عنوان نوی نه دی ،دا عنوان څه موده وړاندې پاکستاني ليکوال احمدرشيدد پاکستان لپاره کارولو وو او د پاکستان د لمنځه تلو خبره په کې شوې وه دا خبره تر ډيره بريده د پاکستان لپاره مناسبه هم وه ځکه پاکستان په نړۍ کې يو جعالي هيواد دی اود جعالي شيانو وخت کم وي او ډير ژر لمنځه ځي .خو افغانستان بيا په نړۍ کې يو داسې هيواد دی چې په يو ځانګړي قوم (افغان ) پورې اړه لري دا سيمه په دې قوم پورې تړلې ده چې دا قوم يو ځل په کال 1893 م کې د وخت جابر قوت په دوه برخو ويشلی وو چې اوس يې يو ځل بيا د ويشلو پلان جوړ شوی او پرديو ته وفادر خلک لګيا دي دا پلان عملي کوي . د تاريخ په دې اساس پړاو کې بايد افغان قوم په خپله د هيواد د تجزې مخه ونيسي او يو داسې پريکړه وکړي چې دې پردي پالو ته داسې سپيړه پرمخ ورکړي تر څو د هغوی راتلونکي نسلونه يې هم په ياد ولري . هغه ستونزې چې اوس مهال ورسره د احمد بابا هيواد لاس او ګريوان دی په لاندې ډول دي : 1
. سوله : سوله هغه شي دی چې نن ورته افغانان تر هر څه ډيره اړتيا لري او هغه جګړه چې د دې هيواد د اکثريت قوم په خلاف ده بايد پای ومومي خو افغان حکومت لا تر اوسه په دې برخه کې پاتې راغلی دی . سوله : سوله هغه څه ده چې نن ورته افغانان له هر څه ډيره اړتيا لري ،که په هيواد کې ښاغلی ډاکتر عبدالله عبدالله واک ته رسيږي سوله ورسره ناشونې کيږي ځکه هغه خلک چې نن د حکومت مخالفين دي پخوا د ډاکتر عبدالله له ملګرو سره کلونه کلونه جنګيدلي دي اوس هغوی په هيڅ ډول نه غواړي چې په هيواد کې سوله راشي ځکه سوله هغه وخت رامنځته کيږي چې سولګر طرف نه وي بلکې دريم ګړی وي کله چې په هيواد کې ډاکتر عبدالله واکمن کيږي سوله ناشونې ده نو له همدې کبله د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې چې هيڅ يو نوماند هم پينځوس جمع يو نه وو پوره کړی خو بيا هم پاکستانۍ او ايرانۍ رسنيو د عبدالله د برياليتوب راپورونه خپرول . خو ددې برعکس ښاغلی ډاکتر اشرف غني احمدزی بيا له طالبانو سره جګړه نه ده کړې او هغه طالبانو چې اوس په جګړه کې نه دي له احمدزي سره يو ځای شول او دوی کولای شي چې په راتلونکي کې په هيواد کې د سولې په راوستو کې مرسته وکړي .
2. امنيتي تړون : په اوسني وخت کې د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون لاسليک يوه ډيره مهمه موضوع ده چې افغان حکومت بايد ورته ډير پام وکړي ځکه په دې وروستيو کې داسې څرګنديږي چې افغان حکومت ونشو کولای له امريکا سره ستراتيژيکه ملګرتيا ولري له بلې خوا پاکستان دافغانستان په پرتله د امريکا لپاره مناسب او ستراتيژيک ملګری دی چې تر دې دمه امريکا نسبت افغانستان ته پاکستان ته ډير پاملرنه کوي او د دوی د جګړې هم لوبغاړی ګڼل کيږي له بلې خوا د روسی لخوا د اوکرين ځينې سيمو نيول او د امريکا لپاره د منځنی اسيا سيمې اهميت لاپسې ډيريږي خو پاکستان يو ځل بيا غواړي له امريکا سره خپله ملګرتيا پخه کړي تر څو پاکستان نسبت افغانستان ته د امريکا لپاره ډير مهم وګڼل شي .له بلې خوا کله چې ښاغلی ډاکتر عبدالله عبدالله دوخت د بهرنيو چارو وزير وو له امريکاسره يې داسې تړون کړی وو د افغانستان هرسيمه بمبار کړي هر کور ته بې له اجازې ننوزي او د خلکو کورونه تالاشي کوي . خو ډاکتر اشرف غني احمدزی په نړيواله کچه د تړونونو تجربه لري کولای شي د هيواد لپاره داسې تړون لاسليک کړي چې د دې هيواد ګټه په کې وي .
3. اقتصادي وضعه : اقتصادي بي وزلي چې د هيواد وګړي ورسره لاس او ګريوان دي او په هيواد کې ميلونونه افغانان د بې وزلی د کرښې لاندې ژوند تيروي چې بې وزلي انسان غلامي ته ټيل وهي ،اوس مهال افغانستان يو وارداتي هيواد دی ،د تادياتو بيلانس يې لوی کسر لري ،اقتصادي بنسټونه يې لمنځه تللي هيواد له يو نامالوم اقتصادي ناورين سره مخ دی . د دې ناورين د مخنيوي لپاره موږ ډير وسايل په لاس کې لرو چې بايد په ښه توګه وکارول شي دا چې دا وسايل څوک ښه کاروي زه يې په لاندې ډول يادونه کوم : افغانستان لپاره د اوبو مسئله ډيره اړينه ده او په دې وروستيو کې د اوبو په اړه يو راپور ورکړل شو چې په کې راغلي په نړۍ کې به دريم نړيوال جنګ د اوبو پر سر وي . افغانستان هغه هيواد دی چې د اوبو له کبله ډير غني دی،کولای شي تر ديرش زره ميګا واټه بريښنا توليد کړي او ورسره د هيواد هغه ځمکې چې اوبو ته اړتيا لري په اسانۍ سره خړوبې کړي . د دې برعکس زموږ ګاونډي او د سيمي هيوادونه انرژۍ ته ډيره اړتيا لري خو د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره کافي اوبه نلري نو پر دې اساس دوی لګيا دي د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په هيواد کې بې ثباتی ته لمن وهي چې ښه بيلګه يې د پاکستان هيواد دی چې د کنړ سيند د لاندې کولو لپاره هر ورځ په زموږ بې وزله هيواد د توپ ګولی وروي او په دې هڅه کې دی چې د کنړ د سيند سرچينې تر خپلې ولکې لاندې راولي او لګيا دي د پاکستان هيواد په داخل کې د بريښنا بندونه جوړوي ،د دې تر څنګ د ايران له هيواد سره موږ د اوبو يو قرارداد لرو چې اوسمهال د دې قرار داد خلاف ډير اوبه ايران هيواد ته روانې دي . د اوبو د نړيوال سازمان د اټکل له مخې پاکستان او ايران تر اوسه د دريم نړيوال جنګ لومړني لوبغاړي دي . له بلې خوا زموږ حکومت ونشو کولای چې د خپلو اوبو لپاره منظم پلان جوړ کړي .که څه هم موږ د هيواد له شمالي ګاونډيانو سره د اوبو پر سر کومه ستونزه نلرو خو اوسمهال ترکمستان هم خپله پوله د افغانستان خاورې ته 50 کيلومټره را دننه کړې ده له بلې خوا افغانستان اوسمهال د شمالي ګاونډيو څخه بريښنا وارد کړې هغوی هم نه غواړي چې په هيواد کې د اوبه تنظيم شي او د دوی د بريښنا پر ځای خپله بريښنا ولري . اوبه هغه څه دي چې د هيواد اقتصادي پرمختګ په ور پسې تړلې دی خو کله چې ډاکتر عبدالله عبدالله واک ته رسيږي په هيواد کې جګړه دوام پيدا کوي ورسره مرکزي دولت کمزوری کيږي د اوبو د تنظيم لپاره پلان نشي جوړولی خو ددې خلاف بيا پاکستان لګيا هر ورځ د کنړ سيند د سرچينو د رانيولو لپاره هلې ځلې کوي په همدې ډول ايران سره هم موږ د اوبو يو تړون لرو چې ايران د تړون خلاف ډير اوبه اخلي هغوی هم په هيواد کې د روانې جګړې دوام غواړي له بلې خوا د ډاکتر عبدالله عبدالله لومړي استاد محقيق وار دومخه له بي بي فارسي سره ويلي ول چې موږ د ايران ګټې د افغانستان پر ګټو غوره بولو . دد ې ټولو پر خلاف ډاکتر ښاغلي اشرف غني بيا د هيواد اوبو لپاره کولای شي منظم پلان جوړ کړي د هيواد اوبه په ښه توګه ورکاروي ځکه د ډاکتر صيب په راتګ سره په هيواد کې مرکزي حکومت له دې نور نه کمزوری کيږي او کولای شي چې د اوبو دتنظيم لپاره له نړيوالو ښې مرستې هم راجلب کړي .په هيواد کې بله ډيره اړينه موضوع د کانونه ده چې په دې اړه د امريکا د ځمکه پيژندونکو د پوهانو د نظرياتو له مخې افغانستان د دريو تريليونو په شاوخوا کې کانونه لري چې د هيواد په اقتصادي وضعه کې مهم رول ادا کوي خو تر دې دمه افغان حکومت په دې بريالي نشو چې د دکانونو لپاره د يو قانون جوړ کړي او يا هغه قرار دادونه چې له نړيوالو شرکتونو سره شوی وي بريالي کړي او په دې اړه ډيرو خلکو خپل غبرګون هم وښود چې په دې وروستيو کې له بعضې شرکتونو سره لاسليک شوي ځکه هغو ادعا وکړه په دې قرار دا دونو کې پراخ فساد تر سره شوی دی . کانونه هم د هيواد په راتلونکې اقتصادي وضعه کې ځانګړی ځای لري که خدای مکړه دا کانونه موږ د لاسه ورکړل او د کانونو څخه لاسته راغلي عوايد مو په سم ځای ونه لګول نو هيواد به هيڅ وخت د پرمختګ لوړ سوکو ته ونه رسيږي . د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټيم يو غړی وحيدالله شهراني هم د افغانستان د کانونو وزير وو .له بلې خوا دا ټيم چې اوس لګيا دی په ميلونونو ډالره په لګښت رسوي دوی په راتلونکي په اسانۍ سره د کانونو د راويستلو کې تر لاسه کړي په هغو کمپنيو ته به قراردادونه ورکوي چې دوی ته ډير ډالر ورکړي .دا خلکو ځکه کانونو ته مخ کړی چې د افغانستان ټولې ځمکې همدې زور واکانو غضب کړې .خو ډاکتر اشرف غني احمدزی بيا هغه شخص دی چې په هيواد کې يوه افغانۍ فساد هم نه دی کړی ښه بيلګه يې د وخت د دفاع د وزير د ملېشو د معاش نه ورکول وو .
4. مقبوضه افغانستان : د لوی افغانستان په زړه هغه راکش شوی توره کرښه ده چې د هيواد يو لوی قوم يې په دوو برخو ويشلی دی لوی افغانستان يې په دوه برخو ويشلی دی ښاغلي عبدالله عبدالله د ټيم ډير غړي دا پوله په رسميت پيژني او دوی به ډير ژر ورسره دا پوله د افغانستان او پاکستان رسمي پوله وګڼي خو ډاکتر اشرف غني احمدزی بيا د همدې پولې قرباني دی او دوی دا مسله د هيواد له ملي مسله ګڼي او په رسميت يې هيڅ وخت پيژندلو ته چمتو نه دی . اوس راځم دی ته چې د پورتنيو ستونزو د حل لپاره بايد افغان ولس او ولسمشر څه وکړي تر څو هيواد له پورتني ناورين څخه وژغوري . افغان ولس او ولسمشر د تاريخ په يو داسې حالت کې قرار لري که خدای مکړه يوه وړه تير وتنه وکړي افغانستان چې د کوم ګړنګ پر غاړه دی سمدستي دې کړنګ ته افغانستان لويږي .بيا به ټول عمر د هغو خلکو چې دا هيواد يې په وينو ساتلی سترګې ټيتي وي د شهيد قاسم مور ته به څه وايي چې زما زوی د چا لپاره شهيد شو د هغې دا خبره چې ما قاسم خان د افغانستان لپاره زيږولی وود ولسمشر لپاره څه مانا لري او دې ورته څه ځواب لري ؟ .هغه خپله وينه د چا نذرانه کړه ؟ .د دې تر څنګ هغه شمير ځوانان چې هر ورځ د دخاورې د ساتلو لپاره شهيدان يږي او شهيد شوي د هغوی قرباني د چا لپاره ؟ زه افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته دا ليکنه ډالۍ کوم چې دا خلک تر هر چا دی ښه پيژني او دا شته ستونزې هم د ښاغلي حامد کرزي په حکومت کې افغانستان کې را پيدا شوي هيله ده چې دی دا ځل دقيق انتخاب وکړي د افغانستان شته جغرافيا د تجزيې څخه وژغوري خپل راتلونکی تاريخ چې دی به يي يو مهم غړی وي له منځه يونسي او افغانستان چې په کوم ګړنګ ولاړ دی له دې ګړنګه يې وژغوري