غلا سوې محاکمه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59861
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2014-06-19

 

 زموږاو دبین الملل محاکمه چاکړه غلا
 چا وتړل زموږ د خاین صاحبانو ټینګه ملا
 ټوله غله،غاصبان اوقاتلان پيژنو بیا هم
 غل غل نه دی چې زماوطن یې دی په شا
***
دغلا سند
 غل هغه چې دوسیه ولري د محاکمې او دعوا
 زموږ په وطن کې غلو محاکمه کړې ده غلا
 خود به غله ځان بښي سزا به درک نه لري
 نر هغه کاندید چې د ملک محاکمه کړي پیدا
***
خر الرجال

 مقامونه دومره کښته کړه خر الرجال
 اهمیت د څوکیدار سو د ببرالجنرال
 دزمري مقام یې کړ دسرکس دزمري
 ټیغ نه باسي دزمری په څوکۍ ډنګرالچغال
***
درشوت غزا

 د ولس له رشوت څخه دی چغ وچوغ
 درشوت غزا ده نه اوري څوک یې ډغ وډوغ
 ټوله لکه چې ښکاره سره شریکان دي
 نه د قضا نه حکومت نه دولت سته ږغ وږوغ
***
خاین ته لوی مقام

 یو دوه بدکاره لیري اودوه درې محاکمه نه سوه
 دمحاکمې دلارې د هغو مالونه مصادره نه سوه
 ټوله پوه دي چې خاین ته رسي تر ټولو ښه مقام
 غله وزیران سوه خو د زندان میلمانه نه سوه