اشرف غني د ملي یووالي سمبول دی!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59741
صداقت غورځنګ
دخبریدو نیټه : 2014-06-03

 


 
ډاکټر اشرف غني احمدزی یو پوه هوښیار، اقتصاد پوه، انسان پیژندونکی، ښه منیجر( ښه اداره کوونکی)، قاطع او د نړۍ دوهم متفکر دی. ډاکټر اشرف غني په اداري فساد ککړ نه دی. د اوسني حکومت په رامنځته کېدو سره ډاکټر اشرف غني چې هیواد ته ستون شوی دا څوارلس کاله یې د خپل ولس خدمت کړی خو له حکومته یې معاش نه دی اخیستی. په څلورویشت ساعتونو کې دی شاوخوا شل ساعته کار کوي ځکه خو له وجوده خوار دی. زه یې هېڅکله د یو خاین، مافیایي ډلو، جنایتکار، د ځمکو غاصب، په فساد اخته، ټوپکسالار او یو قومپاله سره نه برابروم.

۲-د ښاغلي ډاکټر اشرف غني زده کړې:

د ډاکټر اشرف غني علم، زده کړه او پوهه په رښتیا هم د قدر وړ ده. زه فکر نه کوم چې په ټول افغانستان کې داسې څوک پیدا شي چې له داسې لوړو زده کړو برخمن وي. د هند له نوي لمړي وزیر څخه ونیسه بیا د پاکستان تر لمړي وزیر پورې او د ایران له ولسمشره تر ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، سریلانکا، بنګله دیش، نیپال او د سویلی اسیا د  ولسمشرانو پورې له ټولو ښې زده کړې لري. راځئ چه ځانونه د ډاکټر صاحب اشرف غني له لوړو زده کړو خبر کړو چې په لاندې ډول دي:

ځانګړې ديني زده كړې: ښاغلی ډاكټر محمد اشرف غني له ماشومتو به آن تر نن ورځې پورې د اسلامي تعليماتو د حصول لپاره هڅې کوي، خو تر ټولو جوت كار يې د ۱۹۸۵ ميلادي كال څخه تر ۱۹۸۶ ميلادي كال پورې د نبوي سيرت په باب د كراچۍ ،لاهور او نورو ښارونو په مدرسو كې زده كړې دي چې د نوموړي په وينا د ده لپاره خورا ارزښتناکې وې.

ابتدايه : د استقلال عالي لېسه

متوسطه : د حبيبيې عالي لېسه

بكلوريا: د حبيبيې عالي ليسه

لسانس: لومړی شپږ مياشتې په كابل پوهنتون، او د لسانس بشپړه دوره د بيروت په امريكا يي پوهنتون كې د سياسي علومو په برخه كې.

لومړۍ ماسټري : په سياسي علومو كې د بيروت له امريكايي پوهنتون څخه

دويمه ماسټري : په نړيوالو اړيكو او انسان پېژندنه كې د امريكا د كولمبيا په پوهنتون كې

درېيمه ماسټري: په نړيوالو اړيكو كې د كولمبيا له پوهنتون څخه.

ډاكټري: په انسان پيژندنه( انټروپالوجي) كې د امريكا د كولمبيا پوهنتون

لومړۍ افتخاري ډاكټري: په ۲۰۰۷ كال كې د امريكا د متحده ايالاتو د سكرانتن له پوهنتون څخه دغه افتخاري ډاكټري وركړل شوه.

دويمه افتخاري ډاكټري : د ۲۰۰۸ كال په جون كې د كاناډا ګيلف پوهنتون نوموړي ته افتخاري ډاكټري وركړه.

همداراز سږ كال د امريكا دتفت پوهنتون ښاغلي ډاكټراشرف غني ته د نړيوال وطندار ترعنوان لاندې د نړۍ ډيره ممتازه جايزه وركړه، بايد وويل شي چې دا جايزه د نړۍ ډيرو كمو خلكو اخيستې، چې دا ځل يې يو افغان پروفيسر په اخيستو ونمانځل شوه.

۳- د ډاکټر اشرف غنی دندې او کاري تجربې:

د ندې او کاري تجربه: ډاکټر اشرف غني احمدزي لوړې دندې اجرا کړي او زه فکر کوم چه مونږ په داسې حالاتو یو همداسی زعیم ته اړتیا لرو چې افغانستان له اوسنۍ بحرانه بهر او په اقتصادي، ټولنیز او کلتوری برخو کې پرمختګ وکړي. راځئ چې د اشرف غني احمدزي له کاري تجربو او دندو خبر شوو:

-         د كابل پوهنتون د هغه مهال په ادبياتو پوهنځي كې د بشري علومو په څانګه كې د پوهيالي او پوهنيار په رتبه استاد.

-         په ۱۹۷۷ ميلادي كال كې د ډنمارك په آروس پوهنتون كې د لنډ مهال لپاره ميلمه پروفيسر.

-         د امريكا د متحده ايالاتو په ستر پوهنتون بكلي كې د يوه كال لپاره استاد

-         د امريكا په مشهور پوهنتون جانزهوپكنز كې اته كاله استاد

-         لس كاله د نړيوال بانك د پاليسۍ او سټراټيژۍ جوړولو په برخه كې مهم مشر

-         د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د مالیې وزیر

-         د کابل پوهنتون رئیس

-         د بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنتي ځواکونو د واک د لېږد مشر

-         د افغانستان د اقتصاد لپاره د بنسټيزو قوانینو جوړول

-         د افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو د مرستو لپاره د نړیوالو کنفرانسونو او غونډو برابرول

ښاغلی ډاکټر اشرف غني په نړیوال بانک کې د خپلې دندې په وخت هند، روسیې او چین ته اقتصادي پالیسۍ جوړې کړې دي. همدارنګه یې د افغانستان په اړه په لسګونه څيړنیزې مقالی لیکلې او په معتبرو سرچینو کښې خپاره شوي. په عمومي ډول لسګونه مقالی یې د ښه حکومتوالۍ، اقتصادي ودې، د افغانستان په څلورسوه کلنه تاریخ څيړنه، دولت جوړول، د شخړو د هوارۍ او داسې نورو مهمو موضوعګانو په هکله لیکلي دي.

۴- د ډاکټر اشرف غني سفرونه:

ښاغلي ډاكټر محمد اشرف غني د خپل هر اړخيز ژوند په اوږدو كې د نړۍ په لسګونو هېوادونو ته سفرونه كړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو كې زيات شمېر اغيزمن كارونه كړي.

ډاكټر غني د ځوانۍ پر مهال د افغانستان ډيرو لرې پرتو سيمو ته په آسونو، او نورو مروجو سپرليو او آن پر خپلو پښو سفرونه كړي او د دې هېواد په اړه يې هغه مهال ډير اغيزمن تحقيقات ترسره كړي دي.

ښاغلي ډاكټر اشرف غني احمدزي د لنډمهالې ادارې ترختمېدو يوه مياشت وروسته د افغانستان لسو ولايتونو ته كاري سفرونه وكړل او روان حالات يې تر څيړنې لاندې ونيوه، په همدې وخت كې يې د افغانستان د هغه مهال د ادارې په غوښتنه د ملګرو ملتونو سازمان او نړيوال بانك ته استعفا وركړه او له هر ډول مالي امتياز پرته د ولسمشر ځانګړى سلاكار مقرر شو.

 ډاکټر اشرف غنی په یوه لنډه موده یواځي تیر یو کال کې د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته له سلو ډېر کاري سفرونه وکړل. زما په اند اشرف غني په دې لسو کلونو کي د دننه پاتې شوی د افغانستان له حالاتو ښه خبر دی د افغانانو په ستونزو ښه پوهیږي ځکه چې د افغانستان په ګوډ ګوډ ته تللی دی. د افغانانو په دود او دستور، ټولنیزو ستونزو او په نورو خویونو او خصلتونو پوه شوی دی.

د ښاغلې ډاکټر اشرف غني د تحول او تداوم ټیم:

د ډاکټر اشرف غني ټیم یو لوی او پراخه ټیم دی چې د افغانستان له ټولو قومونو او پرګنو څخه جوړ شوی دی. که چیرې مونږ او تاسو د تحول او تداوم ټیم ته نظر وکړو نو دا ټیم مونږ او تاسو ته  د یو افغانستان تصویر وړاندې کوي او د افغانستان د ملي یووالې نښه ده.

 د تحول او تداوم ټیم د قومونو له مخې د پښتون، تاجګ، هزاره، ازبک، نورستاني، ترکمن، قزلباش، عرب، پشه یي، بلوچ، هندو او نورو قومونو څخه جوړ دی چې مونږ او تاسو ته د افغانستان تصویر مخې ته ږدي.

تحول او تدوام ټیم کې پوه او هوښیار مشران، سیاستمداران، قومی مشران، ګوندونه، مذهبی ډلي، مدنې ټولنې، بانفوذه شخصتیونه، مجاهدین او له نورو وطندوستو او اسلام دوستو وګړو څخه جوړ شوی دی.

د تحول او تداوم ټیم کښي لاندي ګوندونه برخه لری:

۱- افغان ملت ګوند د ښاغلي شيرزاد او ډاکټر انوار الحق احدي په مشرۍ

۲- حق او عدالت ګوند د حنیف اتمر په مشرۍ

۳-  فکر او عمل جرګه د پروفیسور علي احمد جلالي په مشرۍ

۴- د اسلامي نجات جبهه د حضرت صبغت الله په مشرۍ

۵- حزب حرکت اسلامي ملت افغانستان

  ۶- حزب اسلامي مولوي خالص ګوند

 ۷- حرکت انقلاب اسلامي د حاجي موسی هوتک په مشرۍ

۸-محاذ ملي اسلامي د پير سید احمد ګيلاني په مشرۍ

 ۹- ملي تحريك د اسماعيل يون په مشري

 ۱۰- پيوند ملي د سيد منصور نادري په مشرۍ

 ۱۲- افغان ملت د اجمل شمس په مشرۍ

۱۳-ډاکټر خليلزاد او ګروپ يې

۱۴- حرکت اسلامي د جهادي مشر هادي هادي په مشرۍ

۱۵-جنبش ګوند د عبدالرشید دوستم په مشرۍ

۱۶-  د حزب اسلامي شوراګانې د وحیدالله سباوون په مشرۍ

۱۷- د حزب اسلامي ۲۴ شوراګانې

۱۸-د جمهوریت غوښتونکو ګوند او نور

مدنې ټولنې، خوځښتونه او بېلابېلې شورګانې

د افغان ولسي سراسري خوځښت

د میدان وردګو د ځوانانو مدني ټولنه

د افغانستان د ځونانو د ملي یووالې ټولنه

په لویدیځ کې د اڅکزیو عمومي شورا

افغان ملي غورځنګ

د ختیڅ زون ۱۴ شوراګانې

او په لسګونه نور شورګاني، خوځښتونه او مدني ټولنې ټول ۲۷ په شاوخوا سياسي احزاب، په لس ګونو ګڼو مدنې ټولنې، شوراګانې، خوځښتونه او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اکثرو غړو او ګڼو مطرح شخصیتونو لا پخوا د داکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کړی دی.

د اشرف غنی او عبدالله تر منځ توپیر:

د ډاکټر اشرف غني او د ډاکټر عبدالله ټیمونه مختلف نظرونه، پالیسۍ او مختلفې تګلارې لري. افغانان خپل راتلونکی ولسمشر د دوی د پلانونو او تګلارو له مخې ټاکي. هر افغان حق لري چې خپل راتلونکی او د خپل هېواد راتلونکې وټاکې. څرنګه چې مونږ په دې هېواد حق لرو همداسې دا هېواد پر مونږ هم حق لري چې د ابادۍ او سوکالۍ لپاره یی نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو. د افغانستان اوسنی حالت او په ټاکنو کې بیا د یو جنایتکارې او مافیایي ډلې چې د افغانستان او افغانانو په سرنوشت یی لوبې کړي، افغانستان یې وران کړی، د افغانانو له ماله واخله بیا تر سر او ناموسه لوټلې، غواړي یو ځل بیا واک ته ورسېږي او افغانانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي. په داسې یو حالت کې ټول افغانان باید د ښو او بدو توپیر وکړي او د افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ لپاره رایه ور کړي.

د دواړو ټیمونو له تحلیله وروسته، د افغانستان لپاره د دوی د پلانونو او تګلارو په کتلو سره ما ډاکټر اشرف غني احمدزی ټاکلی او غواړم چه خپل رایه د بدلون او تداوم ټیم لپاره استعمال کړم.

۱- د ټاکنیز ټیم جوړښت

د ډاکټر اشرف غني احمدزي تحول او تداوم ټيم د ملي یووالي، ملي امنیت، ملي پرمختګ، د افغانستان د اقتصادي بیارغونې، عدالت او برابرۍ، د فساد ضد او د یو غني افغانستان ټیم دی.