دوی تل تجزیه غواړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60082
جمال ناصر اصولي
دخبریدو نیټه : 2014-07-09

زموږ ویاړلی هېواد اوه زره کلن تاریخ لري، پدې خاوره په میلیونونو پښتنو خپل سرونه خاورې کړيدي، او بیا یې دا ویاړلی تاریخ جوړ کړی دی. د لومړني پېره راشروع تر ننه مو د ښکیلاکګرو، زورورو، او لیونیو سره سرونه وهلي دي. موږ تل د سولې او امن ژوند ته لبیک او ښه راغلاست ویلی دی خو، چا نه سوله راباندې لورېدلې ده او نه هم ارامه شپه.
بهرني ښیکلاګر که یو خوا کړو، او راشو خپل داخلي زورواکو، د پردیو تليڅټو، بلواکو، پرديپالو او سرسخت میرڅیو ته نو، وبه وایو چې پردی دښمن د پاتې وي ځکه، لومړی حساب باید له تا سره وشي. دا پرديپال د همدې هېواد په پاکه خاوره ژوند کوي، هوا یې تنفس کوي، او د همدې ځمکې مالګه خوري، خو دومره نمک حرامي دي چې همدا مور ځمکه په ویشلو او تجزیه ډاروي.
که اته نهه لسیزې مخکې لاړ شو نو، د سقاو غل زوی به مو د تاریخ په پاڼو کې مخ ته ودریږي، چې د افغانستان پیاوړی مخ په پرمختګ د غازي امان اله نظام یې د پښو وغورځاوه، او افغان ولس ته یې د پیاوړې واکمنۍ پر ځای داسې نظام راوست چې ، لومړنی فرمان یې دا و: ( بودانه بازي و مرغ جنګي ازاد است ) او ځینې تاریخ لیکونکي خو لا دا هم وایي چې دا همغه فرمان و چې پکې راغلي و، بودانه بازي، مرغ جنګي و بچه بازي ازاد است....
د سقاو زوی په خټه تاجک و، چې د شمالي په کلکانو کې به یې لارې وهلې او خلک به یې شوکول.( افغانستان در مسیر تاریخ )
خو د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د همدې لاروهونکي په نوم په کلکانو کې د (امیر حبیب اله خادم دین رسول الله ) په نوم ښونځی هم مسما شو، او د همدې کرزي په حکومت کې د همدې غله تصویرونه په مهمو ملي ورځو کې د احمدشا بابا تر څنګ په ارګ او نورو وزارتونو کې را ځړیږي.
همدې ولسمشر ورته پیسې، نوم ، شهرت،رشد، باډیګاردان،بلډینګونه ور په برخه کړل، ویې نازول او په غېږ کې یې ونیول، او خپل سریو ته یې پریښودل . رباني مړ شو، زوی یې چې هیچا نه پیژانده، کرزي ورڅخه سړی جوړ کړ او په نړۍ یې وپیژانده!
د مارشالۍ رتبه د بهرني هېواد د فتحې وروسته ورکول کیږي، اما فهیم خان ته یې د دسترخان په سر مارشال کړ. د مړینې ورسته یې د همدې مارشال زوی ته رشد ورکړ او نړۍ ته یې ور پیژانده!
د پنجشېر او دایکونډي وړې ولسوالۍ یې په ولایت واړولې او د اریوب ځاځیو، شینوارو او ورته نورې غټې ولسوالۍ چې باید پخوا ولایتونه شوي وای همداسې بې باکه ولسوالۍ پاتې شوې.
خو بیا هم همدا نمکحرامي پسې راجیګ شول د همدې معنوي پلار تصویرونه یې تر خپلو مردارو او کثیفو پښو لاندې وغورځول او پر کرزي یې لعنت ووایه!!!
پښتنو واکمنانو ولې دوی ته د حکومت مهم پوسټونه نه ورکول؟ ځکه چې دوی په همدې یوه او مهمه مساله ډارېدل چې (لږکي) افغانستان خپل هېواد نه بولي، او هیڅ وخت ورته وفاداره نه دي پاتې شوي، نو ځکه به یې له یو سره له ساتنمنانو پاس نه پریخودل. افغان ټولواکانو تل کوښښ کاوه چې پښتانه د شمالي ولایاتو سرحدي سیمو ته ولیږدوي، تر څو پښتانه، همدا لږکیان پری نه ږدي چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره خنډ شي. لږکیانو د افغانستان سره د وفا پر ځای تل جفا کړېده، تل یې د تجزیې غږ پورته کړی دی او تل یې د هېواد د ویشلو ډنډورو ته څڼې اچولي دي. معلم عطا د کرزي د حکومت برحال والي دی، تل یې د کرزي نوم په بده اخیستی، تل یې د مرکزي حکومت پیروي نده کړې، تل یې خپل منحوث د تجزیې اهداف پاللي، تل یې د مور وطن پر ضد اعمال کړیدي، تل یې د قومونو تر منځ شخړو ته لمن وهلې او تل یې د ایران ډول ته لمن په سر اړولې ده.
نو اوس که راشو د عبداله ښځینه مکر ته:
ښځې په هغو مکرونو ډېرې بدې ښکاري چې د کورنۍ د بیلتون لپاره یې په لاره اچولي وي، آن تر دې چې میړه یې په وهلو تر مرګه هم رسوي ځکه د چې د کورنۍ بنسټ ویجاړولو ته نه پریږدي.
عبداله هم اوس همغه ښځینه مکرونه پیل کړیدي چې د هېواد پیژندل شوو میرڅیو لخوا تل ورته لبیک ویل شوی دی. یو مکر ته یې چې د حل لاره پیدا شي بیا بل مکر ته د یوې کچنۍ غوندې راودانګي، که هغې ته هم حل پیدا شو بیا یې بل وي. مهمه او بنسټیزه موضوع دا ده چې دوی د قدرت لپاره د افغانستان تجزیې ته هم تیار دي، دوی د هیواد ویشلو خوند اخلي، دوی د افغانستان د نوم سره حساسیت لري، دوی د افغان کلیمې سره دښمني لري او دوی د یو موټي ټاټوبي لپاره د ډیورنډه کم ندي.
پدې د پوه وي چې :

څو چې پاتې یو افغان وي
 تل به دا افغانستان وي!