خونړی هلمند او خونړۍ اونۍ:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59935
صمدخان غر
دخبریدو نیټه : 2014-06-28

 

 په تيره يوه اونۍ کې په هلمند کې يو وار بيا د هيواد د سولې او ټيکاو پردي پالي دښمن خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی، ياد بریدونه له سنګين څخه پيل شول، نوزاد، موسی کلا، کجکي ته ورسيدل، تر اوسه رسنيو ويلي دي چې په دې بريدونو کې تلفات پنځه سوه دي.
په ټول کې تلفات په دريو برخو کې ويشلی شو:
۱ـ وسله وال
 ۲ـ افغان امنيتي ځواکونه.
۳ـ ملکي وګړي.
د وسله والو په اړه ويل کيږي چې شمېر يي تر ۴۰۰۰ پورې دی، چې ډيری پکې بهرنيان دي، چې ان په پښتو او دري هم نه پوهيږي، د دوی تلفات تر دوو سوو پورته دي او تر ټولو ډير تلفات په نوزاد کې لري.
د افغان ځواکونو او ملکي وګړو تلفات هم تر ۱۶۰ پورې رسيږي، خو د ملکي وګړو تلفات تر ډيره ځکه د انديښنې وړ دي چې په پردۍ اشاره راغلي دښمن، د خلکو په کورونو کې بمونه ايښي دي او دوی يي له کورونو په زوره ويستلي دي او بيا يي وروسته ځينې په شهادت رسولي دي.
په دې بريدونو کې ډير تلفات چې ملکي خلکو ته اوښتي دي څو لاملونه لري، يو دا چې خلکو خپل کورونه نه پريښودل شهيدان شوي دي، بل دا چې ويل کيدل دوی يو ډول له خپل افغان ملي پوځ سره زړخوږی درلود او شهيدان شوي دي، خو د قضيي يو لوری روښانه دی او هغه دا دی چې ملکي وګړي په هر نوم چې شهيدان شوي وي د منلو وړ خبره نه ده او هيڅ وجدان يي نه شي منلی.
تر ډيره په رسنيو کې ويل کيږي چې په افغانستان کې شته پردۍ پالې ډلې کوښښ کوي په عراق کې د داعش په څير تجربه تکرار کړي، خو زه د دې نظر خلاف يم ځکه تر ډيره د افغانستان او عراق د مسايلو سم درک بايد وشي.
عراق: له نن څخه نيږدې نهه کاله مخکې پر عراق د امريکې په شوي تيري کې سني مذهبي څنډې ته شول، شيعه په واک کې شول، صدام په دار شو، او باالاخره د ایران په مرسته په ياد هيواد کې مذهبي جګړې پيل شوې او نن يي دا دی پيلامه دا شوه چې سنيان بیرته منسجم شول، بهرنۍ لاسوهنې پکې ډيرې شوې او ډيرو ښارونو يي سقوط وکړ.
د عراق تيل او زیرمې په دې جګړه کې ډيرې دخيلې دي، ځکه تيل يا زيرمې د يو هيواد د ملت د هر قوم او هر مذهب چې وي ملي پانګه ده خو امريکې دا پانګه يو لوري ته وسپارله او بل لوری ترې همداسې پاتې شي.
ايران:
په ټوله اسلامي نړۍ کې د ايران رول او د دوی سرطاني موخې هر وخت همدومره خطرناکې دي لکه څنګه چې په سوريه او عراق کې دي، ځکه ايران تل يوازنۍ کوښښ دا کوي چې دوی د شيعه ايزم د راج چلونې په ترڅ کې ځان په اسلامي نړۍ کې حقدار، سرښورونکی او يو ډول مشروبولي.
ايران په عراق کې د امريکې پر خلاف دومره جدي نه وه لکه په سوريه يا افغانستان کې چې ده، ځکه په عراق کې امريکې هم د ایران رول ولوباوو او ايرانپالي نوري المالکي ته يي هرڅه وسپارل،او د ایران لاسوهنې ددې لامل شوې څو له امريکې سره امنيتي تړون لاسليک نشي او باالاخره امريکا پښې سپکې کړي او ايران ته د مزو موکه برابره شي.
ايران په عراق کې په تيرو اتو کلونو کې مذهبي افراطيت ته لاره هواره کړې او د هرې ورځې په تيريدو سره يي په سعودي، يمن، مصر، ان ليبيا او افغانستان کې هم ورته هڅې کړي دي.
افغانستان:
په افغانستان کې د پاکستان، ايران او نورو هيوادونولاسوهنې په لومړي سر کې په موقتي ډول رنګ راوړي، يو څه خوځښت وشي، غندنې او ستاينې وشي، خو دا چې تر اوسه هم په ملت کې مذهبي يا سمتي ستونزې ډيرې کمي دي نو پايله نه ورکوي.
افغانستان اسلامي هيواد دی، ډيری وګړي يي سني مسلمانان دي خو ددوی ترڅنګ شيعه مذهبي هم په پوره آرامۍ د هيواد په ډيرو لرو او پرتو سيمو کې ژوند کوي، خپل کار او چارې مخ ته بيايي، يوازې محدودې کابل ميشتې، ايرانپالې کړۍ کوښښ کوي د ايرانيزم، شيعه ايزم په نوم د رسنيو، فرهنګي مرکزونو په نوم استخباراتي موخې ولټوي او له دې لارې يو ډول په افغانستان کې هم مذهبي جګړو ته موکه برابره کړي.
زه منم چې طالبان تر ډيره سني پلوي دي، خو ددوی سني پلوی توب هم په افغانستان کې سني مسلمانانو ته منلو وړ نه دی او علت يي خورا روښانه دی او هغه دا دی چې دوی له سني پلوي توب سره سره د افغانستان د دښمن په غيږ را لوی شوي دي او تر نن پورې هم د دوی د اوښ مهار له پرديو سره دی، له پرديو سره افغاني حساسيت ته په کتو سره به هيڅکله هم د داعش او عراق يا سوريي تجربه په افغانستان کې تکرار نشي، او په هيواد کې يوه لسيزه جنګيدلي، پټ مخي، لوڅ مخي، پاکستان پالي، ايران پالي، داعش پالي يا القاعده پالي طالبان بريالي نشي او تر موږ دوی په دې ښه پوه دي، چې د دوی پر ضد د نفرت کچه څومره ده.
په ځينو راپورونو کې ويل شوي دي چې د وسله والو شمېر ۴۰۰۰ تنه دی چې په منځ کې يي کورني طالبان، چچنيايان ، عرب او پاکستانيان هم شته دي. د هلمند په څو ولسواليو کې په نښتو کې د پرديو شتون ددې ښودنه کوي چې ياد بريد د سيمې د ځينو سازمانو له لوري ډير کره طرحه شوی دی او طالبان د سيمه ايزو همنظرو ملاتړ هم له ځان سره لري.
دې ته په کتو سره چې دا پراخ ضربتي بريدونه چې په باوري ډول ويلای شو چې دا کار د پوځي او عملياتي روزونکو له لوري طرحه شوي دي او هغه خلک دي چې د طالبانو سيمه ايز ملاتړ کونکي دي ولې بيا هم افغان ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې ياد بريدونه مهار کړي. د هلمند د ځايي چارواکو په وينا افغان ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې په نوزاد، موسی کلا او کجکي کې د طالبان مهار کړي. افغان ځواکونه کوښښ کوي څو طالبان په سنګين کې هم وځپي. په راپور کې ويل شو يدي چې په نوزاد کې طالبانو ته دروند زيان اوښتی دی.
هغه ځواک او وړتيا چې په امنيتي ځواکونو کې شته، او ولسي ملاتړ چې له دې خلکو کيږي، داسې هيلې ډيرې کړي دي چې ډير ژر به طالبان په هلمند کې وځپل شي. خو هغه څه چې بايد د دولت د دپيلوماسي برخه ورته پام وکړي دا دي چې په دې بريدونو کې بايد د پرديو په ځانګړي ډول پاکستانيانو د شتون په اړه بايد پلټنې وشي ځکه په ډيرو برخوکې د پاکستان دې مبهمو کړنو، بريدون،، دکوټي په نوم شورا، پټ مخو طالبانو، د وزيرستان عملياتو اوس دا وړاندوينه حتمي کړې چې پاکستان پر افغانستان د شويو بريدونو تر شاه دی.
د پاکستان د شومو موخو، په اړه نور شک نه بلکه واقعيت دی، ځکه پاکستان په تيرو څو لسيزو کې کله هم په افغانستان کې د سکون لپاره هڅې نه دي کړي.
هغه چې په افغانستان کې په ټاکنو بوخت دي، سياسي منډې ترړې کوي، عامه اذهان مغشوشوي دوی بايد نور له دې کړنو تير شي، هغه چې ډيرې رايي يي ګټلي دي بايد وټاکل شي او نور بايد ملت يو وار بيا سره لاس ورکړي او د دښمن پر ضد دې د هلمند ننګه وکړي، ځکه په هلمند کې هر وخت پيل شوې جګړه لکه موسم نورو سيمو ته رسيدلې.
د خونړي هلمند د ارامۍ، سکون، آبادۍ او سرلوړۍ په هيله
 پای