دملت رايه د کرزي انځور ندی چې تر پښو لاندې شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60095

دخبریدو نیټه : 2014-07-09


رفيع الله روشن


دافغانستان په تاريخ کې دلومړي ځل لپاره د ۱۳۹۳هـ ل کال  دغبرګولي په ۲۴مه دهېواد په کچه په ډېره لويه پيمانه دښځينه و په ګډون ده خپل مشر دټاکلو لپاره د جمهوري رياست دټاکنو په دوهم پړاو کې يې برخه واخسته  او خپلې ارزښمتمنې رايې يې وکارولې،چې ددې لوی ملت کارېدلې رايه د ټاکنو دخپلواک کمېسيون لخوا دانتخاباتو لومړنيوپايلوپه نتيجه کې معلومه شوه چې اته ميليونه،يولک ،نهه زره،يوسل او درې رايه استعمال شوې او له دې رايو څخه څلور ميليونه،څلور لکه ،پنځه اتيازره،اته سوه او اته اتيا رايې ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه استعمال  او درې ميليونه،څلور لکه ،يوشپېته زره ،شپږ سوه او نهه دېرش رايې ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه استعمال شوې دي چې د محاسبې په صورت کې ډاکټر اشرف غني احمدزی په يوميليون،څلرويشت زره،دوه سوه اونهه څلوېښت رايوله خپل سيال څخه مخکې دی  او دوهم پړاو ټاکنې هغه وخت په لاره واچول شوي کله چې د لومړي درو ټاکنو ۸کانديدانو له جملې څخه دوه تنه مخکښ نوماندان د مقابلې په ډګر کې پاتې شول اوپه دې پړاو کې دهغو اتو تنوبايلونکيو نوماندانو ډېری پلويان اوهم خپله له دغو دوه وو څخه د ملاتړکونکيو په شکل ودرېدل.
خو خبره داده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله انتخاباتي ټيم مسؤولينو دوهم پړاو ټاکنې ندي منلي او اعلان يې کړی و چې که چېرې هر ډول پايلې اعلان شي دوی ته د منلو وړ ندي ويل کېده چې دوی له ډېر ه دمخه يې خپله ماتې منلې وه او په دې پوهېدل چې سيال ټيم ورڅخه مخکښ دی د ددې ټيم مشر هم په يوه کنفرانس کې دميډيا مخې ته دامنلې وه چې اشرف غني احمدزی ورڅخه د يو ميليون رايو په تفاوت سره مخکې دی دالاهغه وخت و چې و چې نه هم د انتخاباتو مستقل کممېسيون اونه هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټيم دا اعلان کړی و چې په دوهم پړاو ټاکنو کې څوک مخکښ دی او نه هم تر هغې دمه چاته داپته وه خو ډاکټر عبدالله دا ادعا کوله،که څه هم ډېر ژر نوموړي خپل ناظرين او له ټولو ولاياتوڅخه مرکز کابل ته راوغوښتل او د رايې شمېرنې کې يې ګډون ونکړ.
خوداچې په دواهم پړاوکې پاتې نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله له پيله تل د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولسمشر کېدو په صورت کې د جنګونو او هېواد دبحران خواته د تللو ګواښونه کړي دی اوس هم په خپل دريځ ولاړ دي دوی دټاکنو له ترسره کېدو سره سم د کابل ښار په ډېرو لويو څلور لارو او واټونو کې خېمې ووهلې او د لاريونونو په شکل يې منډې ترړې پيل کړې،چې څو ورځې  خو دکابل ښار د چوکونو مزدورکارانو چې په ورځو ورځو يې مزرودری نه شوه پيدا کولای له رسنيو او دولت څخه غوښتنه کوله چې دخدای په پار دغو لاريونونوته دې پای نه ږدي ځکه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د پلويانو لخوا هريوه ته د ورځې له ۵۰۰څخه تر ۱۱ سوه افغانيو پورې ورکول کېږي، خو کله چې عبدالله عبدالله وليدل  دې مداريتوب يې هم ددوی په ګټه کومه مثبته پايله ونه لرله نو يې لکه د غلو پشان دشپې لخوا خپلې ډېرې  خېمې ټولې کړې او خپله لاره روان شول خو د ټاکنو کمېسيون ترڅنګ يې له شکاياتو کمېسيون او بين المللي ټولنې سره چې دهمدوی لخوا يې د نظارت اويا هم درېيم ګړي په صفت د ګمارنې غوښتنه شوې وه خپل مقاطعت يا پرېکون اعلان کړ او ددې پروسې د جاري ساتلو ګواښ يې تر هغې وکړ چې يا پايلې ددوی په ګټه اعلان شي او ياهم ټاکنې لغوه اعلان شي.
کله چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په خپله ماتې باوري شو نو يې هر خوا لکه اوبو اخستي زګونوته لاسونه واچول خو چې پوه شو دا تنها ددوی پوچی هيلې دی نو يې دځينو بهرنيو په منځګړتوب کوششونه پيل کړل ترڅو ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د سوال ځولۍ وغوړوي او په خپل دولت کې ورته څه ونډه ورکړي او ياهم کم ترکمه ددوی لخوا دټاکنو په جريان کې د تقريباً ۳۵ميليونه امريکايي ډالرو کړي پورونه ورکړي،خو دا ارمان يې هم پوره نشو نو يې بل سياست تر ګونډو لاندې کړ او د افغانستان دسولې عالي شورا رئيس او داصلاحاتو اوهمپالنې ټيم غړی صلاح الدين رباني يې د ډاکټر اشرف غني احمدزي حضور ته ور واستوه او هلته يې د ځينو کليدي وزارتونو،معينيتونو،رياستونو،سفارتونو،ولايتونو او نورو لوړو او ټيټو پوستونو په غوښتلو سره د يوه ائتلافي دولت د غوښتلو هيله وکړه خو متاسفانه چې دغه فکر او سوچ يې بېرته له ځانسره خپل ټيم ته بې له کومې پوره شوې هيلې يوړ او ډاکټر اشرف غني احمدزي ورته در در ځواب ورکړ.
دډاکټر عبدالله لخوا د ټاکنو دلغوه اعلانيدو او يآهم ددوی په ګټه د اعلان کولو څخه داپه ډاګه معلومېږي چې دوی رښتيا هم د ملت نه بلکې د جمعيت کانديدان دي او دملت رايه او غوښتنه ورته هېځ ارزښت نلري اولکه څرنګه چې يې تل  په څو لنډه غرو د ټوپک په زور دخلکو خولې ور بندې کړې دي اودخلکو مسلم حقونه يې ورڅخه اخستي دي او دغوښتنو په وخت کې يې ورڅخه ژبې غوسې کړي دی نو بيا يې هم دداسې حکومت کولو خوبونه ليدل او له دې ټولو موخوته د نه رسېدو په صورت کې يې غرونو ته دختلو ګواښونه وکړل،خو دوی په دې خبر ندي چې غرونوکې زمريان اوسېږي نه شلې او له پښو لوېدلې ګېدړې چې همېش د زمريو په واسطه شويو ښکارونو ته سوختي خوځوي او ژبه په شونډو را کاږي،دوی اوس وايي چې غرونوته خېژو خو دمخه به يې ويل چې پښتانه ټول په غرونوکې ژوند کوي او له ابادې سره اشنا ندي،پښتانه ټول طالبان دي او له طالبانو سره روغه جوړه او جوړ جاړی يې دهېواد په تاوان باله،ويل يې چې دا هېواد ټول طالبانو وران کړی دی ،نو دحيرانتيا خبره داده چې نن دوی څنګه له ځانه طالبان جوړوي غرونو ته پورته کېږی او د حکومت پر ضد جګړه اعلانوي، خو دوی په دې نه پوهېدل چې اوس افغانان ويښ شوی دی او دوی يې په تمامه معنی سره پېژندلي دی ،بيا په پټو سترګو ورباندې باور نه کوی اونه به هم ددوی دا ارمان پوره شي چې دافغانستان په څلور دېرشو ولاياتو دې تنها يو پنجشير حکومت وکړي او دغه لږه کي دي په ټول هېواد مصلت کړي ،که څه هم ډاکټر عبدالله خو په دې خاطر چې ځان د ارګ تر دروازې ورسوي له خپل اصليت او قوميت څخه هم لاس په سر شواوپه دې خاطر چې دافغانستان له لوی اکثريت نفوس (پښتون) قوم رايه تر لاسه کړي نو يې وويل چې زه خو پښتون يم او دکندهار ولايت يم،خو خلکو اوس د عبدالله د مېږې او لېوه په لوبه پوی شوی ول او هغه دځينو خبره هېڅ واښه يې ور وانه چول.
دوی هم عجيبه خلک دی اوعجيب فکرونه لري يوله بل څخه خبر ندي،څوک څه وايي اوڅوک څه،يو وايي که موږ بريالي نه شولو نو غرونو ته به وخېژو او له دولت سره به پرېکون اعلان کړو،بل يې بيا وايي چې نه ملت ته به مراجعه وکړو داځکه چې مو ته ملت رايه راکړې او هغوی ته به ووايو چې موږ خو چيغې او هلې ځلې  وکړې ترڅو ستاسو له رايو څخه دفاع وکړو خو ځای يې ونه نيوه اوس تاسو بايد اقدام وکړئ ترڅو دخپلې قېمتي رايې پوښتنه وکړئ کنه له دوی سره به ډېره سخته معامله وشي،خدای پاک هم دې تيم ته سم بې سوادان ورپه برخه کړي دی په خپله دې ورباندې رحم وکړي،ځينی ځينې خو يې ان په ځينو سياسي بحثونوکې دومره احساساتي خبرې کوي چې فکر کېږي اوس به په بحث کې ورسره ناست مېلمه يا د سيالې ډلې استازي باندې حمله وکړي او وبه يې وهي،له دې جملې څخه به د يوه نوم واخلم چې کله کله ځان د ډاکټر عبدالله عبدالله  دټيم ويآند ځان معرفي کوي خو هغوی ورته بيا دومره اهميت نه ورکوي وايي چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټيم کودتا کوي ،عجيبې اصطلاح ګانې کاروی او دومره په قهر خبرې کوي ته به وايې چې دی له چاسره په شخصي شي په شخړه اخته دی،ملت او دملت غوښتنې خوهېڅ مني نه،مګر دوی دا هېروي کله چې په لومړي پړاو کې د تقلب او درغليو په صورت کې  مخکښ اعلان شول نو هېڅ يې نه ويل ،تمه يې لرله چې دا غوړه مړۍ به خولې ته نناسي خونه پوهېدل چې مړئ ډېره غټه اوخوله يې وړه ده.
په يوه سياسي بحث کې مې ديوه   مبصر يونس فکور له خولې څخه واورېدل چې د لومړي پړاو ټاکنو له ترسره کېدلو وروسته کله چې ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غنی احمدزی دوه په دوه پاتې شول او ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې نو وايي چې له اصلاحاتو او همپالنې ټيم سره يوځای شوي ګلاغاشېرزي ويل چې ما ډاکټر عبدالله ته وويل چې دوهم پړاو ټکنې مه منه ځکه ډاکټر اشرف غني احمدزي بل سيال نه لري او داهم درته وايم چې ورڅخه نه يې شې ګټلی خو وايي عبدالله عبدالله يې خبره نه ومنلې،له دې څخه معلومېږی چې دغو خلکو له مرګ څخه مخکې پښې غزولې وې.
خو اوس کوم کار چې پرون د اصلاحاتو اوهمپالنې ټيم لخوا دافغانستان دلويې جرګې په خېمه کې ترسره شو او دافغانستان دبرحال ولسمشر حامدګرزي لګېدلی انځور ددې ټيم د څو لوچکو پلويانو لخوا په دېر توهين او سپين سترګۍ سره را وغورځول شو او پښې ورباندې کېښودل شوې په هېڅ قانون کې نشته اونه هم دوی داحق لاره او نه هم دا انځور د ډاکټر عبدالله عبدالله د کور په دېوال يا دننه په انګړې کې لګول شوی و اونه هم د لويې جرګې خېمه ډاکتر عبدالله اويآ ددپه په امر يا شخي ځمکه باندې جوړه شوې چې دومره په بې سترګي توب يې د ولسمشر سپکاوی وکړ او پر ځای يې خپل انځور را وځړاوه،زه داپوښتنه کوم چې ته څوک يې،نه ولسمشر يې،نه د پارلمانه کوم وکيل يې اونه هم په دولت کې کومه دنده لرې،تر اوسه يو اپوزېسيون يې اوبايد ځان همداسې وساتې،له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره سيال پاتې شوې او ښه په نره يې درنه وګټله اوس نو ولې ددې ملت په پرېکړو او هغو رايو چې څوتنو درکړي ريشخند وهي اوکه ته اوس هم فکر کوې چې بيا به هم ته يې اوڅوتنه بې پلاره او بې موره لنډه غر به درسره وي او دافغانستان په ۳۰ميليونه نفوس به بيا هغه ډول نخرې وکړې کومې چې مو پخواکولې خو دا خوب دې هسې چېرې اوبوته ووايه.
ددې هرڅه ترڅنګ خو زه ډېر افسوس او خواشينی په دې يم چې محمود کرزی ،جميل کرزي او څه نور د انسانانو په جامه کې ځناور او خره ولې دپښتنو په کورنيوکې پيداشوي دی په يوه ټلوېزيون کې مې د دنړۍ د ستر عالم ډاکټر ذاکر نايک يو بحث ليده چې يوه هندو ورڅخه پوښتنه وکړه ورته ويې ويل چې زه څو لسيزې دمخه په يوه هندۍ کورنۍ کې زېږېدلی یم،خو زه اوس وايم چې زما پيدايښت په هندوه کورنۍ کې هسې يو تسادف و،زه ځان هندو نه بولم بلکې تنها يو انسان يم، خو ډاکټر نايک يې ځواب کې وويل چې هو کله چې هرڅوک له مور څخه پيداکېږي او دې نړۍ ته راځي نو انسان وي،خو کاش تنها انسانيت بسنه کولای شوای،دانسانيت لپآره نور هم ډېرڅه پکار دی،لکه دښو اعمالو ترسره کول،اسلامي اداب،قوم،مليت،عزت،مذهب ،خدای پېژندل او نور.
نو زه اوس وايم چې دمحمود کرزي ،جميل کرزي او ځينو نورو پيداکېدل په پښتنو کورنيوکې هسې تصادفي دی زه خو شرمېږم چې  دوی ته حتی پښتانه وايم،دخدای په پار دوی ناست او ددوی د ورور انځور دڅو بې سوادانو لخوا را غورځول کېږي اوقدمونه يې په مخ ايښودل کېږی او دوی ورته ګوري ايکاش په هماغه لحظه په ځمکه کې ننوتي وای،په هرحال وايي ادب را از کی اموختی وايي از بې ادبا.
په هرحال اوس ورڅخه هيله کوو چې د ملت رايې ته دې احترام وکړي،دټاکنو اوشکاياتو مستقلو کمېسيونونو پرېکړوته چې تل يې ورته توهين کړی دی او په يوه طرف کې يې په لاس لرلو تورن کړي دی احترام دی ورته وکړي اوخپل ګټيالي سيال ډاکټر اشرف غني احمدزي ته دي له خپل ټول ټيم سره مبارکي ورکړي او دايوه سوکاله،پرمختللي او هوسا افغانستا لپاره دې له ډاکټر غني سره يو ځای دښې راتلونکې هيله وکړي او پرې دې ږدي چې دغه مظلوم ملت يوڅه د ارام ساه واخلي.