د روژې لسمه تحفه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60099

دخبریدو نیټه : 2014-07-08

لیکوال : نثار احمد صمد

 

 روژه د ټولو آسمانی ادیانو د ظهور میاشت ده . روایت دی چی ټول الهی کتابونه په روژه کی نازل سوي دي : پر ابراهیم (ع) باندی صحیفې په روژه کی نازل سوي دي ؛ پر موسی (ع) باندی تورات د روژې پر شپږمه نازل سوی دی ؛ پر داؤد (ع) باندی زبور د روژې پر اتلسمه نازل سوی دی ؛ پر عیسی (ع) باندی انجیل د روژې پر دیارلسمه نازل سوی دی ؛ او پر محمد رسول الله (ص) باندی قرآن د روژې د لیلة القدر په شپه نازل سوی دی چی د وروستۍ لسیزی یوه طاقه شپه ده . او دا هم لسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د کومی تحفې د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ د لیکوال نوم ورسره ذکر کړی، والسلام ( nsamad57@hotmail.com ).
مننه او کورودانی : د اسلامی پانګی او هم ښاغلی نیاز ولی احمدزي څخه مننه کوم چی خپلو فېسبوک پاڼو ته یې د دې تحفو په اقتباس کولو کی پوره امانت داري مراعات کړې ده ، الله دی نور خیر هم ورکړی ( ن . صمد )

د رسول الله (ص) سره څومره مینه ؟
 موږ مسلمانانو ته قرآن او حدیث امر کړی دی چی د رسول الله (ص) سره باید تر خپلو نږدې خپلوانو هم ډیره مینه ولرو او هغه باید تر هر چا راباندی ګران وی . د قرآن مجید د آل عمران سورت یو دیرشم آیت داسی فرمایی : « ووایه ! که الله تعالی درباندی ګران دی نو زما متابعت کوه چی پخپله به پر الله تعالی باندی ګران سې » ( آل عمران : ۳۱ ) .
په همدې ډول رسول الله (ص) هم داسی فرمایلی دي : « ستاسو څخه څوک تر هغه وخته مؤمن نه سي کېدای څو چی زه پر هغه تر خپل پلار ، خپل اولاد او ټولو خلګو ګران نسم » ( صحیح بخاری : ۱۵ ؛ صحیح مسلم : ۴۴ ) .
نو څومره به ښه وی چی د اسلام غوښتنی او سپارښتنی په مخلصانه او مسؤلانه ډول مراعات او عملی کړو او دا عملأ ثابته کړو چی تر قوم ، تر ژبی ، تر اولاد ، تر مال ، تر مقام ، تر سمت ، تر ګوند ، تر دیموګراسي او تر هر څه رسول الله (ص) ډیر راباندی ګران دی . خو متأسفانه تر کومه ځایه چی نن ګورو هیڅ دغسی نه ده بلکی د مبارزې ستره برخه مو د پورتنیو ناپایداره ، فانی او محاله شیانو حصول ته وقف کړې ده . همدا وجه ده چی ګټونکي نه بلکی بایلونکي یو .

الهی رحمت
 روایت دی چی په بنی اسراییلو کی یو بت پرسته انسان پوره اتیا کاله ټوله ورځ « یا صنم ـ یا صنم » وایه یعنی یا بت یا بت ، او خپل بت یې ننګاوه .
یوه ورځ یې په غلطۍ سره وویل چی « یا صمد ـ یا صمد » چی دا د الله تعالی یو نوم او صفت دی . بس په همدې سره الله تعالی ټول ګناهونه ور معاف کړل او ویې بخښی .
ملایکو الله تعالی ته عرض وکړ چی یا الله ! ستا دغه بنده اتیا کاله شِرک کړی دی او ټول عمر یې یا بت یا بت ویلی دی ، خو فقط یو وار یې خوله خطاوتله او د « صنم » پر ځای یې « صمد » ووایه خو تا معاف کړ ؟
 الله تعالی ورته وویل چی هغه همدا یو وار زه په اخلاص او صداقت سره یاد کړم ، څنګه چی زه رحمن او رحیم یم نو ځکه یې بخښم .
هو ، نن چی په دنیا کی هر ډول رحمت وینو ( که هغه د مور دی یا د پلار ، که د خپلوانو دی که د مسلمانانو او ټولو انسانانو او مخلوقاتو ) دا ټوله د الهی رحمت یوه کوچنۍ ذره یا یوه سلنه ده . الله تعالی دومره رحیم او کریم دی چی فقط یوه حصه رحمت یې دنیا ته نازل کړی دی او متباقی ۹۹ حصې یې هغه دنیا ته ساتلي دي . لوی الله فرمایی چی زما رحمت هر شی احاطه کوی (اعراف : ۱۵۶ ). حضرت فضیل بن عیاض (رح) وایی چی په ښه صحت او ځوانۍ کی الهی خوف بهتر دی تر څو د ښه اعمالو لپاره کوښښ وسی ، خو د کمزورۍ او ناروغۍ پر مهال بیا امید بهتر دی تر څو انسان د الله د رحمت څخه مأیوس نسي . نو هیله ده چی موقع له لاسه ور نه کړو . ځکه اوس هم ناوخته نه دی ، بلکی یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي