د روژې پنځمه تحفه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59984
لیکوال : نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2014-07-03

 

 

 عزتمنو لوستونکو ، په یو قدسي حدیث کی داسی راغلي دي « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » او دا هم پنځمه تحفه ؛ خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

مسلمان شپږ بیری لری
 علمأ وایی چی یو مسلمان شپږ ډوله بیری لری چی دا دي :
لومړی ـ د الله تعالی څخه بیره چی د ایمان شتمني ترې وانخلی ؛
 دوهم ـ د ملک الموت ( عزرایل علیه السلام ) بیره چی روح یې قبض نکړی ؛
 درېیم ـ د دنیا بیره چی د آخرت څخه یې غافل نکړی ؛
 څلورم ـ د شیطان بیره چی په دام کی یې راګیر نکړی ؛
 پنځم ـ د ښځی او کوچنیانو بیره چی الله تعالی ترې هیر نکړی ؛
 شپږم ـ د ملایکو بیره چی ګناهوی یې و نه لیکی .
هو ، رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « مسلمان له مرګه نه بیریږی » دا ځکه چی هغه په نیکیو او ښه اعمالو بوخت وی نو ځکه ډاډه او اسوده وی . مګر ځکه بیریږی هسی نه چی د ناوړه ګناه مرتکب نسی چی له امله به یې هر څه ضایع او برباد سی . همدا علت دی چی پورتنۍ شپږ ډوله بیری د واقعی او نیک عمله مسلمان وی . بد عمله او ګنهکار انسان خو بېله دې هم په بدیو او ګناهونو کی مصروف وی او ځکه نو نه له خدایه بیریږی ، نه له عزرایله ، نه له دنیا ، نه له شیطانه ، نه د کورنۍ او ماشومانو له افراطی محبته ، او نه هم د ملایکو لخوا د ده د ګناهونو د لیکلو څخه بیریږی بلکی لګیا وی خپل ګناهونه پسی ډیروی . دغسی انسان ( که څه هم په نوم به مسلمان وی ) اصلأ ګمراه ، بدراه ، او تباه دی خو نه پوهیږی ؛ که پوهیږی او خپل ګناهونه نه پریږدی نو فاسق او منافق دی . پس الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .

د خدای (ج) او پیغمبر استدلال
 حضرت عبدالله بن سلام (رض) فرمایی چی : یو وخت کوم پیغمبر د الله سبحان و تعالی په دربار کی د خپلو مصیبتونو څخه شکایت وکړ . نو الله (ج) داسی ورته وفرمایل :
تر څو پوری زما څخه شکایت کوې ؟ زه ستا د شکایت او مذمت سزاوار نه یم . د خلقت په ورځ ستا لپاره همدا لیکل سوي وو . نو ولی زما د عالی نظم او ترتیب څخه ناراضه یې ؟ آیا ته غواړې چی صرف ستا په خاطر دنیا او د لوح محفوظ لیکني تغییر کړم ؟ ستا د غوښتنی سره سم رفتار وکړم ؟ او د خپلی غوښتنی مطابق رفتار ونکړم ؟ آیا هغسی چی ته یې غواړې باید وسي ، خو هغسی چی زه یې غواړم باید ونسي ؟ په خپل نفس می قسم چی که په دې باره کی بیا شکایت وکړې ، نو د نبوت څخه دې محروم کوم او په دوږخ کی دې اچوم او له دې کاره باک هم نه لرم .
نو هغه و چی پیغمبر د الله تعالی لپاره پر سجده پرېووت او په ژړاوو ، زاریو ، دعاوو او استغفار یې پیل وکړ .
هو ، چی د نبیانو او رسولانو دا حال و ، نو د یوویشتمی پیړۍ د مسلمانانو به څه حال وی ؟! نن موږ عملأ ګورو چی ډیرئ کسان د خدای (ج) په اراده او فیصله کی هم د مداخلې کوښښ کوی آن خبره کله کله کفر ته رسوي . دغسی کسان انتقاد کوی چی خدای ولی دغسی یا هغسی کوی ، یا ولی دغسی یا هغسی نه ده.... حال دا چی الله تعالی هر څه په خپله اراده او فیصله سره کوی او په هر څه کی خپل حکمت لری خو موږ نه پوهیږو . یوه انتباهی قصه را په یاد سوه : یو سړی د بایزید بُسطامی (رح) حضور ته ورغی او داسی شکایت یې وکړ : زما عیال ډیر او عاید می لږ دی . نه پوهیږم چی څه وکړم . که تاسی څه وکړای سیً نو ښه به وی .
بسطامی (رح) ورته وفرمایل چی : د خپل کور هغه اعضاوی له کوره وشړه چی ستا په خیال د هغوی رزق زه ورکوم ، او هغه اعضاوی پریږده چی رزق یې الله (ج) ورکوی ، او همدا یې ښه چاره ده .
په دې عالمانه خبره او پوهوَنه سره د هغه سړي سر خلاص سو او نور یې د دغسی شکایتونو او د خدای په اراده کی د مداخلې څخه ډډه وکړه .
نو الله دی هر مسلمان ، منجمله افغان د ناشکرۍ ، ناقرارۍ او نافرمانۍ څخه وساتی او مبتلا کسانو ته دی د صبر توفیق ورکړی ، آمین