لیکوال : نثار احمد صمد
درنو او معززو لوستونکو ، څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ؛ یعنی اطاعت او عبادت . او دا هم د نن درېیمه تحفه . خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
د دنیا سره د محبت زیان
روایت دی چی یوه ورځ موسی (ع) د یو داسی شخص څنګ ته تیر سو چی په ډیره خضوع او خشوع سره یې لمونځ کاوه . موسی (ع) خدای ته عرض وکړ چی یا الله ! دغه شخص څومره ښه لمونځ ادا کوی .
الله تعالی ورته وفرمایل : اې موسی ! که دغه شخص آن په یوه شپه او ورځ کی زر رکعته هم ادا کړی ، زر غلامان هم آزاد کړی ، زر د جنازې لمونځونه هم ادا کړی ، او یو زر حجونه هم وکړی بیا به هم د ده دغه لمونځ تر هغه مهاله هیڅ ګټه ورته ونلری څو چی د خپل مال زکات ورنکړي . دا ځکه چی د دنیا او دولت سره مینه د ټولو بدیو ریښه ده او د دنیا سره محبت د زکات د نه ادا کولو څخه پیدا کیږی .
هو ، الله تعالی د هغه چا مرسته کوی چی د نورو مرستندوی وی . یو مؤمن چی هر څونه مال او دولت خوښوی په هغه اندازه یې ایمان کمزوره وی . الله تعالی په قرآن مجید کی په لسګونو واره زکات د لمانځه سره یو ځای ذکر کوی یعنی دا چی زکات هم د لمانځه غوندی حتمی او مهم بولی او ټینګار پر کوی ( مثلأ : البقره : ۱۱۰ ، ۲۷۷ ؛ النمل : ۳ ؛ الحج : ۷۸ ؛ لقمان : ۴ او ډیر نور ) . علما او مفسرین وایی چی الله تعالی لمونځ او زکات ځکه یو ځای ذکر کوی چی لومړنی جسمانی او دوهم مالی اهمیت لری ، یعنی دا چی لمونځ د بدن د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی او زکات بیا د مال او دولت د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی . حضرت عبدالله بن مسعود (رض) فرمایی چی د لمانځه او زکات د مسلسل ګډ ذکر مطلب دا دی که څوک لمونځ وکړی مګر زکات ورنکړی نو لمونځ یې نه قبلیږی . حضرت عبدالرحمن بن زید بن اسلم (رح) فرمایی چی خدای تعالی د چا لمونځ تر هغه مهاله نه قبلوی تر څو زکات یې نه وی ادا کړی . نو هیله ده چی اسلامی احکام په مینه ، خوښۍ او صداقت سره ومنو او ځانونه عملأ مؤمنان ثابت کړو .
د شیطان تښتېدل
په « درة الناصحین » کی یو حکایت وایی چی یو شخص په ځنګله کی روان و چی پر لاري یو شیطان هم ورسره ملګری سو . د دې سفر پر مهال اړونده شخص د سهار ، ماپښین ، مازیګر ، ماښام او ماخستن آن یو لمونځ هم ادا نکړ .
کله چی هغه د څملاستلو او بیدیدلو اراده وکړه ، نو شیطان وغوښته چی وتښتی . هغه شخص ورڅخه وپوښتل چی څه قصه ده او ولی تښتې ؟
شیطان ورته وویل چی ما د خدای صرف یوه نافرماني وکړه او په هغه سره ملعون او لعین سوم ، خو تا نن پنځه واره د خدای نافرماني وکړه او زه د خدای له غضبه بیریږم ، داسی نه چی الله ستا د دې لویو ګناهونو له امله پر ما هم اضافه غضب نازل نکړي .
هو ، باید جدأ متوجه اوسو چی الله تعالی انسانان د خپل عبادت لپاره خلق کړي دي او لمونځ د الهی عبادت اساس دی . لمونځ عمل هم دی او عقیده هم ده . الله تعالی فرمایی : لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ( د جنازې ) . رسول الله (ص) فرمایی چی « لمونځ د دین پایه ده .» نو که پایه یا ستون ونړول سی ( یعنی لمونځ ونکړو ) معنی دا چی دین مو وران کړ . همدا علت دی چی شیطان وغوښته چی د دغه بې لمانځه انسان څخه وتښتی تر څو د هغه سره یو ځای دئ هم مغضوب نسی . نو هیله ده چی نور د ناحقه او بې دلیله پلمو څخه ځانونه وژغورو . ځکه لمونځ په هر حالت کی فرض دی آن که څوک ناروغ وی په ناسته یا پروته سره یې هم ادا کولای سي . که د هیڅ حرکت وړ نه وی آن د سترګو په اشاره یې هم ادا کولای سي ، نو ځکه هیڅ ډول بهانه ، حیله او پلمه نسو جوړولای . حضرت ابوبکر صدیق (رض) فرمایی : « تعجب کوم چی دا ضعیف انسان څنګه د خورا قوي الله (ج) د نافرمانۍ جرأت کوی ؟! » . پس هیله ده چی نور نو د غفلت له درانه خوبه راویښ سو او هغه څه وکړو چی له پاره یې دې دنیا ته راغلي یو