دشواری نظار نه هیردونکی بله فجایع

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59936
محمد جان سروري
دخبریدو نیټه : 2014-06-28

 

دجون په ۲۷ مه د نظار شوراء جنګیالیو دعبدالله عبدالله په مشری په کابل کی د ۱۳۹۳ کال دټوټاکنو دپایلو دنه منلو په اړه په کابل کی لاریون وکړ. لاریون نه وه مګر دکډ‌وډۍ جوړولو او عامه نظم ویجاړولو لپاره لاریون ته ورته دکابل او شمال لنډغر ځوانان راټول کړی وه . چی ورسته دهمدغو لنډغرو په واسطه دکابل میشتو پښتنو لپاره په وهلو ډبلو تمام شو.
ددوی شعارونه دټولټاکنو په کمیسون او دولسمشر کرزی ته او دارالنشا پخوانی ریس ضیاالحق ته سپکی سپوری ، کنځلی او پوچ او رد ویل وه. ددغو ټولو جنایاتو تر څنګ یی ترټولو ستر فرهنګی او ملی جنایت هم ترسره کړ.
 دوی تر هرڅه مخکی دپښتونستان واټ له لوحۍ سره خپله کرکه وښوده او داواټ یی دپښتونستان پرځای د فواره آب په نوم یاد کړ او د پښتونستان واټ لوحه یی چپه تر پښو لاندی کړه او ورسته یی  لری وغورځوله .
دوی دخپلو اصلی بادارانو زړونه دخوشحالتیا لپاره دا کرغیړن او نه هیردونکی جنایت تر سره کړو . د نظار شورا جنګیالیو مخکی د بریالیتو څخه خپل اصلی بادار آی اس آی ته د تپل شوی ګرښی په اړه خپل ګرین (شین) سګنل ښودلی وه . د لنډغرو اصلی مطلب د پوښتونستان واټ لوحه لری کولو معنی پاکستان ته دا وه چی که چیری ډبل عبدالله بریالی اعلان شی نو مونږ به ستاسو دزړونو دخوشحالی لپاره ډیر داسی کارونه وکړو چی زمونږ خپلی شخصی شتمنیو لپاره په کټه او ستا سو دارمان دپوره کیدو لپاره به کوټلی ګامونه لاهم پورته کړو.
 ډبل عبدالله د ټولټاکنو دلومړی پړاو په دور کی دپاکستان هغو مخربو کړیو چی غواړی په افغانستان کی خپل لاسپوڅی مشر یعنی ( عبدالله عبدالله ) واک ته ورسوی په خپلو ورځپاڼو کی دنتایجو نه مخکی بریالی اعلان کړی وه او دهغوی کوښښ او مالی مرستی څخه جدی برخورداره وه . مګر دافغانستان شجاع ملت اوس هغه دشلو کالو مخکی ملت ندی هغوی خپله سوچه رایه خپل دخوښی کاندید ته ورکړه د پاکستان او دشوارنظار لنډغرو ته یی په مخ یوکله څپیړه ورکړه .
دپاکستان داي اس ای پخوانی مشر جنرال حمیدګل چی دعبدالله خیلو دواک ته رسیدو ټینک طرف دار دی د فرانس پریس خبری اژانس سره په یوه مرکه کی ویلی وه چی افغانستان کی سولی ته یو پخوانی جنګیالی پکار دی نه یو علمی او اکاډیمیک شخصیت .
عبدالله عبدالله دطالبانو درژیم دپرزولو لپاره ټینک مقاومت کړی او همدا رنګه یی دطالبانو سره دخبرو اترو لپاره ټینک شرطونه ایښی دی . دشمال هغه لنډغر چی په شورا نظار کی برخه لری اکثریت یی تشکیلوی چی عبدالله عبدالله ورنه برخورداره دی . ده یو څو نورو خبرو ترڅنګ یی دعبدالله معاونانو ته هم اشاره وکړه چی جنګیالی خلک دی او کولای شی چی راتلونکی دور کی دسولی لپاره مفید تمام شی یادونه یی محقیق او محمدخان ته وه .
دا څرګندونی ښی چی پاکستان غواړی چی په سیمه کی هر حریف چی ددوی په کټه وی باید له هغه سره خپل ملاټر اعلان کړی دافغانستان شریفو خلکو ته په ډاګه معلومه ده چی پاکستان هر څومره کوشش کوی چی دشورای نظار هغه لنډغر واک ته ورسوی چی په راتلونکی کی به دپنجاب په خبرو خپل کارونه مخته یوسی . همدارنګه حمیدګل چی دعبدالله عبدالله راتګ ته خوشبین معلومیده وویل چی عبدالله او معاونان یی دپاکستان په بهرنی پالیسۍ کی ځانګړی ځای لری او دهغوی بریالیتوب ته سترګی په لار ده .
دفعتآ په هلمندحمله په کونړ اونوریستان ولایت حمله کندهاراویو شمیر نوروولایاتو کی دامنیت دکډوډی لپاره دهغو ۹۰۰ مخپټو روښانه کیدل په عامه ولس او دولتی تاسیساتو هجومی هملی په امنیتی اورګانونو بریدونه دا هر څه د بل څه شی لپاره ندی . پاکستان کوشش کوی چی دامنیت دکډوډی لپاره خپل ټول ځواک په کار واچوی تر څو وکولای شی چی عبدالله عبدالله واک ته ورسوی
دافغانستان خلک نور له جنګه ستړی شوی دی دولت باید ددغو غلو او داړه مارانو مخه ونیسی او اجازه  ورنکړی چی خدای ناخواسته یو ځل بیا زمونږ هیواد د بربادی په لور لاړ شی . دولت باید ایران او پاکستان ته دا شوم او بی تجهیزه نظر چی دشواری نظار لنډغر غواړی واک ته ورسیږی په کلکه اوجدی پاملرنه سره باید د پاکو او ناپاکو رایو د شمیرلو په بنسټ  دواک سوله یز لیږد دنده په غاړه لری او باید خپله دنده  په صادقانه او بیطرفه ډول سرته ورسوی
د ۲۰۱۴ کال د جون ۲۸ مه
محمدجان سروری