د جوزا دمیاشتی د 24 نیټی په ټاکنو کي د افغانستان خلک د ډیر سخت انتخاب سره مخامخول یوی خواته ټوپکماران دافغانستان د جهاد بی استحقاقه تیکه داران ، په هیواد کي دفساد د موجود یت غوشتونکی ،د مفسیدو اینجوګانو دوام غوشتونکی ، د افغانستان د بانګونو لوټماران، د موجودی وضعی محافظه کاران ، د جنګی ډلو وسلوال ، پریمانه پیسی او د خارجی استخباراتو تر حمایت لاندی تیم چه به خپل ترکیب کی دیر کم تعداد روشنفکر او متمدین افراد هم لری
بل طرف ، په هیواد کی د اقصادی پراخو پروژو عملی کیدو غوشتونکی ، دزور مندانو د وسله والو ډلو انحلال غوشتونکی ، په هیواد کی د قانون د حاکمیت غوشتونکی ، د وطن د مهاجرو د ابرومندانه راستنیدو طرفدار ، ظوابطو ته تر روابطو ترجع ورکونکی .له ګاونډی هیوادو حکومتو نو سره ( نه دهغو له استخباراتی حلقو سره ) د مساوی حقوقو د اصل په رعایت نیکی همه جانبه اړیکی نیونکی، په افغانتان کی تول اتباع د قانون په وړاندی برابر بلونکی، ټول ولایتونه برابر پیژندوکی، د صلحی او ٍبات د ټینګښت غوښتونکی او د قاوا نینو د پوره کامل او همه جانبه رعایت په محاکیمو کی د کامل عدالت تحکیم ،ا و په ترکیب کی دیر ځوانان او روشنفکران راټول شوی.
دا دواړه ټیمونه زموږ د ټولنی د عینی واقعیتونو او زموږ د ټولنی د عمومی ذهنیتونو انعکاس ورکونکی دي زموږ ټولنه کی اوس هم د روشنفکرانو او اصلاح طلبانو تر څنګ د وسلوالو ډلو د ناقانونه کړنو مجریانو ، تر ملی ګټو دشخصی کټو پلویانو، د جهاد پنوم تیکه دارانو او عقبګرایانو کمښت نشته او طرفداران لری .
اوس د دیوکراسی په تمثیلولو سره دا دواړه تیمونو ډیره پراخه او یوه اوږده مبارزه او ټاکننیز کمپاینونه وکړل هر تیم د خلکو د اعتماد دلاسته راوړلو لپاره پراخی غوندی په ولایاتو کی ،د ډیرو حزبونو او اتحادیو مدنی ټولنو او د اقشارو سره توضحی کار په مرکز کی وکړ ، د جمعی اطلاعاتو نشراتو رادیو ګانو او مطبوعاتو له لاری مبارزه وکړه او یو نیم خو بیا ډیرې پیسی او دالرونه هم مصرفـول .
پر ځای بولم چه د هیواد د وسلوال قواو د منسوبینو سر شندنی او نه ستړی کیدونکی هلی ځلی بیخوابی د غرو په سرونو او درو کی د امنیتی پو ستو په افرازه ولو او د 11 نفرو شهیدانو په ورکولو سره د انتخاباتو لپاره د امنیت بستر خپور کړی وه او د هغو وسلوال مخلیفینو څخه چه د انتخاباتو په ورځ یی په خپلو محلی سیمو کی خلکو ته ددی اجازه ورکړی چه په ټاکنو کی ګډون وکړی مننه وکړم چه د هیواد په ملی پروسه کی مثبت رول ولوباوه .
د افغانستان مد نی ټولنو ژونالستانو د ټولو جمعی اطلاعاتو کارکونکو لیکونکو شاعرانو او هنر مندانو ددی ملی پرسی د شه عملی کولو او د خلکو د پر رنګو کډون کولو پلاره کی خپلی وظیفی په شه توګه اجراُ کړی او د انتهاباتی کمپاین ته یی رنګ و خوند ، جوش او خروش وربښلی وه
دافغانستان خلکو دا د کار وبا ر په ورځو کي د ډیرو سختو امنیتی تهدیدونو سره سره په ټاکنو کی داسی پراخ ګډون وکړ چه جهانی ټولنه او ګاونډی هیوادونه د افغان ولس همدی مدنی حرکت ته حیران شول . اولس د سر په بیه د خپلو لاسونو د ګوتو دپریکولو په قبولی سره دراییه صندقونو ته لاړل او خپل راتلونکی ولسمشر انتخاب لپاره یی راییه ورکړه ،
دهغو راپورونو او اطلاعاتو له مخی چه د دواړو نوماندانو د څارنوکو په حضور د راییه اچونی د محلاتو په مرکزونو کي د خلکو راییه پاڼی شمیرل شوی اولسونو د ټوپک پرځای قلم ته د زور واکی پر ځای د قانون حاکمیت ته د روزواکانو او جنګسالارانو پرځای عالیم او متخصیص دکار او مسلک ته ترجع ورکړی ،خلکو په خپل انتخاب کی بدلون غوشتی او د اقتصادی ودی لاره یی نیولی د یو ملی با امن او ثبات درلودونکی دولت کی غوشتو نکی شول . او اولسونو خپل انتخاب وکړ .
په هرحال موږ باید د ټاکنو د خپلواک کمسیون د پریکړي یعنی ابتدایی او تهایی (لمړنۍ او ورستنۍ ) نتیجو تر اعلانه صبر وکړو . خلکو ملی وسلوالو قواوو خپلی دندی په شه توګه اجراُ کړی اوس د ټاکنو او شکایتونو د خپلواکو کمسیونونو دنده ده چه د خلکو د راییو سا تنه وکړی او دخلکو پاکی او نا پاکی رایی سره جلا او د خلکو د اکثریت د غوشتنی سره سم بریالی او وړنکی کس د افغانستان د راتلونکی ریس جمهور په توګه اعلان کړی
دواړه تیمونه او د تیمونو مشران چه هر یو د تاکنو د منډو او کمپاین په دوران کی د ولسواکی او د خلکو د ارادی چیغی وهلی دواړو د دموکراسی اصولو ته د خپلی پابندی تعهد کړی دواړو د وطن د ارامی او خلکو ته د خدمت لاپی ښاپی وهلی پکار ده چه د افغانانو دی قربانیو او د خلکو راییه ته د احترام له محی د ټاکنو نتیجی ومنی او مقابل لوری ته د افغانستان د ابادی او شیرازی لپاره د صلحی او ثبات د ټنګښت پلاره کی ورته بریالیتوب وغواړی او د همکاری وعده ورکړی نن خلک او اولسونه د داسی یو مدنی حرکت غوشتونکی دی چه ټوله نړی دا ځل زموږ د مخکشو نوماندانو مدنی حرکت هم حیران کړی . او له دواړو نوماندانو هیله کوی او د اولس ارزو ده چه نور دی دا غریب او مظلوم ملت د خپل حاکمیت د ناقانونه دوام پخاطر نه نارامه کوی اوندی زوروی پریژدی جه خلک د خپلی خوشی حکومت ولری پریژدی چه دا ملت د هوساینی تنفس وکړی او د خپل پیشرفت او ترقی لاره ونیسی .
د یو ابد او ارام اقفانستان په لور