یو قسم وحشت خپور دی !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59960
محمدجان سروری
دخبریدو نیټه : 2014-06-30

 

میدان وردګ یو له هغو ولایاتو څخه دی چی دکابل په ۲۵ کیلو متری کی موقعت لری دجغرافیایی جوړښت له مخی غرنی ولایت دی . د ۲۰۰۴ کال را په دیخواء په نوموړی ولایت کی ورځ تر بلی امنیتۍ مشکلات مخ په اضافه کیدو دی او اوس  اوج ته رسیدلی دی  هره خوا وحشت ویره جنګ  غارت دبارتو بوی دا هغه څه دی چی د ټول ولایت مخ یی نیولی دی .
دا چی دنوموړی ولایت خلک داقتصادی بحران سره مخ دی  دامنیت نشتون یی یواځینی لامل ګڼلی شو ، دنوموړی ولایت عمده عایدادتی منبع زراعت ده چی ددولت دنه فکر کولو له وجی زراعت هم اوس په ټپ ولاړ دی داسی چندان خونده یی نشته .   ګڼل شمیر اوسیدونکی یی چی بخت یی کار کړی دی له نوموړی ولایت څه کابل یا نورو سیمو ته کډوال شوی دی  نسبتآ یی اوس ژوند ښه دی تر هغو چی خپل ولایت کی اوسیږی . ځکه چی په خپل ولایت کی تنها دمیدان ښار چی دوردګو ولایت مرکز ده په دوه کیلو متری شاه اوخوا نور هیځ ځای امنیت نشته او نه څوک په اذادانه ډول تګ راتګ کولای شی . دتعلیم درجه ورځ تر بلی مخ په کښته کیدو روانه ده ټول ځوان نسل یی زیاتره بیکاره ګرځی همدا بیکاری او نه مصروفیت یی د امنیت دخرابوالی لپاره تر هر څه مفید تمامیدلی شی ، ځکه چی ځوانان بیکاره دی بل کار نلری نو مجبوره دی چی دخپل ځان دمشغولتیا لپاره یو څه ته لاس واچوی .
او جناب والی صاحب مجیدخان خو هیڅ دا سی کوم کار زمونږ ځوانانو لپاره ونکړو چی پکی مشغوله شوی واست
دښاغلی حامد کرزی په داتیرو دورو کی هر ولایت ته کیدای شی چی یو اندازه کار شوی وی مګر  میدان وردګو ولایت ته یو څه محدوده اندازه کار وشو نور چی هر لوړ پوړی چارواکۍ راغلی خپلی شخصی کټی یی زیاتی ورته معتبری او مخکی وی تر ملۍ کټو اوهیڅ زړه سوی او ترحم یی په دا خوار او زار ولس ونکړو له والی صاحبانو یی نیولی تر امنیه قومندانانو تر هر ریاسته پوری تر یو عادی ماموره پوری بس ترخپله وسه پوری پړ ول .
هر څومره کوښښ او هڅه وشوه د هیواد سیاسی او نظامی ځواکونو له خوا تر څو دملت کی بی اتفاقی او بی اتحادی واچوی او واچول شوه . هر څومره کوشش وشو دنظامی ځواکونو له خوا چی عام ولس ته اذیت ورسیږی چی دا بیا دهزارګانو او ایران یوه پروژه وه چی پښتانه باید دلته په دغو سیمو کی چی له هزاره میشتو افغانانو سره یی لری وپوهول شی چی له هزاره ګانو سره په راتلونکی دورو کی باید تاسی تشنج او بدی ونکړی کنه بیا نو دغسی ظلم درسره کیږی . اووکړل شو مګر لوړ پوړی چارواکی کرار د فیل په غوږ کی بیده دی . ټول عام ولس له دولت څخه متنفره شو څوک دحزبی په نامه څوک دطالب په نامه څوک ددولت د مامور په نامه څوک په یو او څوک په کوم نامه سره مړه شول  او لامړه کیږی مګر ددولت دلوړ پوړو چارواکومی هیڅ کوم داسی دریځ ونه لیدو چی دامنیت د بهبود لپاره دی ولس لپاره کټور تمام وی د دوی  له خولی څخه می یو واری وانه وریده چی دادی امنیت نور تامین دی تاسی کولای شی چی خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړی .
د ولایت والی  شاغلی مجید خان خوږیاڼی صاحب مونږ ستا راتلو ته ډیر خوشبین معلومیدو او دا خلکو ورسته ترمحترم حلیم فدایی څخه تاته زیاته هیله او امید  درلود . چی ته به مونږ ته د معارف امنیت روغتیا او بازسازی کارونو کی لومړیتوب راکړی  مګر خبر نه وو چی هغه وه هغه هم له منځه په تلو دی .
ایا تاسی  په دا دومره وخت کی له کوم رئیس صاحب دکوم ریاست څخه پوښتنه کړی چی دا ستا ریاست کی څه روان دی  ؟ ځواب به دنه وی
نو که نه یی ورباندی خبر زه به دی په یو څو چی زه ورباندی معلومات لرم خبر کړم  .
لومړی  دمعارف په ریاست معلومات لری چی ایا ستاسو درسونه څنګه دی معلمان مو راځی مکتب ته کنه او که راځی له کومو ستونزوسره مخ دی  تاسی له هغوی سره کومه مرسته چی هغوی ورته ضرورت لری کړی مو ده که نه  له ریاسته موکله لیدنه کړی ده چی څه حال پکی روان دی تاسی په خدای باور وکړی چی هغه لیسه چی خالدبن ولید رضی الله تعالی عنه نومیږی او په سیداباد کی نرخ ولسوالی کی موقعت لری یو وخت دا داسی لیسی وی چی د ټول افغانستان په سطحه یی لایقه او ممتاز شاګردان فارغول مګر اوس ورشه ستا د قدرت او جال او جلاء په دوران کی هغه کی  دنفرت  انګازی به له لری ځایه واوری . دا هغه لیسی دی چی دغو لیسو کی ۳۰۰۰ شاګردان وه مګر اوس ولی داسی یو هوووو ناری وهی علت یی څه شی دی ؟ ټول پوهیږی چی علت یی یواځی ددولت بیغوری او نه فکر کول دی . له جناب ډاګتر   غلام فاروق وردګ صاحب  چی برحاله دافغانستان دمعارف وزیر دی او په همدغه لیسه کی یی تر ۹ صنفه پوری زدکړی کړی په دا دومره دوره کی یی یو ځل خپل مکاتب او لیسی له نږدی ونه لیدی یو ځل یی دا تعمیرونه ونکتل چی ایا سم دی که نور دچپکیدو په حال کی دی .
والی صاحب مجید خانه مونږ  عام ولس اوس له هرڅه درته تیر یو هیڅ لانه غواړو مګر دوه جدی او قوی غوشتنی درنه لرولمړی چی امنیتی ځواکونو ته امر وکړی چی هغه موټرسایکیلونه چی ستا په امر باندی بند شوی دی واپس خلاص شی چی خلک ډیر په تکیلف دی .
دوهم : نور نو مونږ بیخی ستړی شوی یاستو نور نو زمونږ په بدن د ټپونو په ځای ملحم ولګوی نور نو زمونږ دا دردمن زړه ته دسکون اه ورکړی نور دا بیچاره ولس ته لږ درحم په سترګه ورته وګوری نور د خپل مامور خپل قومندان خپل عسکر ته وظیفه ورکړه چی دخدای دپاره نور له دی ولس سره جفاء کول ستر ظلم دی نور نو بس ده نور مو پریږدی او زمونږ په حال باندی لږ رحم کول پکار دی  . دا څه حال روان دی دا څه قصه روانه دی مونږ له کوم درده درته اه او فریاد وکړو  دمعارف ، د روغتیا له ، دامنیت له ، دزارعت له مشکلاتو ته په هر څه شه خبر یی چی څه کیسه روانه ده چا روانه کړی ده او مرام یی څه شی ده . ته او خدای چی په دوه کیلو متری دولایت کی امنیت داسی خراب وی چی ستا عسکر او قمندان په کال نشی ورته راتللی نو تاسی څه کار کړی دی دوطن ته ؟ دا جنګونه بدبختی  بیکاری دامنیت نشتون دا لړی به تر کومه روانه وی ستاسو رژیم به خلاص شی مګر مونږ به دامنیت تږی پای شو .

۳۰ دجون ۲۰۱۴