سره له دی چی په تېرو ديارلسو کلونو کی د حکومت په تشکيل کی ډېر مشکلات وو خو په داسی حالاتو کی سحنی ته د ولسمشر کرزي راتګ زموږ نيکبختي وه ځکه چی د حکومتدارئ ټول سيستمونه نړېدلي وو، له یوې خوا د نړيوالې ټولنی کومکونه او مرستې وی چی ناپوښتلی مصرفېدلی خو دغه دارنه مصارف په خپله د یو لوی مشکل د جوړېدو سرچينه ګرځېده او پړه یی بېرته د دولت په رأس لوېدله له بله پلوه په سيمه ايزه او نړيواله کچه چيلنجونه وو چی افغان حکومت ورسره لاس او ګريوان وو، په هر صورت دا مسايل هر يو په خپل ځای د یوی بيلی کتګورئ بحث دی خو هغه استحکام او تدبير چی حامدکرزي په دغه ډګر وښود په ريښتيا چی د ستايلو او تقدير وړ دی
لکه چی نن ګورو دولس کاله مخکی هم د نورو سيمه ییزو او بهرنيو ګواښونو تر څنګ یو لوی ګواښ په کور دننه د هغو ډلو ټپلو وو چی آن د بن له غونډې حکومت ته متوجی وو او بالخصوص کرزي صیب یې د خپلی مخی خنډ باله. د ترورېزم خطر، دمخدره توکو د قاچاقچيانو چاغښت، په افغانستان کی د مېشتو بهرنيو ځان غوښتنه غرور او خپلسرئ، د یو شمېر کورنيو کړيو د واک ناشولته تنده او له بهرنيو کړيو سره یې مغرضی اړيکی، د همدغه کړيو له خوا د حکومت په خلاف جوړ جاړی او پروګرامونه، له مودو مودو د شخصي ټوپکمارو د صلاحيت او قدرت ستونزی چی د حکومت په وړاندی به یی پېښولی او همداسی سلګونه او زرګونه موارد وو چی حامد کرزي په ډېر حساس برخورد او لوړ تدبير نژدی بريالی تری ووت
موږ تاسو په تدريجي توګه وليدل چی کوچني ټوپکمار په یو نه یو ډول له سحنی ووېستل شول او هغه چی په لویه سطحه یی د دغه ستونزی ملاتړ کاوو یاخو سياسي بهير ته په دی نيت ننويستل شول چی د رسمي مسؤليت د بوج له وجی کم ترکمه په ښکاره کوم غلط قدم کينښودلی شي سره له دی چی ځېنی ډېری توندی او ژوری غلطئ یې هم وکړی خو بيا یی هم حرکات تر یو حده څارل کېدل او که به مناسب وخت وليدل شو په خلاف به یی قدم هم اخيستل کېده
یو د دغه شخصي ټوپکمارو ګروپونو له ډلی د بهرنيو په لاس پړسېدلی ډله شمال ټلواله وه، له یوی خوا ددغه ټلوالی مشرانو له بهرنيو سره له نژدی اړيکی لرلی د هغوئ د ګټو لپاره یی قربانئ ورکړی وی او له بلی خوا یو داسی بشري لوفر ځواک ورسره وو چی د اړتيا په وخت یی هر راز ستونزه زېږولی شوه، کله چی د ځينې مسايلو په سر د ولسمشر او د ټلوالی د ځينی غړو ترمنځ مکرر جنجالونه پېښ شول نو شمال ټلوالی ورو ورو سرکشي شروع کړه د متحدی ملي جبهې په نوم یی یوه جبهه د ولسمشر په خلاف جوړه کړه خو ولسمشر په ډېره زيرکئ سره ددوئ دغه ايتلاف سره وپاشه څوک یی حکومت ته راوستل او څوک یی هم په خپلو منځونو کی سره واچول او د ولسمشر یواځينې متعصب سياسي رقیب عبدالله عبدالله په ميدان تک تنها پاتی شو او دی خبری ولسمشر اړ کړ څو یې په خلاف پرلپسې هوشمندانه قدمونه واخلي او همغه وو چی په لومړي ځل ټاکنو کی یی په ډېر غټ تفاوت ماته ورکړه خو بيا هم د ملي مشارکت په تمه کرزي نوری څوکئ هم ورکړی خو هيڅ فايده یی ونکړه او متعصبين همغسی په خپل جهالت کی ډوب پاتی شول
د حامد کرزي په ډېرو موضوعاتو له نړيوالی ټولنی او امريکا سره کړپ راغلی وو او د هغوئ له ګډو فیصلو یی سرکشي کړی وه نو همغه وو چی په دوهم ځل ټاکنو کی نړيوالی ټولنی او خاصتاً امريکې په بېساري قوت سره د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ څو د ولسمشرئ کرسئ ته یی ورسوي خو د ولس زور د خدای زور وي او دا ځل بيا حامد کرزي عبدالله ته ښه کلکه ماته ورکړه عبدالله د درغلئ غږ پورته کړ او نړيوالې ټولنی هم د هغه غږ ورسره بدرګه کړ خو له تمی لری وه چی کرزي غږ وکړ او دوهم پړاو ته یی د ټاکنو د تګ غوښتنه وکړه په دوهم پړاو کی رقيب پوهېده چی څه پېښېدونکي دي نو په سړه سينه یی ورپرېښوده او ولسمشر دولس ميليونه ډالر د ټاکنو د مصارفو د جبران په نوم ورکړل حامد کرزي خپل واک ته دوام ورکړ خو دا ځل بيا هم د تير په څېر همغه خر او همغه بار وو عبدالله د حکومت تر منځ خپل پلويان د ملي حکومتدارئ د تقويې په ځای قوميت ته وبلل او له هغوئ نه یی د قومي تعصب د آلی په توګه استفاده وکړه
پينځه کاله بيا تېر شول له نړيوالی ټولنی سره د ولسمشر کرزي ناندرئ هم په ځای وی او له ټلوالی سره جنجالونه هم، له دغو ناندريو یوه مهمه موضوع یی له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون لاسليک وو، په دوه زره څوارلسم کال کی د ولسمشرئ ټاکنی بيا هم یوه لويه ننګونه وه له یوی خوا امنيتي تهديدات او له بلی خوا د واک تږي رقيبان د نورو اندېښنو تر څنګ دوه لویې اندېښنی وی، خو دلته هم خبره بېرته د کرزي غاړی ته غورځېده څو یوه داسی لاره خپله کړي چی د شمال لنډغر او لوفر پکوليان د واک تر ګدئ ونه رسېږي، کرزي په ډير مهارت لومړی د کانديدانو لست راکم کړ د بيلابېلو دلايلو په مټ یی له اولس کسانو یواځې نهه کسان پرېښودل په لومړي پړاو کی ولسمشر کرزي ددغه نهه کسانو له ډلی ډاکټر زلمی رسول د خپل ملاتړ لپاره غوره کړ او خپل ورور قیوم کرزی یی هم وهڅاوه څو زلمي رسول ته تېر شي او همداسی وشول، خو ډېر وخت نه وو تېر چی ګنګوسی خپور شو او داسی ویل کېدل چی ګویا کرزی زلمی رسول نه تقويه کوي بلکی په اصل کی یی د اشرف غني احمدزي په خلاف له ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کړی دی او دا ټوله لوبه ولسمشر یواځې ددی لپاره وکړه څو د هغه کړیو مخ له اشرف غني احمدزي واړوي چی د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي او په یو نه یو ډول یی مصروف وساتي خو په اصل کی یی د اشرف غني احمدزي د تقويې لپاره کار کاوو، بالاخره ټاکنی راورسېدی او او د ټاکنو خپلواک کمېسيون په لومړي پړاو کی ډاکټر عبدالله عبدالله بريالی اعلان کړ خو لاهم هدف نه وو پوره شوی، پنځوس جمع یو هغه هدف وو چی د نه پوره کېدو له امله یی ټاکنی دوهم پړاو ته ولاړی
په دوهم پړاو کی ډير عوامل داسی وو چی د رایو پله یی د اشرف غني احمدزي په ګټه درنه کړه، او بلاخره له ډېر کشمکش وروسته اشرف غني احمدزی د ټاکنو خپلواک کمیسيون له لاری بريالی اعلان شو
حامد کرزي د یو ملي حکومت د جوړېدو په تکل له شمال ټلوالی سره تل نيکه رويه کړی ده خو دوئ له دغه حالت نه ډېره بده استفاده کړی ده او دا فرصت یی د خپل څاربښت لپاره کارولی دی او کله یی چی د مخنيوي کوشش شوی دی نو بيا یی خپل خلک په بېلابېلو بهانو راپارولي، کله چی کرزي صیب له دی کلک نهيلی شو او په هر ډګر یی مات کړل نو په دی تمه وو چی یو وروستی کلک ګوزار ورکړي او تری لاړ شي نو ددی ګوزار لپاره مناسب وخت د دوه زره څوارلسم کال ټاکنی وی، په دی ټاکنو کی کرزي له څو اړخه ټلواله ځپل غوښتل:
1. لومړی خو دا چی ولسمشر د ټولو هغو لارو د بندېدو کوشش وکړ چی ناولي خلک له ځينو ځينو مستثنی د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټيم ته پری راتلی شول او دا به دی ته زمينه سازي شوی وه چی په خپل وروستي ښکار کی ټول منفور خلک په يو ځای په نښه کړي
2. د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرئ دغه ټوپکمار ټيم به په دريم ځل خپله ماته تجربه کړی وه
3. له دغی ماتی وروسته به په ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو پلويانو له لوري هغه اعتماد چی دوئ پری درلود پای ته ورسېږي او سره له دی چی د خپل ټيم په منځ کی بی اعتباره شي بلکی د ټيم مورال به یی هم وځپل شي