کارمند د ښاروالۍ یـم هېواد ته مې خدمت کړم
کـه شپه وي او که ورځ وي دا کار په محبت کړم
خځـل وي کـه جـارو وي درېغ ورڅخه نکړم
لستوڼي مـې بډولـي داخپل چار په امانت کړم
ژېړ رنګه مـې جامـه ده، بېلچه مـې راسره ده
نالـۍ بـه پاکومـه خپل مسلک په اطاعت کړم
ده هیله مــې له تا نــه ای زما وروره افغانه!
خپل ښــار دې کـورګڼه زه یــې عادت کړم
ګلــزار، زرغـون سمسوربـه مـووطـن شي
لاسونـه سره یو کړئ چـې دود مو نظافت کړم
ککړ ښار بــه مو پاک شــي خو پـه یو شرط!
را ټول کـه تـرې پوټکي د کېلې او کثافت کړم
خداېږو شمار بــه مو وطن شـي پـه څپېڅلو
کــه زیات مـوشتــه هنرکې دامحنت کړم
ورانـي او ویجـاړي د هرې چارې وي آسانه
خو زه تا تـه معلوم یم آبادي پـه مشقت کړم