لويې پکتيا رايه ورکړه او ساتي يې.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59835
فطرت / پکتياوال
دخبریدو نیټه : 2014-06-17

 

 

مشهوره خبره ده چې د ولس زور د خدای زور  دی، نو په څلرويشتم د جوزا هم ولسونو خپل زور ثابت کړ او د سرو مرميو په باران کې هم راووتل او خپل رايې کارټ يې وکاروه او د راتلونکي اباد او سوکاله افغانستان په خاطر يې خپله رايه هغه چاته استعمال کړه چې فکر او عمل يې خوښ وو.

اوس له هغې ورځې چې ولسونو خپل ځان ثابت کړ، رايې مرکز او محل ته راغله، ګوته يې شنه کړه او رايه يې وکاروله په حساب څو شپې ورځې اوړي، خو ځينې کسان د ولس سره زور کوي وايي ولس په ټاکنو کې ګډون نه دی کړی او نه يې رايه کارولې، د دوی د دې خبرې دليل دا دی چې هلته جنګ دی، ځکه خلک رايو مرکزونو ته نه وو راوتلي؛ هلته  ښځې څه چې نر هم رايې نه کاروي... ډېر نور ورته افواهات چې دوی يې کوي د لويې پکتيا ولسونو ته د منلو وړ نه دی.

د لويې پکتيا ولسونو په لومړي پړاو ټاکنو کې هم پراخ ګډون کړی و او په دويم پړاو کې څو چنده دا ګډون زيات شو، مخکې له دې چې دې پوښتنې ته (داسې ولې وشول چې د خلکو ګډون په دويم پړاو ټاکنو کې زيات شو؟) ځواب پيدا کوو، نږدې تېر تاريخ ته لږ سر ورښکاره کول پکار دي.

کله چې په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو له راتګ سره سم (د اسلامي امارت) په نوم نظام له منځه لاړ، موقت اداره راغله او ورپسې ټاکنو ته زمينه سازي وشوه، نو د روښانه راتلونکي په موخه، ټول خلک راووتل او رايې وکارولې چې په هغه دور کې ښاغلي حامد کرزی او يونس قانوني سرته راووتل، زما ښه په ياد دي چې په لويه پکتيا کې يونس قانوني هم ښه رايه اخيستې وه، خو کرزي انتخابات وګټل.

له هغه وروسته چې په ۲۰۰۹ کال کې انتخابات کېدل، بيانو په لېسټ کې له ډېرو کسانو عبدالله، عبدالله او د افغانستان  د يوې دورې ولسمشر حامدکرزی سره دويم پړاو ټاکنو ته ووتل؛ نو په هغه مهال کې د لويې پکتيا ټول مشران، وکيلان، علما، د مدني ټولنو ښځينه فعالانې او زيات شمېر بېلابېل قومي مشران  کلي په کلي سره راغونډېدل او دا به يې ويل چې لويه پکتيا به د يو مشخص کانديد تر شا دريږي او لکه د تېر تاريخ د افغانستان د واک په بدلون کې به د پام وړ برخه اخلي، چې کله په لويه پکتيا کې د تړونونو څخه عبدالله، عبدالله خبر شو، نو بيا يې دا پرېکړه وکړه چې تېښته لوی برياليتوب دی او ميدان يې يوازې کرزي ته پرېښود چې هغه ولسمشر شو، چې هغه په خپل وار  دا دی په ۲۰۱۴ کال کې انتخاباتو ته زمينه سازي وکړه.

اوس دا دی انتخابات ترسره شول، دلويې پکتيا ولسونه په لوی اکثريت سره د رايو ترمرکزونو پورې راووتل او په انتخاباتو کې يې ګډون وکړ، دا چې دا ګډون ولې دومره اضافه شو، څو مشخص او لوی لاملونه يې په ګوته کوو:

لومړی :

د لويې پکتيا د خلکو په غوڅ اکثريت ګډون لومړی لوی لامل دا دی چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د خپل هيواد د نجات پرشته ګڼي او د هغه د برنامې او فکر پر اساس يې  قومي مشرانو نر، ښځه دې ته وهڅول  چې د رايو ترمرکزونو راشي او نور په دې هيواد کې د جنګ مخه ډب کړي.

دويم :

د لويې پکتيا هغه قومي مخور چې ډېر ژور اختلافات يې لرل، په خپلو کې د ډاکټر اشرف غني په وجود کې سره يو ځای شول او په شريکه يې ولسونو ته مخه کړه، کلي په کلي او کور په کور وګرځېدل او له خلکو يې د رايو تر مرکزونو د راوتلو هيله وکړه او دا يې عملاً په خپلو خبرو کې ولسونو ته ثابته کړه چې ډاکټر اشرف غني د دوی پنځوس کلنې او شپېته کلنې تربګنۍ او مشکلات له منځه يو وړل ښايي، په راتلونکي کې د افغانستان يو ښه برخليک وټاکي او ثبات راولي او د افغان حکومت او وسلوالو ترمنځ ستونزې په لويه کچه هوارې کړي.

[يادونه :  که د قومي مخورو د نومونو لېسټ هم د چا غوښتنه وي، په ډېر تعداد به يې ورته روښانه کړو؛ چې د ځينو قبيلو لوی او واړه د دغو مشرانو ترمنځ په روغه جوړه تر حد زيات خوشاله  و، او اشرف غني يې د وطن لپاره وړ کس وباله او د قبيلو نر، ښځې د خپلو قبيلوي مشرانو د لا خوشالۍ لپاره  د رايې کارونې په ورځ  په مرکزونو کې په ساعتونو، ساعتونو انتظار ولاړ وو]

درېيم :

د لويې پکتيا د مشرانو پرېکړه بيا داسې پرېکړه ده چې د ماتولو جرئت يې حتی کېدلی نه شي، کله چې په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر کرزي ترشا د لويې پکتيا ولسونه ودرېدل، نو مقابل لوري يې شکست وخوړ او کرزی بريالی شو، دا ځل يې چې شرايط داسې وليدل چې خدای نه خواسته د دوی د بېغورۍ له امله به افغانستان د نوي يمو کلونو دوران ته لاړ شي، نو يې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې په لويه پکتيا کې  د ټولو پرتو او مېشتو قبيلو مشرانو که په خپلو کې يې خپلمنځي قومي تربګنۍ او ګيلې مانې هم لرلې  په دې موضوع چې [نر ښځې، چې د رايو په شرايطو برابر دي] په انتخاباتو کې پراخ  ګډون کوي پرېکړه وکړه او ( دا پرېکړه يې په ډېرو جدي الفاظو وکړه ويې ويل چې په هغو خلکو دې خپلې ښځې طلاق وي چې د رايو په ورځ يې نر ښځې په انتخاباتو کې ګډون نه کوي) چې په څلرويشتم د جوزا يې خپله پرېکړه په عمل کې ثابته هم کړه.

[موږ د دې د ثبوت لپاره چې ښځو او نر په قطارونو کې د رايو کارونو لپاره انتظار کړی دی، وېډيوګانې او ښه ډېر عکسونه لرو چې په رسنيو کې هم خپاره شوي دي او دلته وېب سايټونو کې يې هم ښايي ځينې خپاره او شريک کړو]

څلورم :

په ټاکنو کې د لويې پکتيا د ولسونو پراخ ګډون د بانفوذه علماکرامو د هڅونې په برکت وو، چې د جمعې ورځې په خطبو کې يې په ټولو ولسونو امر کړی و، او له ډېرو مشرانو يې غوښتنه کړې وه چې د کورنۍ مشران دې مخکې، نر ښځې يې ورپسې د رايو مرکزونو ته د دې په خاطر لاړ شي، چې که دوی رايه ونه کاروي، خدای مه کړه که په افغانستان کې هره ستونزه پېښيږي دوی به جرم کې شامل وي، ځکه لامل به يې د دوی رايه نه کارونه وي.

او دغو علما کرامو دا خبره هم کړې وه چې نور بايد د افغانستان د سرونوشت ټاکلو مسله بايد ولس په خپل واک کې واخلي او داسې ونه شي چې د هيواد راتلونکی د هغو وسلوالو ډلو په لاس کې ولويږي، چې پرته له مرمۍ ډزولو او  زوره يې بل څه نه دي زده، نو بيا به دا ولس خپل هيواد پرېښودو ته اړ کيږي؛ نو د علمای کرامو دې خبرو ولس متوجې کړ چې دوی څومره مسوليت لري او څرنګه يې ادا کړي؟

پينځم :

د خلکو د پراخ ګډون تر ټولو ستر لامل دا هم وو چې د لويې پکتيا وکيلان، مشران، علما،ولايتي شورا وکيلان، سناتوران، پخواني حکومتي چارواکي چې په خپلو سيمو کې يې نفوذ لاره خپلو، خپلو سيمو ته تللي وو او ټول خلک يې رايې کارونې ته هڅولي وو؛ دا داسې نه وو چې يوازې اشرف غني احمدزي ته يې بايد رايه ورکړې وی، دوی غوښتل خلک يې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او رايه وکاروي؛ دا مشران چې په اطراف کې وو، يوازې د اشرف غني په ګټه نه وو لګيا، دعبدالله په ګټه هم خلک او مشران وو چې لګيا وو، دا چې غني ته خلکو رايه ورکړه دا دا معنی نه لري چې په دې کې درغلي شوې ده، دا دا معنی لري چې د عبدالله  له ډلې د اشرف غني ډلې دا وړتيا لرله چې د ولسونو زړونه ورخپل کړي او ولسونه رايه ورکړي.

شپږم :

د لويې پکتيا ولسونو د خپلې پرېکړې د پلې کېدو لپاره نهايي کوشش وکړ او په خپلو پرېکړو يې ځان ثابت کړ، لومړی چې په سيمه کې امنيت راشي، نو يې ۶۰۰۰ قومي اربکی د ټاکنو پروسې د امنيت د تامين په خاطر په پکتيا، پکتيکا او خوست کې راوباسل؛ په پکتيا کې يې چې غرنۍ ولسوالۍ زياتې لري، په وسلو سمبال او په نورو ولايتونو کې يې په ځينو ساحو کې له وسلوالو څخه د دفاع په خاطر وسلې لرلې چې دفاع وزارت،کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت ادارې او نړيوالې ټولې ادارې په دې پرېکړې خبرې وې چې دې کار څومره ښه نتيجه په تېر او اوس کې ورکړې ده.

اووم :

قوي بانفوذه شخصيتونو، علمای کرامو، ځينو مطرح څېرو چې د امارت په وخت کې يې لويې وظيفې لرلې او اوس په کور ناست دي، د دوو وسلوالو ډلو(حقاني نېټورک او مولوي صاحب منصور) ډلې له سر لارو  سره يې پرلپسې په شريکه ليدنې کتنې وشوې او تر هغوی پورې يې د لويې پکتيا ولسونو ګډه پرېکړه ورسوله او ترې ويې غوښتل چې دا ولسونه پرېږدي او لا يې وهڅوي چې د ټاکنو په ورځ خپل برخليک په خپله  وټاکي، چې ددوی دې غوښتنې هم ډېره ښه نتيجه ورکړه او د ټاکنو په ورځ د ډېرو وسلوالو بريدونو مخه نيول شوې وه او خلکو رايه ورکړه او په ازادانه ډول د رايو ترمرکزونو پورې راووتل او خپله رايه يې وکاروله او وسلوالو د سيمې اوسېدونکي پرېښودل  چې رايه وکاروي.

اتم :

د لويې پکتيا ولسونو داسې تصميم نيولی چې په راتلونکي کې به په ډېره مېړانه د خپلو قومي دا ډول تصميمونو په نيولو سره د افغانستان  د سرنوشت مساله  جدي نيسي او هېڅ هغه چاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان لپاره ګواښ شي او ستونزې ورته جوړې کړي او دوی په ډېرو غونډو کې (په قران) قسم کړی او په انتخاباتو کې يې برخه اخيستې او ويلي يې دي چې رايه به کاروي او خپله رايه به ساتي، دا د څلرويشتم د جوزا د ټاکنو نه مخکې پرېکړه وه، اوس چې يې په ټاکنو کې زيات ګډون ثابت شوی دی، نو د پورته د لايلو پر اساس څوک حق لري چې د لويې پکتيا رايو باندې د جعل ټاپه ولګوي.

پايله :

زموږ د دې دومره اوږدو خبرو پايله دا ده چې د لويې پکتيا ( خوست، پکتيا، پکتيکا ) رايه که څوک نه مني او درغلي پکې ګڼي، نو هغه خپل خلک چې دوی ساحو ته لېږلي او موږ يې پورته لېسټ نشر کړی دی، هغوی دې وپوښتي، خو د هغوی هغه خبرې دې دروغ وګڼي چې دوی ته يې کوي، ځکه د اصلاحات او همګرايي په ټيم کې چې کوم کسان وو هغه د خپل کلي په کچه څه د کور په کچه هم محبوبيت نه لري، يوه بېلګه يې نه په لسګونو بېلګې يې په لويه پکتيا کې موجودې دي : مثلاً د پکتيا په احمدابا کې يو قومي شخص د عبدالله په ټيم کې وو، خو زوی يې د کورنۍ نورو غړيو يې اشرف غني ته هم رايه ورکړې او هم يې په تېر کمپايني دور کې کار ورته کړی.

د پکتيا په ځاځي اريوب، سېدکرم،لجې منګل،جانخېلو او ډېرو نورو ولسواليو کې د عبدالله کسان ګرځېدل، د خلکو ګډون يې په ټاکنو کې ليده، خلکو ته به يې نارې وهلې د خدای لپاره چې ونه شرمېږو يو څه رايه موږ ته هم واچوئ، نو ځينو خلکو به يې عذر ومانه او ځينو به وراټه، په پکتيکا او خوست کې هم ورته کار شوی دی، د عبدالله کسانو په ځينو ځايونو کې په زور او ځينو ځايونو کې په عذر رايه غوښته، نو اوس تاسې پرېکړه وکړئ چې رايه بايد څوک واخلي، هغه څوک چې په دې ولس کې محبوبيت ولري او که هغه څوک چې ټوپک په اوږه اېښی او خلک ترې په عذاب وي؟

د پکتيا ولسونه ټولو هغو کسانو ته چلينج ورکوي چې د نړيوالې ټولنې په وړاندې، د ملي او نړيوالو سياسي او ټولنيزو سازمانونو په مخکې دخپلو رايو څخه دفاع وکړي، همدا اوس چې زه دا ليکنه کوم، هغو کسانو ته چلينج دی چې دوی تور پورې کوي چې په لويه پکتيا کې رايه نه ده کارېدلې او د جعل ټاپه پرې لګوي، رادې شي، سروې دې وکړي، پرته د لويې پکتيا له مرکز ګردېزه چې د عبدالله، عبدالله يو څه کسان پکې مېشت دي،که په سلو کې يو کس په اخلاص رايه ورکړه، زما مخ راتور کړئ ، دا خبره هم ځکه کوم چې د عبدالله، عبدالله کمپاينرانو په والکه چاته داسې ويلای شوای چې رايه  عبدالله ته ورکړئ، خو د عبدالله سل کسه اوس درته په ګوته کولای شم، چې هم يې په لومړي پړاو ټاکنو کې اشرف غني ته رايه ورکړه او هم په دوهم پړاو کې.

د غني افغانستان په هيله