ډاکټر حا مد
د غبرګولی د ۲۴ ټا کنو وښوده چی د ا فغان ولس او په ځا نګړی توګه د پښتون ملت سیاسی پوه ا و شعور د پام وړ کچی ته ختلئ دئ اونوره دی پا یلی ته رسیدلی دي چی جګړه د ستونزو د هواری لاره نده او با ید د خپلومدنی حقوقو څخه په ګټه اخیستنه شته ستونزی هواری کړو او ګران هیواد له بحرانه وبا سو .
په حقیقت کی پښتون ولس هیڅکله د تا و تریخوالی پلوی ندئ او هغه مهال چی مدنی او اساسی قوانینو شتون نه درلود پښتون ولس خپلی ور پیښی ستونزی د جرګو او مرکو له لاری هوارولی چی دا دود زرګونه کلونه اوږد تا ریخ لری . که ښه ځیر شو پښتون ولس په افغانستان کی د یوه پریکنده اکثریت پتوګه له نورو قومونو سره د مشر ورور رول لوبولی دئ ا و د هر ښکیلاک په وړاندی یی له خپل کور او کشرانو وروڼو څخه په پوره مسولیت دفاع کړیده ډیرئ کړاوونه او ستونزی یی پخپل سر ګا للی دي او تر ټولو ډیره قربا نی یی ورکړیده ، خو له بده مرغه د دویم پړاو ټا کنو وښوده چی عبدا لله او دهغه ډ لګئ چی د ټا کنیزو منډو ترړو په مهال یی ملی نقا بونه په مخونو را کښلی وو او د یک یوه ملت د جوړونی شعارونه یی ورکول او د افغا نستان ملی بیرغ به یی ښکلاوه ، خو چی کله پوه شول چی ملت یو ځل بیا د دوی څیری د نقا بونو تر شا وپیژند لی نو نه یی بیا دی ملت ته او نه یی هم ملی بیرغ ته درناوی وکړ بلکه دا ملت او د ا بیر غ یی د ۱۳۷۱ په څیر تر پښو لاندی کړ او په پراخه کچه یی هم په انځوریزو او هم په چا پیزور سنیو کی ملی یوالی ته ګواښونه وکړل او ملی نفا ق ته یی لمن ووهله ځکه دا بی ضمیره جګړه ماران یواځی جګړه ، وژنه ، ترور ، چور ، غصب ا و د پردیو غلامی پیژنی چی تر ټولو ښه بیلګه یی د وړمی ورځی په اعتراضونو کی د پښتونستان واټ د لوحی غورځول او تر پښولاندی کول وو .
د عبدالله او د هغه په څیر ا جیرو وطن پلورونکو د تا ریخ په اوږدو کی د ګورګین او د صفوی یر غلګرو د سکه زامنو رول لوبولی دئ او د ا ولس یی په همداسی حسا سو شرایطو کی له شا په خنجر وهلئ دئ او د پیا وړی ا فغا نستان د ویشنی هڅی یی کړیدی خو ټول له خا ورو سره خا وری شویدی ا ونومونه یی د ولس ترمنځ په کرکه یا دیږی .
عبد الله او همګرایانویی چی بدی جرمی سا بقی لری د همدی کمیسونونولخوایی ا عتبار نا می تر لاسه کړی او د جمهوری ریاست لپاره د کا ندیدانو په لست کی ور زیات شو یا یی وغو ښتل چی نوره نو د سړیتوب له لاری واک ته ورسیږی او د موکراتیک اصول ومنی خو کله یی چی پا یله بل ډول ولیده اوس نو هر څه ورته غیر قا نونی ښکاری نه اسا سی قانون منی نه د ټا کنو قو انینو ته درناوی لری او نه د موکراتیک ا صول منی یوا ځی غواړی چی د سیال ملی ټیم را یی د ی با طلی شی ا و بس ، د خوست ، پکتیا او پکتیکا را یی نه منی یوا ځی خپلی هغه تقلبی را یی منی چی د قا نونی او بسم الله محمدی په زور یی ا خیستی دی او د ټا کنو په خپلواک کمیسون کی یوا ځي برمک او لیلا ا حراری منی او نور نه منی یوا ځی او یواځی غواړی چی دئ ریس جمهور ا علان کړی نو بیا کمیسونونه منی او پریکړوته یی درناوئ لری دی ټولو حالاتو ته په کتو یو عا دی سړئ هم ویلئ شی چی عبد الله د قدرت په غوښتنه کی د لیونتوب برید ته رسیدلئ دئ او د یوه ما شوم په څیر ما شومانه غوښتنو ته یی ملا تړلی ده او پدی توګه دوه موخی لری یوه دا چی غواړی د دریم ګړو په وسا طت په واک کی ځا ن شریک کړی چی دا ا جازه به افغان ولس هیچا ته د ډا کټر اشرف غنی په شمول ورنکړی چی دی کار ته جرات وکړی .
دویمه مو خه یی داده چی پدی پښو ترپولو به کرزی چی ددوی په آند یو معا مله ګر شخص او یا په عا میا نه ا صطلا ح د ډار بړستن ده وویروی او یوه مو قته دوره به ا علان کړی او بیا به د قا نونی او نورو نظا ریا نو په ګډون په واک کی پا تی شی او پدی ډول به د ملت څخه د ٌ نهْ ویلو غچ وا خلی .
که ښه ځیر شو عبد الله نه یوا ځی دا چی ټول ولس ته یی سپکی سپوری وویلی او د هغوی د لاسونو او ګوتو د پری کیدو پدی ملی حما سه کی په میړانه خلکو ته را ښکاره نشو بلکه خپل هغه نیږدی ملګری چی له ده سره د زنده باد او مرده باد چیغی وهی هغوی یی هم په ټولنه کی دومره د کرکی وړ او منفور وګرځول چی د کورنی غړی یی په خپلوی د شرم احسا س کوی اوزما د محمد خان په ګډون هغوی ټولو ته د ا مشوره ده چی اوس هم لدی ګروپ څخه ځا نونه را وبا سی او د افغان ولس څخه بښنه وغواړی او پخپلو تیرو کړو د پښیمانئ څرګندونه وکړی تر څو ورته یوه د اوړو پزه جوړه شی او زه د هغوی ذهنی وړ تیا تر پوښتنی لاندی راو لم چی څنګه عبدالله وتوا نید چی دا خلک وغولوی او له هغوی څخه د ملت په وړاندی د غلیم په څیره کی کا ر واخلی او ددی خلکو او ځینی ځو انانو چی ددوی په ټیم کی دی او ولس ته سپکی سپوری وایی ایا دوی به په را تلونکی کی بیا څنګه ددی ولس غیږی ته ځا نونه غورځوي او هغوی ته به پنا ه وروړی زما بیا هم پدی ځو انا نو دا غږ دی چی له ملت څخه بښنه وغواړئ او له دی ولس دښمنه افرادو څخه ځا نونه بیل کړی کنه را تلونکئ مو له خطر سره مخ دئ .
نو دی ټولو حا لاتو ته په کتو دی پا یلی ته رسیږ و چی عبد الله غواړی له هری لاری چی وی واک ته ورسیږی او د ملت په ستونی پښه کښیږدی او بیا د ایران او پاکستان د ستر ا تیژیکو موخو د پوره کولو لپاره ولس د هلا کت کندی ته وغورځوی چی ښه بیلګه یی پدی نیږدی ورځو کی د پاکستانی احمد رشید تبصره ده چی په طلوع او خورشید تلویزیونونو کی چی د نفا ق سر چینی دی په تفصیلی شکل خپره شوه اوس نو پا کستانی څا رګرو ولیده چی د حمید ګل تبصرو او سپا رښتنو د عبد الله او د پا کستان درد دوا نکړ نو ویی غوښتل چی د عبد الله ډله د ا فغا نستان د ا با دی او سوکالی لپاره د ښو پروګرامونو لرونکئ ډله وښیی تر څو هغه کرکه چی ولس ددوی په وړاندی پیدا کړیده په یو ډول یی کمه کړی تر څو وکولای شی چی په را تلونکی کی د افغان ولس د سیاسی چا پیریال څخه یی لاس غوڅ نشی او یو ځل بیا هڅه وکړی چی خلک پری وغولوی ، خو زه هغوی ته د ا وروستنئ خبره کوم چی ولس اوس بیدار شویدی او هیڅوک به یی بیا د غفلت په خوب ویده نشی کړای .