اميرحبيب الله خان داميرعبدالرحمن خان زوی اودمحمدافضل خان لمسۍ دی هغه وخت چې اميرعبدالرحمن خان دبخارا لورته په تېښته ؤ.نواميرحبيب الله په ۱۸۷۲م کال دثمرقند په سيمه کې پيداشو اوموريې د بدخشان دسيمه ايز اميرلوروه. اميرعبدالرحمن خان دحبيب الله خان د لويېدو سره سم ورته ښوونکی مقرر کړ هغه به حبيب الله خان او د هغه کشر ورور نصرالله خان چې ترده دوه کاله کشروولوست وايو .چې په کال ۱۸۹۰ م دپلا ر لخوا دسردارکلان په نامه يئ اداري چارو ته وګمــــــاره
( ريان ، ۱۳۸۹، ص ، ۱۲۲،۱۲۳ ) .
کله چې اميرحبيب الله خان دافغانستان حکومت اداري چارې په لاس کې واخستې نودافغانستان اونړۍ له حالاتو څخه يې ځان با خبره ساته اويولړ په کورني اصلاحاتو يې لاس پورې کړه .
دپوهنې پياوړتيا : پوهنې دپياوړتيا په لړ کې يې دلومړي ځل لپاره دکابل دچوب فروشي په جماعت کې يې په ( ۱۹۰۳م ) کال دحبيبي دارالعلوم ( اوسني حبيبي ليسې ) دبنسټ ډبره کېښوده ترڅو دهېواد تنکي ماشومان په همدې دارالعلوم کې په سالمه توګه دراتلونکې لپاره وروزل شي . دنوموړي ښوونځي لګښت ددولتي بوديجې څخه بشپړېده اودښوونې اوروزنې چارې دپوهنې دانجمن له خوا څارل کېدې . دهمدې دارالعلوم پرته په (۱۹۰۹م ) کال دلومړی ځل لپاره دعسکري منصبدارانو دپالنې او روزنې لپاره حربي ښوونځي په رسمي توګه پرانيستل شو( دريځ ،۲۰۰۷ م ، ص، ۲۶، ۲۷) .
دحبيبي دارالعلوم دکابل ښار په لرې پرتو سيمو کې دکابل دماشومانو سالمې روزنې لپاره شپږ څانګې پرانستلې او دکوچنيو ماشومانو تر څنګ يې ځوانانو ته هم د زده کړې زمينه برابره کړه دامهال په کابل کې دامير په حکم دباغ نواب لومړني ښوونځي ،تنورسازي ،حافها ،پرا نچې ،مکتب حرام حضور عالي او د اهل هنود لپاره يوځانګړي ښوونځي دامير په حکم پرانستل شو.همدارنګه دامير دحکم له مخې په کابل کې دلومړي ځل لپاره دارالمعلمين پرانستل شو چې د دريو کلونو دزده کړو څخه ورسته يې فارغان دنوو ښوونکو په توګه په دندو ګمارل کېدل .اوهم يې دهېواد په لرې پرتوسيمو کې چې تر دې مهاله يې دزده کړې پروسه په عنعنوي او دوديزه توګه روانه وه لکه د نورستان په شپږ لومړنيو ښوونځيو کې د هغه سيمې ماشومان دپالنې او روزنې لاندې نيول شوي و .دنورستان د غرنۍ سيمې لومړنی ښوونځي ، يشمل شکباني،وايګل ، قلعه شاهي او کاشمند و .چې دښوونکو او ملا امامانو لخوا دتدريس پروسه دپرمختګ په لورروانه وه. اودا مهال دپوهنې دپرمختګ لپاره افغان دولت يو بيت الحکمه(لابراتوار)، بيت الرسم (نقشه اوعملي رسم ) ، بيت العلاج ( روغتون) ،کتابتون او دهر ښوونځي سامان الاتواودکتابونو دخوندي ساتلو لپاره يوتحويل خانه يودفتر او دوه تنه کاتبان ټاکل شوي وو ( پيغام ، ۱۳۹۰ ، ص ، ۳۵ ،۳۸) .
د حبيبي ښوونځي په سيمه او دهند په نيمه وچې کې د ديموکراسۍ دنهضت لومړنی اولوي مرکز پېژندل شوی و . داميرحبيب الله خان دواکمنۍ په مهال په شاهي ارګ کې دلومړی ځل لپاره کتابتون پرانستل شو چې نوموړي کتابتون کې دعلومواوفنونوترڅنګ ځينې نور کتابونه لکه دتاريخ ،ناولونه ، قيصې اود دري ،ترکې ،اردو، اوانګليسي ژبوکتابونه دلوستونکو په واک کې ورکړل شوی و اوهم يې دهېواد په يولس مشهورو ښارونو کې د قران کريم دحفظ لپاره مدرسې جوړې کړې ترڅودنوموړو مدرسو له لارې دقران کريم لپاره غوره حافظان وروزل شي .دپوهنې دلايحې له مخې هر زده کونکې مکلف و چې د دريو نه تر شپږو کالو پورې قران کريم حفظ کړي اودښوونکو اوزده کونکو ټول لګښت يې دپوهنې دانجمن دبوديجې څخه بشپيړيده او دقران کريم په دې حافظانو کې ګڼ شمېرنابينايان او ړانده و ( غبار،۱۳۴۶هـ ش ، ص ،۷۰۰ ).
دامير دحکم له مخې په (۱۹۱۰) ميلادي کال ديتيمو ماشومانو لپاره ديتيم خانی په نوم ودانۍ جوړه کړه چې ديتيم خانۍ لګښت لپاره يې په چمن حضوري کې سماوار اويوه عکاسخانه جوړه شوه ترڅوديتيم خانۍ لګښت ددولتي بوديجې پرته له هم دې درکه بشپړه کړي اوخپله يې ديتيم خانۍ دپرمختګ لپاره (۱۸۰۰۰) روپۍ شخصي مرسته وکړه اوهم يې ددولتي مامورينو څخه په اجباري توګه دهرې مياشتې په معاش کې پيسې ګرځولې اودامير دځانګړي حکم له مخې هره کورنۍ مکلفه وه چې يتيم خانۍ ته په خپل ټاکلي وخت مرسته راوليږي .ديتيم خانۍ دپياوړتيا لپاره دکوټوالی سر دفتر ميرزا محمد يوسف ددويمې څلورلارې په اخرنۍ برخه کې يوسماوار په خپل شخصي لګښت جوړکړ ترڅو ديتيم خانۍ ځانګړې بوديجه نوره هم زياته شي (پيغام ،۱۳۹۰ ، ص،۹۲، ۹۳ ) .
حربي ښوونځی : لکه څرنګه چې ښوونه اوروزنه د يوهېواد په پيشرفت کې يومهم رول لري نو دامنيت او دفاع لپاره هم يو پياوړي نظام ته ضرورت لري نو کله چې امير حبيب الله خان په خپلې واکمنۍ کې دحبيبي لېسه تاسيس کړه نو شپږ کاله وروسته په (۱۹۰۹م) ديوځانګړي حکم له مخې حربي ښوونځی دلومړی ځل لپاره دپوهنې تعليمي نصاب کې په منظمه توګه فعاليت پيل کړه. چې دداخلي اوبهرنيو مجربو ښوونکو په مرسته ورته دپرمختګ زمينه برابره شوې وه په تعليمي نصاب کې يې قران کريم ، جغرافيه ، جمناستيک ، پياده اوسواره مسلک زده کړی ، اثبات هندسه ، اصول رياضي، توپچي ، استحکام ، مخابره ، تاريخ عمومي اوځينې نورمضامين په منظمه توګه تدريس کېدل. او هم يې داوسيدو خونې ،لوی باغ ،روغتون ، وسله تون ، دښوونځي دسامان لپاره تحويل خانه او عسکري زده کونکو ته خواړه او لباس ددولتي خزانې څخه برابريده اود امير په حکم دنوموړي ښوونځي درې جلا څانګې دعسکری زده کړې لپاره چمتو شوې وې لومړني څانګه دکوچنيو ضابطانودروزنې لپاره ،دويمه څانګه دجديد الاسلام عسکري ښوونځي (دنورستانيانو ) اودريمه څانګه دوليانو دڅانګي څخه عبارت وه چې داميرحبيب الله خان دواکمنۍ په دوره کې معين السلطنه سردار عنايت الله خان اوسردار امان الله خان هم دنوموړی دحربي ښوونځي دلومړنيو فارغانو له ډلې څخه( غبار ،۱۳۴۶، ص،۷۰۴) سراج الاخبار جريده : همدارنګه دده دواکمنۍ په دوره کې دهېواد دګڼ شمير روشنفکران روحيه راژوندی شوه او خپل فرهنګ ته د پياوړتيا په خاطر يې امير ته يوليکلی وړانديز ورکړه ترڅودافغاني پوهانو دټولنې دجوړولو حکم تر لاسه کړی اودهغوی په مرسته دسراج الاخبار په نوم پنځلس ورځنۍ جريده دنشراتي خپرونو لپاره چمتو اودامير په حکم يې محرر (منشي ) اومسولين وټاکل شول . دسراج الاخبار دجريدې څخه هدف دنوي اوعصری مدنيت اوفرهنګ رواجول ووترڅوزمونږ هېوادوال دنړۍ دسياسي او فرهنګي پرمختګ برسيره داقتصادي اوټولنيزو ځانګړو پرمختګونو څخه افغاني ټولنه اودامير ددبار او حکومت ټول غړي هم بشپړمعلومات تر لاسه کړي د سراج الاخبار لومړنۍ ګڼه په (۱۹۰۶م) چې د(۱۲۸۴ل) کال سره برابر دی د چاپ څخه ووتله د سراج الاخبار څخه پرته د سراج الاطفال مهمه جريده او دخپلې ميرمن اسمار سيما په مرسته يې د ارشاد النسوان جريده د افغاني ميرمنو دعلمي او فکري پوهې د پياوړتيا لپاره چمتو او خپروله .دسراج الاخبار جريده لومړنی جريده وه چې دهېواد اوسيمې دښځو ستونزوته پکې اشاره شوې وه (عطايي ،۱۳۸۰ هـ ش،ص ۱۵۹،۱۶۰).
دموسيقۍ پالنه: امير حبيب الله خان دخپلې واکمنۍ سره سم د هېواد پرمختګ اوبياروغونې ته ملا وتړله اودنورو هڅو ترڅنګ يې دهېواد کلتوري بهير ته هم پاملرنه وکړه اودهنر مندانو پالنې اوروزنې لپاره يې زمينه برابره کړې وه دامهال يي افغاني سندرغاړو ته دقدر وړ اومنظم معاش ورکولواوهم يې دهند څخه ګڼ شمېر هنرمندان کابل ته راوبلل اوهغوی ته يې دنده وروسپارله چې دافغاني هنرمندانوموسيقي پياوړي کړي ( پېغام ،۱۳۹۰هـ ش ، ص ،۱۱۰).
اميرحبيب الله خان په خپلې واکمنۍکې نور ډېرمهم کارونه کړي دي .په (۱۲۸۵هـ ل) کال دجبل السراج فابريکه ودانول .په (۱۲۸۹هـ ل) کال دکابل ملکي شفاخانې جوړول اوهمدارنګه دځينوودانيو دبنسټ ډبرې ايښې دي دمثال په توګه په لغمان کې قلعه سراج ،په جلال اباد کې سراج العمارات ،په جبل السراج کې سراج الامکار ، په قندهار کې نهرسراج او داسې نور ( ريان ،۱۳۸۹هـ ش،ص ۱۲۴).
پايله
که څه هم امير حبيب الله خان دخپلې واکمنۍ په دوره کې عيش او عشرت ډېر خوښ و خو ډېر هوښيار،با احساس او د نرم طبيعت خاوند ود هېواد پرمختګ ته يې ډېره توجه کوله اوغوښتل يي چه عصری فرهنګ رواج کړي چې په خپله واکمنۍ کې يې د افغانستان فرهنګونو ،اقتصاد،ابادولو او دپوهې دپياوړتيابرخو ته يي اوليتونه ورکړی و ترڅوپه خلکو کي عامه پوهاوی ،تفکر ،اود ملي احساس روحيه را ژوندي کړي او ځينې نور داسې مهم کارونه يي کړي دي چې زمونږ لپاره يې اوس هم ژوندي مثالونه شته