د عبدالله ډله موازي حكومت اعلانوي؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60094

دخبریدو نیټه : 2014-07-09

 

عبدالرحمن حقپال

 

د عبدالله د ټيم مشرانو هڅه وكړه چي د انتخاباتو نتائج اعلان نشي، له گواښونو، بدمعاشيو، تورونو، او لاريونونو نېولې د امريكايانو پښو ته تر لوېدو ئې هره حربه او وسيله وآزمويله خو په زړه پوري نتيجه ئې ترلاسه نكړه، وضعيت ئې هغه پرځېدلي پهلوان ته ورته ده چي خپله ماته په داسي حال كي نه مني چي سيال څملولى، ټول ليدونكي ئې گوري چي شا ئې په خاورو لړلې او سپېره ده او سيال ئې پر سينه سپور دئ!!

د انتخاباتو كميسيون د عبدالله د ډلي له مخالفت سره سره نتائج اعلان كړل، د عبدالله رأيي تر خپل سيال څه باندي يو مليون لږ وې، دې ډلي د دې پر ځاى چي خپله ماته ومني د تل په څېر ئې بدمعاشيو ته مخه كړه، څه چي ئې له لاسه كېدل دا وو چي د لويي جرگې په خيمې كي څو كسان راغونډ كړي او هملته هغه څه ووايي چي يوازي د اوباشانو له يوې ډلي ئې انتظار كېدى شي، وئې ويل: دا نتائج په هيڅ توگه او هيڅكله نه منو، موږ د انتخاباتو د لومړي او دوهم دور يقيني بريالي يو، عبدالله جمهور رئيس دئ، زموږ سيال دي ارگ ته د ننوتلو خوبونه نه گوري، دا هيله به ئې هيڅكله ترسره نشي، د كرزي عكس ئې راكوز، ټوټې ټوټې او تر پښو لاندي كړ او پر ځاى ئې د عبدالله عكس نصب كړ!! د ټيم اوباشانو د دې پروا هم ونه كړه چي ښايي د كرزي د عكس غوڅولو په غبرگون كي به د مسعود ټول عكسونه همداسي راكوز او ټوټې ټوټې شي، ښايي د عبدالله د ټيم منصوبه او هيله همدا وه او په دې سره ئې غوښتل د مسعود له ورور احمدضياء مسعود انتقام واخلي چي د دوى له سيال سره يوځاى شوى. عبدالله په خپلي كچه او بازاري وينا كي د غونډي برخه والو ته اطمئنان وركړ چي جان كيري او اوباما راته ټيلفون كړى، جان كيري د جمعې په ورځ كابل ته راځي، تر هغه ما ته وخت راكړئ چي مناسبه پرېكړه وكړم، پر ما اعتماد وكړئ، مطمئن اوسئ چي ستاسو د خوښي حكومت به حتماً اعلان شي، د غونډي د پاى حالت يوې مسخره او مضحكي تمثيلي صحنې ته ورته وو، هغه هم د بې هنرو او نااهلو ممثلينو له لوري، صحنه داسي جوړه شوې وه چي عبدالله له غونډي وخت غواړي خو غونډه وال وخت نه وركوي، يو ملاډول عبدالله ته شنه چپنه ورواغوندي او بيا د مقاومت كولو فتوى وركړي، بل د عبدالله پر سر پكول كښېږدي او ووايي: راشئ عبدالله ته دوه درې ورځي وخت وركړو، بل د ده پر سر د پكتياوالو تړلې برگه لونگۍ كښېږدي، بل ئې پر سر د گلانو څو پاڼي توى كړي، هر يو له غونډه والو غواړي چي وخت وركړئ، خو هغوى ورسره موافقه نه كوي!! په پاى كي عبدالله د غونډي پاى اعلان كړ پرته له دې چي له خلكو وخت ترلاسه كړي، غونډه پاى ته ورسېده!! صحنه دومره مسخره او خندوونكې وه او لوبغاړي ئې د خپل رول په اداء كولو كي دومره ناكام ول چي د بازار په يوې كوڅې كي د سړك غاړي ته د يوه مداري غونډي ته ورته برېښېده، د هغه چا پښو ترپولو ته ورته چي ماشومان وېروي!! 

عطاء محمد نور په خپل فيسبوكي آدرس كي وليكل: موږ همدا نن د جناب داكتر عبدالله عبدالله تر زعامت لاندي خپل حكومت اعلانوو او د هغه په متابعت ځان ملزم گڼو!! له خپلو پلويانو ئې غوښتي چي كله د اصلاحاتو او همپالني د ټيم له اعلاميې سره سم خپل حركت پيل كړئ نو بايد دا په پام كي ولرئ چي له افغان امنيتي ځواكونو او زموږ د بين المللي دوستانو له ځواكونو سره له نښتو ډډه وكړئ، هغوى زموږ همكاران دي، بايد متوجه وئ چي دولتي او غير دولتي تأسيساتو او بين المللي مؤسساتو ته زيان ونه رسوئ!!! 

ځيني به ښايي دا گواښونه جدي وگڼي او گمان به ئې دا وي چي ښايي دا ډله به همغه كار وكړي چي د استاد رباني په وخت كي ئې وكړ، همغه چي موازي حكومت ئې اعلان كړى وو او پايتخت ئې كله په كولاب كي، كله به دوشنبه كي او كله په تهران كي وو!! خو حقيقت دا دئ چي دوى به د امريكا د خوښي خلاف هيڅ څه ونه كړي، په تېرو ديارلسو كلونو كي ئې د كرزي په وړاندي موازي حكومت درلود، پلازمېنه ئې مزار شريف، جمهور رئيس ئې د كرزي لومړى معاون، دفاع وزارت، داخله وزارت، خارجه وزارت او د ملي امنيت رياست د دوى په واك كي وو، دا هر څه ئې ځكه په برخه شوي وو چي د امريكايانو د پېرزويني لاس ئې پر سر وو، همغه څه به كوي چي د 2009 كال په انتخاباتو كي ئې وكړل، چيغي، غورځي پرځي، گواښونه او مخالفتونه او په پاى كي جان كيري ته دا فرصت وركول چي جمهور رئيس ته ووايي: د افغانانو رأيو نه بلكي موږ ارگ ته ورسولې!! عبدالله دا ځل هم د جان كيري راتگ ته سترگي په لار دئ، غواړي جان كيري بيا څو وزارتونه او د مزار په شمول څو ولايات دوى ته تضمين كړي، او دوى يو ځل بيا دغو وزارتونو او ولايتونو ته قانوني، بسم الله، امرالله صالح، او څو نور پنجشيريان معرفي كړي، او بيا د خپل ټيم د نورو غړو په جيبونو كي تور نخود واچوي!! 

خو داسي معلومېږي چي د سپيني ماڼۍ له نظره هم د دوى د مصرف تاريخ تېر شوى، امريكايي چارواكي پوهېږي چي په اقتدار كي د دوى ساتل ورته گران دي، همغسي لكه چي په عراق كي د نورى المالكي د اقتدار دوام ناممكن گڼي، گمان ئې دا دئ چي كه دا ډله په اقتدار كي پاته شي نو كېدى شي دلته هم د داعش د زېږېدو او چټك مخكي تگ تجربه تكرار شي، د سپيني ماڼۍ وياند د عبدالله د انتظار پر اور خړي اوبه توى كړې او وئې وويل: اوباما عبدالله ته ويلي: تشدد ته مخه كول د منلو وړ نه دي!! بايد له تشدد او د اساسي قانون خلاف اقداماتو ډډه وشي، د داسي اقداماتو بيع به د امريكا د مرستو قطع كېدا وي!!