« په عراق کی ورستۍ پیښي اویو لنډ ځغلنده نظر »

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59944
ننګیالی بڅرکی
دخبریدو نیټه : 2014-06-26

 

عراق چي په عربی هیوادوکي یولرغونی تاریخي اوسمسورهیوادوو،په وټیزلحاظ دخپلونفتواونفتی منابعوپه سرشاره تولید دنړۍ دسترونفتی هیوادوپه جمله کی حساب وو.هغوی په وټیزلحاظ بډایه زیرمی درلودلې اودنړۍ دنوروهیوادونو سره یې هم مرسته کولای سو.دسومریانودجلې او فرات مدنیتونه یې دنړۍ دلرغون پیژندونکو دنظره بې میثاله دي ، هغوی دصدام حسین تر پیره پوري، آرام ژوند اودنوروغریبوهیوادو سره، دمرستي جوګه هم وه.

 دبده مرغه چی دنړۍ خورامپریالیزم په سرکې امریکااونوردناټ، ګډغړي هیوادونو دعراق په خرابولو کی ترحد ډیري پیسې ولګولې. او په دې پلمه یې پردغه تاریخي هیواد بریدوکی،چي کیمیاوي سلاحوی ئې ذخیره کړي دي، نوموړی مسقیل حکومت یې ړنګ کی اوپر ځای یې خپل لاس پوڅی حکومت دقدرت پرواک برلاسی کی.خودڅیړنو په پایله کې نه کیمیاوي سلاحوي وموندلې؛نه هم هغه څه چی دامریکا دولت نړۍ ته ویلی وه.چي خطرناکه سلاحوي اسرائیل اودنړۍ نور هیوادونه تهدیدوي.هرڅه په درواغواودرواغ هم ښکرلرونکي درواغ په عراق کې امپریالیستانووویل،هغه رژیم ئې ړنګ کی کوم چي تراوسنی رژیم په وارو،وارو ملي او ډموکراټیک وو.هلته یې په عراق کي دتیلو پر چینوخپل ښارګونه ټنګ کړه.او په هیوادکې دسوني او شعیه ترمنځ اختلافات راوهڅول.اونوموړی تاریخی هیواد یې په داخلی جنګونو اخته کی.ددې غلط سیاست په پایله کې په زرهاوانسانان په خپل منځي جنګونوکی ووژل سوه،هیوادیې په کنډواله بدل سو.خو! اوس نړیوال جهانخورامپریالیزم دایوه ستره تیروتنه بولي . کله یې مسؤلیت دامریکاپر ډموکراټانواچوي اوکله هم بیا ډموکراټان دغه مسؤلیت پرجمهوریت خواهانو اچوي، په داسي حال کي چي دواړه دیوې سکې یومخ اوبل مخ دی.په هرصورت اوس به راسووخپلي اصلی موضوعوته؛ یعنی اوسني تاوتریخوالي اودجنګ دغه حالاتوته.چی په نتیجه کې په زرهاوانسانان هم بې کوره سوه اوهم زخمیان اوووژل سول. ددې پیښوهغه لوی تاوان وملکی خلکو ته پیښ دی.

موږ وینو چی په نا ګهاني ډول یوه بله نوې ډله را پورته سوه او په افسانوي ډول یې دعراق ډیره برخه چی په ټولیز ډول پنځه ستر ولایتونه دي ونیول.اونوموړی ګروپ ځان دداعش ډله بولي.

 داعش : داعش چي دڅلوروتورو څخه جوړسوی دی په لاندي ډول .

د = دولت

ا = اسلا مي

ع = عراق

ش = شام

یعني دولت اسلامي عراق شام .دوی یوه تندروه اسلامی ډله ده چی موږ یې دافغانستان دطالبانوسره پرتله کولای سو،داعش یوه متحده جبهه ده دمذهبي تندروانوچي عراق ۱۳۰۰کاله شاه ته بیا یی او دخلیفه راشدین.اودخلافت ولرغوني دورې ته یې ورګرځوي. هرډول آزادي ګانی په کښي محکومي دي.نوموړې تندروه مذهبي ډله غواړي چی نه یوازی په عراق بلکي؛په سوریه کي هم لرغونی اسلام راولي.ویل کیږي چی ددوی شاه ته دسعودي شاهي حکومت ولاړدی.اوس نوهلته په عراق کی نه یوازی دشعیه ګروپونه ، ګوندونه او اتحادې ددوی په ضدکی ولاړي دي، بلکي؛ په عراق کی ملی او ډموکراتيک نهضتونه ، کارګری جنبشونه اودعراق مترقی حلقې هم ددغه تاریک نهضت په مقابل کی خپله مبارزه کوي.دشعیګانولوی مشرچی دایران دخواڅخه حمایه کیږي. عبدالله سیستانی ، حزب ډموکراټیک مسعودبارزاني،(ملي او قومي ګونددی)جلال طالباني چی (یو کارګري چپ اړخه ګونددی). همدغسي حزب التغیرچي هم دجلال طالباني په څنګ کي ولاړدی. همدغسي دکردانو ګروپونه او ګوندونه چی په تر کیه کی فعال دی او دعراق په پیښوکی ارزښت لري لکه : دعبدالله اورجلان ( دکارګرګوند) ،هم دداعش مخالف ګونددی.متحده ډموکراټیکه جبهه د جمال عبدالناصرپه نوم هم ده داعش مخالف جبهه ده.

خوهغه کسان چی بیا دداعش سره مرسته کوي ، تر ډیر ځایه دسعودي عربی دولت ترحمایې لاندي دی.اودالقاعده مختلفي ډلی هم ورسره ملګري دی چی دنړۍ دګوټ، ګوټ څخه جنګي ډلی اوکسان وراستوي. به عراق کی دننه دبعث لرغونی ګوند چی مشری یې د صدام حسین په لاس وه اوبیا ورسته داشغالګروقوتونودخواصدام حسین عدام کړه سو،په عراق کی صدام دخلکو دخوا نه ؛بلکي دامریکا په ظالمانه ملاتړصدام په عدام محکوم سوو. اوس دصدام حسین دپاته بعث ګوند انډیوالان هم دداعش د جبهې ملاتړی دي.

نتیجه : که امریکا پرافغانستان اوعراق باندي بې مسؤلیته حمله نه وای کړې نوبه ولي نن ورځ په عراق اوافغانستان کي دغه افرا طیان دومره سره متحد کیدای. او خلکو به هم خپل ملاتړ ځیني کاوه؟؟.

 دامریکا دهمدغه تجاوز په مقابل کی په عراق او افغانستان کی تاریخي غله، قاتلان،مرتجعین،سفاکان ،دهیروینوما فیااوجنګ سالاران دقدرت واک ته ورسیدل اواوس خلک دي چی ددغه ستري فاجعې قربانیان دي. کامیابه دي وي په عراق کي یوملي - ډموکرټیک حکومت او آزادي = تل دي وي آزاد افغانستان اویوپراخ بنسټه ملی اوډموکرټیک حکومت.شرمنده دي اشغالګر استعماري قوتونه.                      پای