه نه یواځی افغانان وځورول بلکه ټوله نړی یی د خواښینی عنوان و ګرځوله.
هغه څه چی ما ته دیر جالبه تمام سول هغه دا وو چی د افغانستان ټولو خلګو په یو دیر یووالی او د هر فرد تر وسه د دی غمجی پیشی لپاره مرستی واچولی سولی، حتا تر دی چی ځینو خویندو خپل د لاسونو بنګړی لا هم په مرستی کی د اشتراک لپاره خرڅ کړل، له ټولو وړونو او خویندو د مرستو ځخه دیر زیات منندوی یم، په خاصه توګه د هلمند له خلګو ځخه.
د هلمند مدنی ټولنی هم د بدخشان د پیشی لپاره صندوقونه د هلمند په ولایت کی درلودل، او داسی شکاریدل چی دا ټولنه تر دی چی د دی غمجنی پیشی لپاره مرستی راټولی کړی په فیسبوک کی یی تبلیغاتی انځورونه ډیر ول. او ګواکی خلګو ته ځانونه او د هلمند مدنی ټولنه داسی ښکاره کړی چی موږ هم د دی پیشی لپاره زړسوی کوو.
د هلمند د خلګو په زړسوی او تروس ډیرو مرستو کی هځ شک نسته، ولی وس پوشتنه دا ده چی د هلنمد د مدنی ټولنی له خوا راټولی سوی مرستی تر کمه ځای د بدخشان د غمجنی پیښی ځپلیو خلګو ته رسیدل؟ د هلمند د مدنی ټولنی مشر یا د ټولنی د رهبری د عضویت درلودونکو ځخه می دا پوشته ځوابیږی، ایا د ټولنی مشر صاحب دا مرستی هم داسی مصرف سوی لکه په پخوا کی به ځینو لنډ موده ټولونو په مختلیفو ډولونو مرستی را ټولولی او بیا به یی په دوبی او تاجکستان کی په عیش او نوش مصرف ولی؟؟؟؟
مننه
سمیع وزیری!