له خوبه پاڅېد زما قام بس دی پېغور نه ورکوم
کوتک نور نه ورکوم ټوپک نه ورکوم لور نه ورکوم
ډېوې دې بلې کړي تيارو کې چې رڼا شي ورته
قلم دې واخلي بس دی نور په لاس کې اور نه ورکوم
ميلمه دې راشي موږ يې سل کاله ګرځو پر بڼو
خو بيا پردي سړي ته خپل کلي کې کور نه ورکوم
را دې شي ګرځي دي وطن يې دی خدمت دې وکړي
غلام بچه ته په دربار کې زياتي زور نه ورکوم
يو ته ډيلی يو ته اټک بل ته پنجدې ډالۍ شوه
په سر يې ساتم يوه لويشته چا ته نور نه ورکوم