د روژې څلورمه تحفه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59966

دخبریدو نیټه : 2014-07-01

لیکوال : نثار احمد صمد

 

 ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې ځینی ضروري حلال حرام کړی دي ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک، څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری . په دې میاشت کی شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي . نفل، د فرضو اهمیت او درجه لری..... نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات کړو . او دا هم څلورمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.con ).

سپي ته لاره ورکول
 روایت دی چی یوه ورځ بایزید بُسطامی (رح) د خپلو ارادتمندانو سره په یوه تنګه کوڅه کی تیرېدئ چی مخامخ یو سپی د دوی پر خوا راغی . دا مهال حضرت بسطامی او مریدانو یې هغه ته لار ورکړه او سپی هم آرام تیر سو . یو مرید یې داسی ورڅخه وپوښتل : حضرته! څنګه چی الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی نو بیا تا ولی هغه سپي ته لاره پریښودله ؟ د دې څخه داسی احساس کیږی چی سپی پر موږ باندی لومړیتوب او برتري لری حال دا چی دغه عمل د عقل او شرعیت دواړو خلاف دی .
حضرت بسطامی (رح) په ځواب کی ورته وویل چی دغه سپي زما څخه پوښتنه وکړه چی زه یې له ازله سپی او ته یې سلطان العارفین ولی خلق کړی یې ؟ او په دې کی زما ګناه او نیمکړتیا څه ده خو ستا ښه والی او فضیلت څه دی ؟
 نو ما په دې عقیده لار ورکړه چی ما ته په رښتیا هم الله تعالی څومره پیرزوینه او ښېګڼه عطا کړې ده .
هو ګرانه لوستونکې ، انسان خو له شکه وتلی اشرف المخلوقات دی ، نو ښه به دا وی چی د اشرف المخلوقات خصایص او امتیازات هم له ځانه وښیی . یعنی ځانګړی عمل ، رښتینی خدمت ، عالی احساس او عواطف ولری تر څو خپل عالی شرافت ، حیثیت او منفعت عملأ ثابت کړی . دا چی حضرت بسطامی (رح) سپي ته لار ورکړه ، پورتني ټول انسانی اوصاف یې عملأ په اثبات ورسول .
دا لا څه ، حضرت خواجه حسن بصری (رح) فرمایی چی « د قناعت سبق د سپي څخه زده کړه . تا به معمولأ لیدلی وی چی کله بازاري سپیان ښکاري سپیانو ته غاپی ، هغه اصلأ داسی ورته وایی چی اې بېچاره ګانو ! څنګه چی د عالی او خوندورو خوړو هوس مو وکړ ، نو ځکه په ځنځیر هم وتړل سوئ . که تاسو په وچه ګوله او بې خونده خوړو قناعت کولای ، نو تاسو به هم زموږ غوندی د آزادۍ ژوند لرلای . »
هو ، ښایی همدا علت به هم و چی حضرت بُسطامی (رح) سپي ته لاره ورکړه او په دې عمل سره یې خپل انسانی کرامت ، شرافت او نجابت وښود .

د توبې توفیق
 د دخش په سيمه کي يو مشر اوسېدﺉ چي دعبادت او رياضت لار يې غوره کړې وه . هغه د کچکول او توبرې ملنګ نه بلکي يوازي يو آزاد شخص و . د فيض او رحمت دروازې ورته پرانستي او پاته ټولي يې د ځان لپاره بندي کړي وې .
يو بې حيا سړي تور پرې پوري کړ چي : « عبادت يې يوازي او يوازي د فريب او دوکې لپاره دی ، د اوداسه پر مهال داسی خوله پريمنځې لکه پشي چی د موږک له خوړلو وروسته خوله پاکوي .
د معرفت څخه ناخبره ، مينځ يې خالي او عبادت يې د ريا لپاره دی. په بې ځايه خبرو يې خلک تېرايستلي او د صوفيانو په رنګ يې ځان رنګ کړی دى .»
عارف چي د هغه خبري واورېدلې ، خدای ته يې فریاد وکړ : یا الله ! که هغه سړی غلط وايی نو د توبې توفيق ورکړه ، او که ريښتونی وي ، بيا ما ته د توبې کولو همت راکړه تر څو آخرت می خراب نه سي .
هو ، الله تعالی دی هر مسلمان ته د تهمت ، غیبت ، چغلۍ او پس ګویی څخه نجات ورکړی تر څو ځان او جهان په مصیبت مبتلا نکړی . او هر مسلمان ، منجمله هر افغان ته دی الله د دخش د دغه متقی عارف غوندی صبر ، حوصله او زغم عطا کړی تر څو خپلو مخالفانو او ناخوښه کسانو ته په خپله تبصره ، فېسبوک پاڼه او لیکنه کی پوچ الفاظ او سپکي سپوری و نه وایی