افغا نستان ته تللی وم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59903
عبدالقیوم
دخبریدو نیټه : 2014-06-23


 په افغانستان کی دیوی نیمی میا شتی په تیریدو سره می هرهغه څه دنژدی ولیدل چی (دخلګو اومیډیا څخه می اوریدل).
په ۱۹۹۹م کال کی دافغانستان څخه را وتی ووم . کله چی می تصمیم ونیوی کا بل ته ولاړم او ټکیټ واخلم . راته وویل سول چی دافغانستان دخاریجه چارو وزیر وخپلو سفارت خانو ته مکتوب لیږلی دی هغه افغانان چی په خاریج کی استوګن دی که وغواړی وافغا نستان راسی مکلف دی چی دافغانی سفارتونو یا نما ینده ګیوڅخه ویزه واخلی .داسی حکم نو دافغا نستان دخاریجه وزارت د احماقت نښه بولم.مجبورسوم ددوی دغه احمقانه غوښتنه پوره کړم اوخپل هیواد(کور) دتللو ویزه (اجازه ) له غلو څخه پلاس راوړم.
د۲۰۱۴ م کال دمی دمیا شتی پر (۸) تاریخ باندی دماپښین نږدی (۳) بجی وی څو د الوتکی دیوه کار مند لخوا اعلان وسوو\" دکابل بین المللی هوایی ډګرته په خیر را ورسیدو\".البته داخبره هم دیا دولو وړبولم چی د\"صافی ایر لاین\" په الوتکه کی خبر تیا وی په انګلیسی ژبه او فارسی ژبه سره وی. په طیاره ښځینه او نارینه کارکونکی په پښتو ژبه نه پوهیدل اویاورته هدایت داسی ؤ چي په پښتو ژبه خبری ونه کړي .
د الوتکی دکړکۍ څخه می وکتل چی کابل په یوه ژړ بخون خیرن ګرز کی پوښلی دی لمر هم ژړغوندی اوخفه معلومیدی دهغه هوا اوفضأ څخه انسا ن درک کولای سوای چی هلته به څه تیریږی.
بل خوا می ولیدل چی دکا بل په بین المللی ډګرکی دپخوا په تناسب زیا تی خونی جوړی سوی وی په هوایی ډګر کی زړی اودکاره لویدلی الوتکی ښکار یدی . په ترمینل کی د زیاتو ځای پرځای کړل سوو ملکی کار کوونکواو نظامی پرسونل دکړنو څخه ښکاره وه چی هیڅ یو مامور اوآمنیتی کس به یی هم په خپل طا قت اولیا قت پر مناسب ځای نه وه پر کار ګمارل سوی. واکمنی اداری داسی یو فاسد جلا خفورکړی ؤ چی دزیا تو مفسد ینو په منځ کی لږ صادیق اووطن پرست انسان هم کم رنګه معلومیده . داسا سی قانون پنځوسمه ماده په ښکاره په نظر کی نه وه نیول سوی ځکه دا ماده وایی \" دافغانستان اتباع داهلیت له مخی اوله هرډول توپیر څخه پرته دقانون له حکمونو سره سم ددولت خدمت ته منل کیږی\" په خفګان داسی نه وه .ولی چی دمسافرو سرپه بی پروایی او غرور چلند یی دا ثا بتول چی هریوه یی یوچا ته منصب وو نه دوظیفی پا بند او اداری ته مسؤل.
کوم ډول چی په اسلام اواسلامی نظا م کي نظافت ته زیا ت ارزښت ورکول سوی دی بد بختا نه د افغا نستان دحکومت نوم هم اسلامی جمهوریت ؤ.دافغا نستان اساسی قانون هم په خپله دوپنځوسمه ماده داسی وایی\" دولت دافغانستان دټولواتباعولپاره دناروغیو دمخننیوی او دوړیا علاج وسیاسی او روغتیا یی اسانتیاوی دقانون له حکمونو سره سم تامینوی\".په خفګا ن سره چي داسی نده . دمثال په توګه : دټول کُفری نړی څخه یی دهوایی ډګرتشنا بونه زیات چټل ، دتشناب پر مځکه چټلی اوبه ډنډ ولاړی،په تشنا ب کی دمسافرودلاس وچولو اومخ وچولودپاره هیڅ ډول سهولت او اسا نتیا وی نه وی.
بد بختا نه په تر مینل کي دننه اودباندی دآمنیتی کسانو لخوا دتلاښی پروخت دمسافرو سره داسی چلند کیدی لکه په زندانو نوکی چی دبندیانو سره دتلاښی پر وخت معمول دی . کله چی مسافردترمینل له دننه امنیتی تلا ښیوڅخه په روغه تڼی راتیرسی نودعامو خلګو دموټروتر تم ځایه پوری تلل زیا ت تر دوه کیلو متره فا صیله به د داسی سیمیټي موانعو اود امنیتی کلاه بند یو سره مخا مخ سی چي دهری یوی په لیدوسره دانسان په مغزوکی دوحشت اوبربریت احسا س زیا ته وی . شمیرنه ددی کلاه بندیوڅه آسا نه کار نه دی ترڅودخپلو هغو دوستانو چي ستا دراتلواوهرکلی په انظار یی دوه دری حتا زیا ت ساعتو په ګرزنه ،خیرنه هوآ ولمرته بیله سر پنا تیرکړی وی ور رسیږی
 بیا به نومخامخ دارګ پرلورپر تللی سړک یا دخیرخانی پرلورمخ پر قبله دخپل کوریا دوستانو کورته ځی. دلوی سړک په منځ کی داسی سیمیټی دیوالونه،موانع اولا ربندی تلاښی ګوری چی هیڅ تصور یی سړی کولای نسی.یوه دوحشته ډکه فضأ حاکمه ده. هرځای هرلوری ته تر حساب زیات غټ غټ عکسونه دمعلومو قاتلینو،دکابل دښار او افغا نستان دنړونکوو ګوری چی ځوړند دی.انسا ن فکرکوی چی موزیم ته ننوتم ،دملایانو می اوریدلی وه چی په موزیم کی لمونځ نه کیږی مګرما ولیدل چی کیدی .
بل ترحد زیات هرما ډل دهر مملکت نوی اوتاریخ تیرموټرونه دراسته لاس اوچپه لاس شترینګ لرونکی دقا تلونو غلو،جنا یتکارانو په عکسونوسمبا ل ،دمسلاح سړو څخه ډک بیله ترافیکی مقرراتو په نظر کی نیولوڅخه هرلوری ته چی یی زړوی تګ او راتګ کاوه اوچا یی مخه نیولای نسوای هره لحظ جنګ اوټکرونه لیدل کیدل.آفرین دکابل پرشریفو خلګو،ښځو اوماشومانو چی داټول مشکلات یی زعمل.
روغه لاره اوسړک په کابل کی نسته دښار په ټولو سر سبزه ځایونوکي خپل سرو زورور ما فیا یی کړیو غیری معیاری بیله دی چی د چټلو اوبو داستلو لاری ،دموټرونو ټم ځای دی ولری دهر تعمیر لاندی او یا څنګ ته دچټلی کوهی کیندل سویدی چي دلږوخت په تیرو به تعمیرونه کښیني ا وبل داچی دښا ر په کورونوکی د څښلو اوبو څا ګا ن یی متأثر کړیدی .دا ټول تعمیرونه دخرڅلا دپاره جوړسویدی هیڅ راتلونکی ضمانت پکښی نسته .
شاعرانوته دی خدای (ج) خیرورپه نصیب کړی چی وایی\"کابل پردی دونیا جنت یا دیږی\" بلی هو جنت ؤ ،مګر پر کابل اوټول افغا نستان داسی ډلی اوټپلی حاکمی دی چی د افغا نستان څخه یی دوزخ جوړ کړی دی ،په خاصه دښا یسته کا بل څخه .
دافغانانو بیکاری ، په خاصه دتحصیل کړوځوانانو بیکاری،په دولتی اوغیری دولتی اداروکی دروشوت ،فساد،واسط هغه څه ؤ چي ټولی کورنۍ یی سختی زورولی، زیا ت وختونه ما دکابل په ښارکی دټکسی موټرونوڅخه آستفاده کول،زیا ت ټکسی چلونکی ځوانان تحصیل لرونکی اویا نیمګړی زده کړی لرونکی وه ،یوټکسی چلونکی اویا کوم بل مسافر ما ونه لیدی چی ددی وضعی دی خوښ وي .ما کله نا کله قصداً په خبروکی دحکومت طرف نیوی،خو دخلګولخوابه دسخت عکس العمل سره مخامخ کیدم حتا غیری مستقیم دښکنځلواوبد ویلوسره هم مخامخ کیدم.

نوربیا - دوام لری