افغانان دې د را تلونکی په اړه اندیښنه نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59979
حقیق
دخبریدو نیټه : 2014-07-03


  په دې وروستیو کی کله چی دانتخاباتو دپایلو په اړوند دکاندیدانو ترمنځ او دانتخاباتی کمیسونونو ترمنځ ناندری راپورته شوي خلک یوڅه اندیښنه لری چی څه به کیږي؟ او دا تشویش هم لری چی نه شي هیواد دبی امنی او اختلافونو لورته یوځل بیا ولاړ نه شی ؟.
خو زیات شنونکی او دسیاسی چارو کارپوهان په دی اند دی چی نور به افغاستان کله هم انشاالله پخوانیو حالاتو ته چی په کی انارشیزم او جګړی حاکمی وی نه ځی او دهغو لپاره دلایل هم وړاندی کوي .
له مهمودلایلو څخه هم یو دادی چی دافغانانو سیاسی شعور نور لوړ شوی او دجګړو لورته په هیڅ صورت کی مایل نه دي او ټول خپله ګټه په ثبات او یووالی کی بولی. سره له دی چی یوشمیر بهرنی او کورنی حلقی چی له دباندی څخه تمویلویږی هغوی بیا خپلی ګټی دافغانستان په بی ثباتی کی ګوری خو په ګډه سره د اکثریتو افغانانو ځواب دهغوی په وړاندی نه دی او افغانان به نور پرینږدی چی هیواد یی دبی ثباتی ښکارشی او دغه لاسته راوڼې چی په دا تیرو کلونو کی مو حاصلی کړی له مینځه ولاړی شي.
بل مهم دلیل چی دافغانستان دښی راتلونکی زیری ورکوی او افغانان کولای شي په خپلو ستونزو بریالی شی هغه دهیواد دخلکو دپوهی دکچی لوړوالی دی چی هیواد او خلکو ته هیله مندی پیدا کوي.
بله خبر په هیواد کی پانګه اچونه ده چی په دا تیره موده کی په پراخه کچه ترسره شوی زموږ پانګه وال به ونه غواړی چی ستونزی رامینځته شی او لاسته راوړڼی یی له مينځه ولاړی شي او له نیکه مرغه چی اکثره پانګوال هم زموږ هغه دپخوانیو وسله والو ډلو مشران دی چی اوس دهیواد دبیارغاونی په بهیر کی ورګډ شوی دی نو ځکه هیواد کی به بیا په داسی چارو لاس پوری نه کړي چی دهیواد ثبات او ددوی کارونو ته زیان په کی ورسیږي.
بله خبر چی ورته هیله مندی کیدای شي هغه زموږ دسیاستوالو او په تیره بیا دکاندیدانو لوړ برداشت او سیاسی پوهه ده چی په داتیرو وختونو کی هم ولیدل شوه، ضرور به داسی لاری چاری ستونزو ته ولټول شی چی هیواد مو دکړکیچ په لور ولاړ نه شي . دپایلو ځنډیدل او دکاندیدانو خبری اتری خپله داجوتوی چی دستونزی لپاره سم او دمنلو وړ دحل لاره موندل کیږي.
دبهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چی دواک دلیږد دمراسموتیاری نیول شوی او نږدی څلویښتو هیوادونو ته په دغو مراسمو کی دګډون کولو بلنلیکونه استول شوي دی چی دا څرګندوی افغان حکومت او ولسمشر په کلی ډول دی ته چمتودی چی دواک لیږد په ټاکلی وخت ترسره شی او په دی توګه دهغومغرضو کسانو اندونوته هم ځواب وویل شی چی وایی افغان ولسمشرپه عمدی توګه دټاکنو په بهیر کی بحران رامنځته کړی ترڅو دی دخپل واک موده اوږده کړ ی که داسی وای نه کله به هم حکومت د واک دلیږد مراسموته چمتوالی نه نیولی او نه به یی بهرنیو هیوادونو ته بلنلیکونه استول.
یو بل مهم دلیل چی دهیواد د ناسمی نه بلکی ښی راتلونکی لپاره هیله مندی زیاتوی هغه دبهرنیو هیوادونو دګټو خوندیتوب دی چی په اوسنی وخت کی په افغانستان کی په ثبات او امنیت کی نغښتی . لویدیز هیوادونه او ناټو چی په افغانستان کی پوځیان لری او ټاکل شوی ددغو پوځیانو ډیری برخه دسږنی میلادی کال ترپایه له هیواد څخه ووځی وبه نه غواړي چی ددوی له وتو سره سم په هیواد کی ګډوډی او بی نظمی رامینځته شي او ددوی دڅو کلونو کړنی تر بشپړی پوښتنی لاندی راشی، دغه راز ګاونډی هیوادونه هم دومره په خپلو کورنیو ستونزو کی اخته دی که چیری په افغانستان کی بی نظمی رامینځته کیږی نو ددوی دغه ستونزی به څو برابره شی نو ځکه هم نه غواړی چی په افغانستان کی وضیعت بی ثباته شی چی دغه بی ثباتي بیا ددوی لمن هم ونیسي او هم له هغو اقتصادی ګټو څخه محروم شي چی په افغانستان کی دکراری له امله ورته حاصلیږي.
په ټوله کی کورنی او بهرنی اراده په افغانستان کی دکراری او ثبات لپاره لیدل کیږي نوځکه دی زموږ هیوادوال اندیښنه نه لري او دافغانستان راتلونکی ته دی هیله مند واوسی خو یوه خبرمهمه داده چی هغه خپله دافغانستان دخلکو ریښتینی اراده درلودل هم دي چی هرڅه پوری تړلی دي .
که چیری دافغانستان خلک دخپلی ښی راتلونکی غوښتونکی وی او دهیواد د سرلوړی سیاسی او اقتصادي ثبات غوښتونکی وي نو دخپلی دغی غوښټنی لپاره باید دملی یووالی روحیه اوچته وساتی دخپل منځی اختلافونو او هغو کړونوڅخه چی زموږ دملی یووالی سره اړخ نه لګوی ډډه وکړي او دهیواد دښی راتلونکی لپاره په ګډه دښو نیتونو په فکر کی شی او مثبتو کړنو په ترسره کولو سره دنیکمرغی هرکلی ته ورشي