لکه څنګه چی افغانستان د یو حساس پړاو څخه تیریدونکی دی ، د هر افغان په زړه کی د خپل وطن او راتلونکی په اړه اندیښنی موجودی دی. هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کښی د سیاسیونو ، لیکوالانو او مدنی فعالانو څخه نیولی بیا تر د ټولنی د مختلفو وګړو پوری او په ټاکلی توګه د تاندو ځوانانو لیکنی او نظرونه لولم. په رښتیا چی د زیاتره لوړو زده کړو د خاوندو ځوانانو د لیکنو د لوستلو نه چی د خپل وطن او خلکو سره یی ډیر په مسئولیت خپل احساسات څرګند کړی وی خوند اخلم. خو ددی ترڅنګ بیا داسی لیکنی ، نظرونه او تبصری هم وینم چی یو او بل ته پکی سپکاوی شوی وی ؛ د یو او بل قوم، مذهب، ډلی مفکوری او نورو ته پکی سپکی او سپوری ویل شوی وی. زه وایم که په سپکو او بد ویلو زمونږ درد دوا کیدلای شولای پدی نژدی څلویښت کلن غوبل کی باید افغانستان ښه پرمختګ کړی وای. فکر کوم په یو او بل باندی پړه اچول مونږ د خپل ملی مسئولیت څخه نشی خلاصولای. که هغه د یو قوم پړه بلل وی ، د یوی ډلی پړه بلل وی او یا هم د کوم بل ټولنیز ګروپ پړه کول وی. که چیری پلانی قوم پړ وی ستا د قوم مسئولیت څه دی ، آيآ ستا قوم خپل مسئولیت ادا کړی؟ که پلانی ډله پړه وی آیا ستا ډلی خپل مسئولیت ترسره کړی؟ ستا د ډلی مسئولیت څه دی؟ او آیا تا خپله د وطن په اړه خپل مسئولیت په خپله ترسره کړی.؟ او داسی نوری پوښتنی مطرح کیدلای شی. یوازی انسانی ، ملی او اسلامی مسئولانه عمل په کار دی.
پوهیږم چی دغه ناڅرګند وضعیت یو ډول نه یو ډول مونږ او تاسی ټول سرګردانه کړی یو. په اوسنیو حالاتو کی د اشرف غنی د ټیم په زیاتو برخو کی د کموالی او مجبوریتونو سره سره او د زیاتو ګواښونو سره سره چی اشرف غنی به ورسره مخ وی ؛ خو بیا هم د یو په لوړه کچه د زده کړو څښتن او اکادمیک سړی ولسمشر کیدل لږ تر لږه د افغانستان لپاره یوه ښه پیلامه بولم.
باالعکس د ځینو کسانو زه پدی باور نه یم چی یو دم به ټول شیان ګل او ګلزار شی. د افغانانو په وړاندی تر ټول ستر ګواښ د پردیو لخوا د تپل شوو زورواکو شتون د حکومت په مخالفو او موافقو خواوو کی دی چی اوس هم دغه زورواکی او جګړه ماران د اسلام او قوم د نارو په وهلو سره غواړی خپله ناولی څیره د ملت څخه پټه کړی او تر ابده د ملت په اوږو سواره پاتی شی. باید وویل شی چی دا ډول کسان به په راتلونکی کی هم په آسانی سره مهار نشی لکه څنګه چی د دوی سیوری اوس هم د اشرف غنی په ډله کی او د هغه د باندی جوت دی. او د خپلو شومو موخو او ناولو ګټو لپاره به په آسانی اجازه ورنکړی چی د افغانستان دا ژوبله او شلیدلی بیړی یو ځل بیا په شور او زوږ سره په حرکت راشی. په افغانستان کی د خلکو حکومت د خلکو لپاره رامنځته شی او هر افغان په سوکالی کی ژوند وکړی.
ترڅو چی دا ناولی تخم چی پدی وروستیو لسیزو کی د مونږ په ګران هیواد افغانستان کی د بهرنیانو له خوا وشیندل شو د منځه ولاړ نشی او ریښی یی وچی نشی. په افغانستان کی د بشپړی سوکالی او آرامی هیله نشی کیدلای.
زما په ټولو افغانانو غږ دی چی د دغو د اسلام ، قوم ، ژبی او د وطن د تجارانو د مخنیوی لپاره یو او بل ته لاسونه ورکړی او نور یی لاسونه ورلنډ کړی. را جګ شی د ګاونډیو اجنټانو ، د شرق او غرب اجنټانو ته نور وروښایی چی نور زمونږ په ټولنه کی ځای نلری او ورته وښایی چی دا یو ملت او یو هیواد دی کولای شی په خپله د خپلو بچیانو په مټو خپل وطن وژغوری. زه پوهیږم دا متانت ستاسی کی شته دی ، را ولاړ شی او په ګډه د خپل وطن او هیواد د سوکالی ، ښیرازی او آبادی ته ملا وتړی او کار وکړی. تر څو وکولای شو یو ځل بیا په خپل ځان بساینی او خپلواکی ته ورسیږو او یو ځل بیا دغه ویاړلی ملت خپلی واګی په خپلو لاسونو کی واخلی. د سوکاله او آرام افغانستان په هیله!