نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59910
دروېش شیرزاد
دخبریدو نیټه : 2014-06-25

 

 زموږ لوړپوړی رشوتونه اخلی

لوړپوړی پریږده زمونږ قاضیان وګوره

اوس قضاوت ټول په دولت چلیږی

راشه بدبخت څارنوالان و ګوره

 

زمونږ والی سره میتنګ نه کیګی

 تر څو چه ډبله واسطه دی نه وی

بیا په کانکور کی سکسسنګ نه کیږی

تر څو چه ښه دیره پیسه دی نه وی

 

زمونږ ځوانان پردی فرهنګ پالی

د تیرینام پشان سټیالونه وهی

جیب کی دیو تکیی درک نه لګی

دسلمان خان ټول دیلاکونه وهی

 

 ځوان خو لا پریږده اوس ماشوم ګندګیر

لاس کی موبایل جیب کی چاقو ګرڅوی

ولا پروا د خپل دادا نکوی

نصوار سګرټ او تنباکو ګرځوی

 

راشه پوهنتون هنر زیبا و ګوره

دا په اسلام کله راغلی چرته

دلته ډمتوب بی حیایی رواج شوه

دلته زنا سود بد کاری رواج شوه

 

مونږه دشپی چه کوم سریال و ګوره

سهار هماغسی مو ځان ځان جور کری

بیا وایی نوی زمانه ده وروره

ځکه نړی سره مو ځان سیال کړی

 

جاپان سره مو ازادی اخستی

راشه جاپان او بیا خپل ځان وګوره

هغوی فضا کی سرویګانی کوی

نوی نړی نوی جهان وګوره

 

داسی هم نده چه ړانده کاڼه یو

خو زموږ تر منځ اتفاق نشته

مونږه یو تږی د یو بل وینو ته

زمونږ تر منځ مینه احساس نشته

 

احساس به څنګه راپیداشی خدایه

چه مونږ یو لری له رڼا نه پاتی

نورو تعلیم او پرمختګ ته مخه

خو مونږ یو وروسته له دنیا پاتی

 

پایله یی دا شوه رما ګرانه وروره

چه پرمختګ سوله تعلیم غواړی

دوی چری زمونږ په ګټه کار نه کوی

دوی زمونږ جنګ زمونږ غلیم غواړی

 

د خدای لپاره لګ راویش شه ځوانه

 دغه پردی چپی فرهنګ پریږه

راشه چه خپل فرهنګ ته وده ورکړو

دا په فیسبوک کی دی چټنګ پریګده

 

راشه دخپل نیکه تاریخ وګوره

د احمد خان دی کارنامی وګوره

بیا یه ته دوست او دشمن و پیژنی

دمیرویس خان دی برنامه وګوره

 

درویشه تش په وینا څه نه کیږی

پاڅه ته هم څه برنا مه جوړه کره

ویدوځوانانو ته پیغام پریګده

ځان ته تاریخ کی څه حصه جوړه کړه