دټاکنې ګټې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59931
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2014-06-27

 

 


 پۀ کاندیدانو کې هغه ښۀ لا کوم دی ؟
 په هغو کې ګوره چې لږ ښه لا کوم دی؟
 دیموکراسۍ ده لږ ښه ته ووټونه اچوه!
په وټونو هغه ټاکل سوی لا کوم دی؟!
 ***

اول نارې د چوپړ سي دخر ناکامه کاندید
 اخیر ماغزه ښکاره سي دخر ناکامه کاندید
 د واک لپاره د وطن له دښمنانو سره مل سي
 دځان په ګټه د غلو لمن نیسي خر ناکامه کاندید
***
دهغه غلوچې انتخاب له اوله موشه خر وي
 یوازې ددرغلی لمبه یې په زړه د هر ډر وي
 مکار پردي خوشحاله دهغه په مشري وي
 دا بزرګان چې غوره سي دوطن سره زر وړي
***

هغه کاندید چې غل اوولس ته په چل وي
 دپوه او غلو څخه یې غوراوی تل غل وي
 د هغوملت د راتلونکي دي خدای ساته
 په هغه خوار ملت به تل دغلو غوبل وي
***
په پایله دټاکنو به هرمرو د غلو الا الا سي
 پردي تلویزیونو به خامخاپه واویلا سي
 چې واورې دټاکنو وروسته دهغو غرتي پرتي
 د دهغو غلو په کاغ عقل به دي خندا سي
***
بزرګانو داسې کړی دا وطن اعیار
 چې تل واکمن وي دلته غل ا واغیار
 داسې لانجه ماران یې دلته وروزله
 دهغو هرزه تخم نیولې د وطن شدیار